تر دې سرليک لاندې علمي څېړنيز سيمينار جوړ شو.
د ١٣٩٦ لمريز کال د جوزا پر دريمه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسير او حديث مرکز له خوا «د افغاني ټولنې په پرمختګ کې د اسلامي شریعت ونډه» تر سرليک لاندې يو ورځنى علمي څېړنيز سيمينار ترسره شوه . په دغه علمي څېړنيز سيمينار کې د افغانستان د پوهنتونونو ، مشرانو جرګې ، ولسي جرګې ، حج او اوقافو وزارت ، د سولې عالي شورا ، د علومو اکاډمي او د بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو علمي شخصيتونو ګډون کړى و ، سيمينار د قران کريم د څو مبارکو آياتونو له تلاوت وروسته د جمهور رئيس پر پيغام رسماً پيل شو چې د دغه علمي سيمينار پر ارزښت او اهميت يې ټينګار کړى و او په يوه برخه کې يې راغلي وو چې : «یقینا دا د اسلامي شریعت د زرینو اصولو برکت و چې اسلامي دنیا له ساینس، ادبیاتو، حقوقو او فلسفې رانیولې تر تجارت، معماري او دولتداري پورې د متمدن ژوند په ټولو ساحوکې چټکه وده وکړه او بشریت ته یې د پرمختګ یو اعلی مثال وړاندې کړ. »وروسته د مشرانو جرګې ، ولسي جرګې ، حج او اوقافو وزارت ، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ، علماوو شورا ، د سولې عالي شورا او د ځينو نورو علمي ادارو پيغامونه هم واورول شو . په غونډه کې د بېلابېلو اړخونو څخه د افغاني ټولنې د پرمختګ په اړه د اسلامي شريعت اهميت او ارزښت باندې هراړخيزې مقالې او بحثونه وړاندې شول او د افغاني ټولنې د وروسته پاتي والي د علتونو تر څنګ د سولې ، پرمختګ او د ټولنيزې ودې پر لارو چارو هم د پوهانو له خوا مقالې واورول شوې ، د غونډې په پاى کې د مشرانو جرګې له لوري د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئيسې سرمحقق ثريا پوپل ته د هغې د ښو خدمتونو په پار ځانګړى ستاينليک هم ورکړل شو، غونډه د ماسپښين په دوه بجو د پرېکړه ليک په صادرولو او دعاييې سره پاى ته ورسيده .