د ټولنیز ژوندانه یو بریالی اصل دادی چې یو څوک په ټولنه کې له نورو انسانانو سرې اړیکې او پیژندګلوي ولري ، د پیژندګلوۍ لرل بیلابیل ډولونه لري ، ځینې پیژندګلوۍ د کاراو کسب په اساس وي ځینې اړیکې د رشتې ،خپلوی ، قوم پالنې او خیلونو په اساس وي .
په نویو ځوانانو کې په هره برخه کې ژور بدلونونه رامنځ ته شوي دي ، د ځوانانو د علمي سطحې د لوړوالي او د ځوانانو د ذهني کچې د لوړوالي ، سفرونو ، د نورې نړۍ د خلکو او رواجونو په اړه پوهیدل او معلومات لرل موږ ته دا په ګوته کوي چې د ټولنې د هر قشر په خلکو کې مو بدلون راغلی دی .
موږ او تاسې په ټولنیزه رسنۍ فیسبوک کې د زیات شمیر کسانو د ډلیزو بنډارونو تصویرونه ګورو دوی اصلآ د حلقې په شکل یو بل پیژندلي دي
د مثال په ډول دوه کسان سره پیژني هغوی له ځانه سره بل کوم انډیوال لري کوم وخت چې پخواني انډیوالان سره یو ځای کیږي نو د نویو ورغلو کسانو پیژندګلوي هم کیږي .
دا پیژندګلوي کول وروسته یا په کلکه دوستی اوړي او یا هم همغه پیژندګلوي پاتې شي ، خو په کار داده چې په پیژندګلوۍ کې معیار وساتو .
ځینې خلک ډیر ژر له یو چاه سره اشنا کیږي او د خبرو ، کړو وړو او چلند انداز یې ډیر ژر له نورو سره عادي کیږي په یوې لیدنې سره یې چلند دومره عادي شي لکه د څوکالونو انډیوالي چې ورسره لري .
دا ډول خلک څو زیانونه ویني د مقابل اړخ په فکر کې بې پروا په نظر ورځي هوایي معلومیږي او ممکن دا ډول خلک دومره د اړیکو د ساتلو په کیسه کې هم نه وي .
انسان پیژندنه ډیر مشکل کار دی ، خو په کار ده د دوستی او ملګرتیا اړیکې له هغو سره وغځول شي چې په راتلونکي کې بیا د دوستی او ملګرتیا د بې وفایی درد ونه وینی .
دا معقوله او پرځای خبره ده چې له انسانانو سره په ورین تندي او انسانیت رویه وکړو خو دلته د یو شمیر خلکو د اختلاف لامل په لومړیو کې د پیژندګلوۍ د حد نه مراعت کول دي .
د مثال په ډول ډیری ځوانان یو له بل سره له نازه بچو بچو وایي که د ډیر عمر ملګري وي دا په دوی کې عادي ده ، خو که داسې وکړو چې له ځانه څخه مشر او د یوې ورځې په لیدو مو له کوم چاه سره بنډار دې حد ته ورسوه چې د بچوله کلمې او نورو نزاکتونو د ماتولو ورتیر شی،
کیدای شي ډیر خلک مو رد کړي او په زغرده درته ووایي چې ستاسره مې لیدلي دي او پیژنم دې خو دومره ازادانه بنډار موږ نه سره لرو چې دا وروسته په خفګان بدلیږي او د اړیکو د خرابیدو سبب کیږي .
که فکر کوی او وایاست چې له ملګرو سره چې دومره ازادانه بنډار ونه کړو نو له چاه سره به یې وکړی سمه ده خو پام مو وي چې ډیر خواږه ملګري د بنډار پر وخت یو له بله خفه شوي دي ښه خبره داده چې هر وخت مو نزاکتونه تر منځ وي .
پام به مو وي چې اکثریت خلک له انډیوالی او ملګرتیاوو ګیله لري ددې لامل همدا کیدای شي چې هغوی د یو بل تابیتونه ، شخصیتونه ، خوښې ، او عادتونه نه وي مطالعه کړي .
د ښو ملګرو لرل په ژوند کې ځانګړی ځای او ارزښت لري هڅه وکړی داسې ملګري او غوره پیژندګلوي ولری چې په راتلونکي کې مو د ژوند په ستونزو کې درسره مرسته وکړي .