تاند- ګڼ کسان شکایت کوي چې په هغه شپه ښه خوب نه ورځي چې سپوږمۍ څورلسمه یا پنځلسمه وي او سپوږمۍ پوره ګرده وي.د سویس په بازل پوهنتون کې محققان وایي چې د بنیادم د خوب او سپوږمۍ د دوران تر منځ یې رابطې ته پام شوي دي.
د خوب او د سپوږمۍ د شکل تر منځ د رابطې د معلومولو لپاره د بازل پوهنتون د اعصابو د متخصص پروفیسر کرسچین کاجوکین په مشرۍ د ماهرانو یوې ډلې دېرش کسان تر مطالعې لاندې ونیول. دغه کسان چې ویده وو، ډاکترانو یې د مغز وضعیت، د سترګو حرکات او د هورمونونو ترشحات وځېرل او دا یې معلومه کړه چې ان په اوسنۍ زمانه کې چې امکانات خورا زیات دي او انسان د تېرو زمانو برعکس، د طبیعت تر ډېر اغیز لاندې نه دی، خوبیا هم د سپوږمۍ شکل د بنیادم په خوب باندې اثر پرېباسي. د دې څېړنې نتایج ښیي چې د سپوږمۍ شکل هم د خوب په کمیت او هم کیفیت باندې اثر اچوي.
کله چې سپوږمۍ پوره ګرده وي، د مغز د هغه ځای فعالیت دېرش فیصده کمېږي چې له ژور خوب سره تعلق لري.
دغه راز د څورلسۍ او پنځلسۍ په شپو کې بنیادمانو ته په متوسط ډول پنځه دقیقې ناوخته خوب ورځي او په مجموع کې یې خوب شل دقیقې تر نورو شپو کم وي.
د خوب او د سپوږمۍ د شکل او دوران تر منځ د رابطې په اړه دې څېړنې دا هم وښودله چې کله سپوږمۍ پوره ګرده وي، نو د بنیادم په بدن کې میلاتونین هورمون کمېږي. دغه هورمون د خوب او بیدارۍ د دوران تنظیموونکی دی.