د ۱۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ روغتیایي پروژو چارې پيل او پای ته ورسیدې.
ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ادارې اړوند د ۹۹ میلیونه افغانیو په لګښت د درې پروژو چارې پیل او د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت درې نورې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د پښتورګو په ملي روغتون، حوزوي روغتون او د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي سیمه کې جوړو شوو مراسمو کې ننګرهار والي، د عامې روغتیا وزیر،د ملي او ولایتي شورا غړو،امنیه قوماندان،قومي مشرانو او ګڼ شمیر نورو مسؤلینو او مخورو ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د عامې روغتیا وزارت او ملي شورا غړو څخه مننه وکړه،چې د دوی د هلو ځلو په ترڅ کې یې په دې ولایت کې د ۹۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ پروژو چارې پیل او د ۸۶ میلیونو افغانیو په لګښت یې درې نورې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې .
هغه زیاته کړه،په دې پروژو کې د پښتورګو ملي روغتون لومړۍ برخه، په حوزوي روغتون کې د ښکلا زیږنتون او د تلسیمیا ناروغۍ د درملنې روغتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل او همدا راز یې د کوټ ـ بټي کوټ او شهیدانو مینې اوسیدونکو ته پنځوس بستریز او د کوز کونړ ولسوالۍ لپاره د شل بستریز روغتونونو او عامې روغتیا ریاست لپاره یې د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې .
هغه ګټې ته د اخیستل شوو پروژو څخه د جدي پالنې او ساتنې او همدا راز د نویو پروژو له چارو څخه د څآرنې لارښوونه وکړه .
ننګرهار والي د ملي سوداګر عتیق الرحمن هډوال او نورو هغه کسانو څخه مننه وکړه،چې د دوی په مالي لګښت یې د عتیق الرحمن هډوال په نوم د تلسیمیا ناروغۍ د درملنې مرکز او ښکلا زیږنتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل .
ښاغلي منګل د مرکزي ادارې څخه غوښتنه وکړه،چې دې ولایت ته د زیات شمیر کډوالو د راستنیدو له امله د روغتیا او پوهنې په برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي .
ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل،د عامې روغتیا وزارت د ۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پښتورګو د درملنې ملي روغتون تجهیز او د لومړۍ برخې د پرانیستې په موخه یې ټول سهولتونه برابر شوي او زیاته یې کړه، په حوزوي روغتون کې یې د نهه میلیونه افغانیو په لګښت د ښکلا زیږنتون تر جوړیدو ورسته ګټې اخیستنې ته وسپاره،چې د شل ولادي ناروغانو د درملنې ظرفیت لري .
د نوموړي په وینا په حوزوي روغتون کې همدا راز د یو تن ملي سوداګر په لس میلیونه افغانیو مالي لګښت د عتیق الرحمن هډه وال په نوم د تلسیمیا ناروغۍ د درملنې مرکز تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاره،چې په یو وخت کې به د شل تنو ناروغانو د درملنې ظرفیت لري.
د کاموال په وینا د عامې روغتیا وزارت په ۴۴ میلیونه افغانیو مالي لګښت یې همدا راز د کوټ ـ بټي کوټ او شهیدانو مینې اوسیدونکو لپاره د حصارشاهي په سیمه کې د یو پنځوس بستریز روغتون او د کوز کونړ ولسوالۍ لپاره یې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د شل بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل کړې،چې د دوو کلونو په موده کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي .
د عامې روغتیا رئیس وویل،همدا راز یی د عامې روغتیا وزارت په ۳۹ میلیونه افغانیو مالي لګښت د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره په درې بلاکونو کې د ریاست ودانۍ د جوړولو چارې هم پیل کړې،چې د دوو کلونو په موده کې به بشپړې شي .
د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني،د ولسي جرګې غړو انجینر سیداکرام او امیرخان یار او د مشرانو جرګي غړي لطف الله د خپلو خبرو پر مهال د یادو پروژو د پیل او پای له امله خوښي وښوده ،خو په دې ولایت کې نفوسو شمیر ته په کتلو په روغتیایي برخه کې د خدمتونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه .
د عامې روغتیا وزیر دوکتور فیروزالدین فیروز د ننګرهار مسؤلینو او ولسونو ته مبارکي ورکړه،چې په دې ولایت کې په ملی کچه د پښتورګو د درملنې ملي روغتون ترڅنګ د شپږو نورو روغتیایي پروژو چارې پيل او پای ته رسوي .
هغه ژمنه وکړه،چې د پښتورګو ملي روغتون به په تدریجي ډول تجهیز او اکمال کړي او همدا راز یې ډاډ وښوده چې په نږدې راتلوونکې کې به د زربستریز روغتون د جوړیدو چارې هم پیل کړي .
د عامې روغتیا وزیر وویل،چې د دې ولایت روغتیایي تشکیل د زیاتوالې او ځآنګړې بودیجې د ورکړې په برخه کې به د ملي شورا د غړو په همکارۍ ګړندۍ هڅې وکړي .
د دې مراسمو په وروستۍ برخه کې د ملي سوداګر عتیق الرحمن هډوال او عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال له لورې یو هوکړه لیک لاسلیک شو،چې له مخې به یې ملي سوداګر عتیبق الرحمن هډوال د تلسیمیا مرکز د فعاله ساتلو په موخه هره میاشت ټول مالي لګښتونه ورکوي .
