۱ـ د انګېزې د موندلو لپاره تل په هوساینه او ارامۍ کې مه اوسئ، د دې لپاره، چې لږ ځان په سختۍ کې راوړلی مه هېرېږئ. باطني تکړتوبونه ته د رسېدو لپاره تر ټولو لوی غنډ دغه هوساینه غوښتل دي. لوی پېښې هغه مهال پېښېږي، چې لږ هڅه وکړی او لږ څه سختۍ په ځان ومنئ.
۲ـ د انګېزې د پیدا کولو په ترڅ کې له تېروتنو مه هېرېږئ، عقل زموږ سره مرسته کوي، چې کومه تېروتنه تر سره نه کړو، خو په پایله کې په زرهاوو تېروتنې منځ ته راځي.
۳ـ د انګېزې د جوړولو او موندلو لپاره ذهن مو په بې ځایه مسایلو او خبرو مه مصروفه ساتئ، هڅه وکړئ پراخه او لوی فکر وکړئ.
۴ـ د انګېزې د موندلو لپاره په ژوند کې مو خوشحالي وټاکئ، ځکه خوشحاله وګړي ډېره انګېزه د خپلو کارونو لپاره لري. خوشحالي ستاسو ریښتینی حق دی او هغه له بل کوم څیز سره مه تبدیلوئ.
۵ـ د انګېزې د موندلو لپاره په ورځ کې تر یو ساعته پورې خپل وخت ځان پېژندنې ته ورکړئ. اړین او ګټور کتابونه ولولی، موټر چلول تر ټولو ښه وخت د غږيزو کتابونو د اورېدو لپاره ګنل کېږي، تر څو ستاسو روح ته وده ورکړي.
۶ـ د انګېزې د موندلو لپاره دا زده کړئ، چې کوم کار یا کړنه مو پیل کړې هغه باید په بشپړ ډول پای ته ورسوئ. موږ او تاسې تر ډېره د یو کار تر پای ته رسېدو مخکې د بل کار یا کړنې پسې روانېږو، چې دا په اصل کې ښه کار نه دی، هڅه وکړئ خپل ټول کارونه پای ته ورسوئ.
۷ـ د انګېزې د موندلو لپاره په حال یا روانه زمانه کې ژوند وکړئ. کله، چې په خپل تېر وخت کې ګیر شوي یاست یا هم د خپلې راتلونکې په اړه فکر کوی، چې تر اوسه نه ده پېښه شوې، نو په دې توګه نه شئ کولای له خپلو اوسنیو شېبو څخه ګټه واخلئ او سمې پرېکړې ونیسی.
۸ـ د انګېزې د موندلو لپاره هڅه وکړئ تر څو ځان دې ته اړ کړئ، چې له ژوند څخه خوند واخلئ. خوند اخستل د جنت تر ټولو ښه کسب او دنده ده.
۹ـ د انګېزې د موندلو لپاره، چې کله ماته خوری، نو هېڅکله مه په شا کېږئ، کېدای شي بریالیتوب ستاسو په څو قدمۍ کې ولاړ وي.
۱۰ـ د انګېزې د موندلو لپاره تل هڅه وکړئ، چې لوړې هېلې په خپل ذهن کې ولری. که کوم څیز زموږ له تمې څخه لوړ هم وي، نو باید خپلو هیلو او موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو تر څو په لاس یې راوړلو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *