تاند- د ملارسول اخوند ډله، چې د ملا هیبة الله اخوندزاده له ډلې سره په جګړه کې ښکېله ده، وايي چې له هغو کسانو سره مبارزه کوي چې د پاکستان او کفارو غلامۍ ته یې سر ټیټ کړی دی.
د ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال او ویاند ملا عبدالمنان نیازي رسنیو ته وویل چې په روان لمریز کال کې به د دوی طالبان د ملا هیبة الله ډله په افغانستان کې تصفیه کړي.
ده وویل، د ملا محمد رسول په مشرۍ طالبانو د افغانستان په ډېرو سیمو کې د هیبة الله د طالبانو پر مورچو حملې کړي او لا هم په ګڼو سیمو کې د دوی عملیات دوام لري.
ملا عبدالمنان نیازی ادعا کوي چې روان ۱۳۹۶ کال به په افغانستان کې د ملا هیبة الله د ډلې لپاره د فعالیت وروستی کال وي.
ده د هیبة الله د ډلې پر ضد د جګړې د علت په اړه وویل چې د هیبة الله ډله د پاکستان او کفارو غلامۍ ته سر تیټ کړی دی.
د ملا رسول ډله وايي، د ملا عمر د مړینې له اعلانه وروسته د طالبانو شورا ملا اختر محمد منصور مشر غوره نه کړ خو پاکستان پرې تحمیل کړ او وروسته ملا هیبة الله هم د پاکستان له لوري پر طالبانو وتپل شو.
ملا عبدالمنان نیازي په عین حال کې د هیبة الله له ډلې وغوښتل چې وسله پر مځکه کښېږدي او یا د ملا رسول تر مشرۍ لاندې طالبانو سره یوځای شي.
ملا عبدالمنان نیازي همداراز ادعا وکړه چې د افغانستان په لوېدیځ کې د دوی طالبانو اکثره سیمې د ملا هیبة الله له ډلې پاکې کړي دي.
نیازي د مثال په توګه د هرات د پښتون زرغون، اوبه او فارسي، د غور د دولینه، ساغر او شهرک یادونه وکړه.
ده وویل چې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو مشهور قوماندان فضل الاحد، چې ۲ زره طالبان یې تر قوماندې لاندې جنګېږي، ګومارل شوی چې د ملا هیبة الله کسان بې وسلې کړي.
د ملا هیبة الله او ملا رسول د ډلو ترمنخ له تېرو دوو کلونو راهیسې په ځلونو خونړۍ جګړې شوي خو عملاً د ملا هیبة الله ډله، چې له پراخ لوژیستیکي، مالي او اکمالاتي ملاتړه برخمنه ده، زوروره ښکاري.
له همدې کبله د ملا عبدالمنان نیازي دا ادعا چې په روان لمریز کال کې به د ملا هیبة الله ډله وځپي، ناشونې برېښي.
یوبل ته داړی جینګوی بیا یوبل داړی، خو خلک د سپی پټوکی کی لیوان ښه پیژنی… بوسلمان یم غلامی می کړی نه ده ههههههههههههههه