تر پراخ فرهنګي یرغل ور هاخوا د افغانانو اعدام، له کډوالو سره ناوړه چلند، په پولو کې د افغانانو وژل او بیا د سورېې جګړې ته د افغانانو استول هغه موارد دي، چې د افغانستان پر وړاندې د ایران ناوړه دریځ ترې څرګندیږي.

له طالبانو د ملاتړ زمزمه یې هم تېر کال ګرمه شوه؛ خو په افغانستان کې د ایران نفوذ ته په کتو له بېلا بېلو لارو ددغه معما د روښانتیا مخه ونیول شوه.

له شک پرته چې د افغانستان هیڅ ګاونډی په ځانګړي ډول پاکستان او ایران د خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان پر وړاندې خنډونه جوړوي، خو د ایران پر وړاندې د حکومت دریځ له کلونو راهیسې پڅ ښکاري.

پاکستان د یوه مضر ګاونډي په توګه اوس له هر افغان سره تعریف شوی هېواد دی؛ خو دا تعریف بیا د ایران په اړه واضح او یو نه دی او په دې برخه کې د حکومت سستوالی د یو اصلي لامل په توګه یادیږي.

په خپله د حکومت چارواکو څو ځله ادعا وکړه چې د لویدیځو ولایتونو په جګړه کې ایراني وسلې کاریږي او ایران طالبانو ته خوندي پټنځایونه ورکړي؛ خو د سپیناوي لپاره یې چا ګام وانخیست.

د سوریې په جګړه کې د افغانانو کارونه د ایراني اخوندیزم د ناروا یوه بله بېاګه ده، چې لا یې هم په اړه چا واضح ځواب نه دی غوښتی.

د ولسمشر غني د واک په لومړیو کې، کله چې ولسمشر ایران ته ولاړ نو د سفر ډيرې خبرې یې تر ننه را ونه وتلې؛ خو ځېنو سرچینو داسې خبرونه خپاره کړل، چې ایران د هلمند سیند په اوبو کې افغان حکومت نور هم ځوروي.

د هغه تړون له مخې چې په ۱۹۷۳ کې موسی شفیق د ایران له یوه وزیر میر عباس هویدا سره لاسلیک کړ ایران باید په هره ثانیه کې د هلمند سیند ۲۲ متره مکعبه اوبه په قانوني او بیا ۴ متره مکعبه اوبه د نیک نیت له مخې له دریو نقطو تر لاسه کړي؛ خو اوس هلمند سیند ۱۱۳ ځایه ټوټې شوی دی.

کال وړاندې مې د اوبو په اړه په یوه څېړنیز راپور کې ډیر نور څه هم وموندل؛ خو اوبو او بریښنا وزارت چارواکي تر هر څه له دې اندیښمن و، چې له یو لوری سیند ټوټې شوی او له بل لوري ایران هلمند سیند ته څېرمه سلګونه ژور څاګان کیندلي او د سیند د اوبو سطح یې کمه کړې، چې دا کار د نړیوالو اصولو خلاف دی.

د سلما بند چارې چې کلونه ځنډېدلې وې ډير کسان یې لامل ایران بولي او د کمال خان بند د جوړېدو پر وړاندې د ننګونو پیدا کولو ګوته هم ایران ته نیول کیږي.

خو ولې ددغه هېواد پر وړاندې زموږ د خلکو او حکومت تګلاره او پالیسي واضح نه شول؟

آیا اوس هم په کڅوړو کې ارګ ته یورو راځي او که د ایراني ملایانو کوډو کوم اغېز کړی ، چې د ایران له ناروا پرده نه اوچتیږي.

په دې هم پوهیږو چې کمزوری افغانستان په یوه وخت له څو هېوادونو سره نه شي لاس او ګریوان کیدای؛ خو د ناروا پر وړاندې د چوپتیا مانا له ځان سره د ناروا تکرار ته لار هوارول دي.

افغان ولس له د پاکستان او ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو او نړیوالو سره ښه او متقابل احترام پر بنسټ ولاړې اړیکې غواړي؛ خو یو اړخیز اقدامات به بلاخره غبرګونونه پاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *