تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل هیواد په کالنۍ دفاعي بودجه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره په کال کې نژدې ۵ ملیارد ډالره وړاندیز کړي دي.
په تېرو کلونو کې امریکا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره نژدې څلور نیم ملیارد ډالره بودجه لرله.
د ټرمپ حکومت د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوې پالیسي لا اعلان کړې نه ده خو وروستي پړاو ته یې رسولې ده.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د خپل هیواد نوې بودجه کانګرس ته وړاندې کړې ده.
د پوځي لګښتونو په برخه کې چې په افغانستان کې د امریکايي پوخیانو لګښتونه هم پکې شامل دي، زیاتوالی راغلی خو د امریکا بهرنۍ بودیجه کمه کړای شوې ده.
د امریکا د متحدو ایالتونو د ۲۰۱۸ کال په مالي بودیجه کې ۴۶ ملیارډه ډالر په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو عملیاتو ته ځانګړې شوې دي، خو دا بودیجه په دغه هیواد کې د اوسنیو امریکایي پوځیانو په حساب په پام کې نیول شوې ده. اوس په افغانستان کې۸۴۰۰ امریکایي پوځیان دېره دي.
د ولسمشر ډانلډ ټرمپ اداره غواړي چې افغانستان ته د دریو او پنځه زرو ترمنځ نور سرتیرې واستوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې بودیجه د هغې یوې برخه ده چې امریکا یې په پوځي ډګر کې بهر مصرفوي. په بهر کې د پوځي لګښتونو لپاره ولسمشر ټرمپ د ۶۵ ملیارډه ډالرو وړاندیز کړی دی.
په بهر کې د امریکا د متحد ایالتونو په پوځي بودیجه کې ۱۳ ملیارډه ډالر په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې د وسله والو د ځپلو لپاره شامل شوي دي، نژدې پنځه میلیارډه ډالر هم د اروپا لپاره ځانګړي شوې دي چې د اروپا لپاره نژدې یو نیم ملیارډ ډالر تر پخوا زیاتوالی ښیي.
ډانلډ ټرمپ د دفاع وزارت لپاره د ۵۲ ملیارډه ډالرو او د ټولې دفاعي بودیجې لپاره د ۵۴ ملیارډه ډالرو د زیاتوالي وړاندیز کړی دی. دا تر اوسنۍ بودیجې په سلو کې ۱۰زیاته ده.
د امریکا دفاع وزارت د ۵۷۴ اعشاریه پنځه ملیارډه ډالرو غوښتنه لري، دا بودیجه څلور اعشاریه شپږ فیصده د روان مالي کال تر بودیجې زیاته ده.