۱- قانع و اوسئ
د خپلو کارونو لپاره هېڅکله بل ته مه تمه کېږئ؛ د هغه څه لپاره چې د اخیستو توان او یا ورته کافي پانګه نه لرئ، د بل قرض او دین ته غاړه مه ږدئ. د ژوند له کوچنیو خوښیو، لکه پلی تګ، له دوستانو سره ناسته ولاړه او په طبيعت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخلئ.
۲ – د زده کړې په هڅه کې و اوسئ
د دې لپاره چې په ژوند کې مو خوښي په برخه وي، هڅه وکړئ د خپلې خوښې په کورسونو، لکه کمپیوټر، خطاطي او د ژبې زده کړو پروګرامونو (هغه که هره ژبه وي) کې نوملیکنه وکړئ او د ورځې په اوږدو کې ورشئ.
که وخت نه لرئ، نو د همدې اړوندو برخو سي ډي ګانې واخلئ او یا یې هم د انټرنېټ له لارې تعقیب کړئ. که وایاست چې ماشومان او یا هم د کور کارونه پر غاړه لرئ، دا نو بیا هسې پلمې دي. تاسو باید په ډېر دقت او خلاص ذهن سره فکر وکړئ، په نوو نظرونو پسې وګرځئ، په دغه کار سره به د وخت په تېرېدو سره درته معلومه شي چې ته څومره یو عامه فهمه او ځيرک کس شوي یاست. میندې او پلرونه به مو هم پر دې ویاړي چې ستاسو په شان با بصیرته اولاد خدای پاک ور په برخه کړی دی.