همدا راز د عامې روغتیا وزیر او ننګرهار والي له لورې ملي سوداګرو عزیزالرحمن هډه وال او عتیق الرحمن هډه وال او د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال ته د وړیا او ښو خدمتونو د ترسره کولو له امله جوړ شوي ایوارډونه هم ورکړل .
په همدې حال کې د ننګرهار ولایتي شورا له لورې په ننګرهار کې د عامې روغتیا وزارت لخوا د ښو خدمتونو د ترسره کولو له امله د عامې روغتیا وزیر او د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ته ستاینلیکونه ورکړل .
د عامې روغتیا وزیر له لورې د پښتورګو ملي روغتون سرپرست رئیس سید افندي اغا او دوه نورو ډاکټرانو محمد قاسم او عبدالشکور ته لیکلې تقدیر نامې او د تخصص له دورې فارغو شوو کسانو ته یې بریالیکونه ورکړل .
ډنمارک هېواد په ننګرهار کې د کرنې،پوهنې او کډوالو په برخه کې اوږد مهاله مرستې ترسره کوي .
په افغانستان کې د ډنمارک هېواد سفیرشن چارلس ایلرمن کینګ اومبي، سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه،چې په ننګرهار ولایت کې به د کرنې،پوهنې او کډوالو په برخه کې اوږد مهاله مرستې ترسره کړي .
یاده لیدنه چې د غبرګولې په دوېیمه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په ترڅ کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دې ولایت کې د ډنمارک هېواد له لورې د کاردیف،یونیسیار او پوهنې په برخو کې د ترسره شوو پخوانیو مرستو څخه مننه وکړه .
نوموړي هیله وښوده،چې ډنمارک هېواد په ننګرهار کې له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې،د دوی اولادونو ته د زده کړو زمینې په برابرولو او همدا راز داخلي بې ځایه شوو کورنیو په ځانګړي ډول د شینوارو ولسوالیو جګړه ځپلو کورنیو سره یې د مرستو او همکارۍ غوښتنه وکړه .
ډ ډنمارک هېواد سفیر شن چارلس ایلرمن کینګ اومبي وویل، ننګرهار ته یې د سفر موخه د دې ولایت د سیاسي،اقتصادي،ټولنیز او نورو برخو د وضعیت په اړه پوهاوی تر لاسه کول دي .
هغه همدا راز زیاته کړه، د دې سفر په ترڅ کې به په دې ولایت کې د ډنمارک هېواد له ترسره شوو مرستو څخه هم څارنه ترسره کړي،چې د کارډیف،یونیسیار او پوهنې څانګو په چوکاټ کې یې ترسره کړي .
ډنمارک سفیر ژمنه وکړه،چې په دې ولایت کې به د پوهنې،کډوالو او کرنې او مالدارۍ په برخه کې اوږد مهاله مرستې ترسره کړي.
د دې لیدنې په ترڅ کې دواړو مسؤلینو د دې ولایت په سرحدي،سیاسي او اقتصادي وضعیت هم بحثونه او خبرې اترې وکړې .
د څلورو قوماندانانو په ګډون ۱۰ داعش وسله وال ووژل شول .
د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ پېښې سيمه کې تيره ورځ د ګډو ځواکونو هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې د څلورو مهمو قومندانانو عمري، عمرشاه، ثابت او ابو طلحه په ګډون ۱۰ داعش وسله وال ووژل شول.
په چپرهار ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفينو ځپلو په موخه پراخ عمليات دوام لري، چې تيره ورځ د وسله والو مخالفينو څخه يو شمېر سيمې پاکې او درې تنه تر شک لاندې کسان د يو عراده سراچه ډوله موټر او يو موټر سايکل سره يو ځای ونيول شول.
دغه راز په کوټ ولسوالۍ کې هم د مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي، چې تيره ورځ امنيتي ځوکونو د يادې ولسوالۍ په لاغرجو سيمه کې د وسايطو ضد دوه ماينونه مخکې تر چاودنې کشف او لمنځه يوړل.
سلامي ازښتونو،پښتنې دود او قومونو ته د درناوي په موخه د وژل شوي وسله وال طالب جسد مخورو ته ورکړل شو.
د ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي په لارښوونه د دې قوماندانۍ منسوبنیو له لورې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال د امنیتي منسوبینو له لورې وژل شوی وسله وال طالب د اسلامي ارزښتونو،پښتنې دود او قومونو ته د درناوي په موخه د کوز کونړ ولسوالۍ مخورو ته وسپارل شو.
د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤل سمونمل حضرت حسین مشرقیوال وویل، دوه ورځې وړاندې په کوز کونړ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر امنیتي پوسته برید وکړ،چې د نښتې پر مهال د یو قوماندان په ګدون ۵ وسله وال طالبان ووژل شول،چې د قوماندان جسد یې په سیمه کې پاتې و.
نوموړي زیاته کړه،د امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي په لارښوونه یې اسلامي ارزښتونو ته د پاملرنې،پښتنې دود او قومونو ته د درناوي په موخه یې یاد جسد نن د یادې ولسوالۍ مخورو ته وسپاره .
یو تن د ۲۲۰۰ متره ثانیه سوز فلیتو د لیږد په تور ونیول شو.
ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي سیمه کې پولیسو د پلټنې پر مهال په عراده سراچه ډوله موټر کې یوولس بنډله ثانیه سوز فلیته چې ۲۲۰۰ متره کیږي کشف او تر لاسه کړل .
د دې توکو د انتقال په تور د حفیظ الله په نوم یو تن هم نیول شوی،چې ترې نورې څېړانې جریان لري .