تاند- په افغانستان کې امریکايي جنګي الوتکو په تېر اپریل کې له ۲۰۱۲ را په دې خوا هیڅکله په افغانستان کې دومره هوايي بریدونه نه و کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د پوځ یوه ویندوی په افغانستان کې له هوايي ځواک څخه په کار اخیستلو کې د زیاتوالي د علت په اړه وویل چې امریکايي قوماندانان غواړي چې د داعش ډله مخکې تر دې چې په افغانستان کې پښې ټینګې کړي، وځپي.

د امریکا پوځ تېره میاشت په افغانستان کې ۴۶۰ بمونه، توغندي او نورې وسلې استعمال کړي چې د مارچ په پرتله نژدې دوه برابره دي او د تېر کال د اپریل په پرتله ۷ ځلې زیات دي.

په تېر مارچ کې د امریکا هوايي ځواک په افغانستان کې ۲۰۳ هوايي بریدونه کړي ول.

اټکل کېږي چې ولسمشر ډانلډ ترمپ به افغانستان ته د ۳ زره او ۵ زره ترمنځ ځواکونه ولېږي. افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانو له راتګ سره به په جګړه کې د دغو ځواکونو ګډون لا زیات شي.

امریکايي پوځیان له ۲۰۱۴ وروسته د طالبانو پر ضد په جنګ کې برخه نه اخلي خو دا ځواک یوازې په درو حالتونو کې هوايي بریدونه کوي:

د تروریستي برید په وړاندې ځوابي اقدام، د ايتلافي ځواکونو د ساتنې لپاره او د طالبانو او نورو یاغیانو په وړاندې د ستراتیژیکو سیمو د ساتنې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په خاطر.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *