لیکوال: هاشم وحدتیار

ژباړه: بسم الله پښتونمل  –  

په سیمه کې د داعش د نفوذ پراختیا او د طالبانو نوي سیمه ییز ملګري، هغه مهم ټکي دي چې باید د امریکا متحده ایالات یې د خپلې نوې تګلاري پر مهال په پام کې ونیسي.

داسی اټکل کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په روانه اونۍ کې د شمالي اتلانتیک د تړون ( ناټو) د غړو هیوادونو د مشرانو سره د بروکسل په ګډه ناسته کې د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره څرګنده کړي، داسي ښکاري چې افغانستان ته د څو زره نورو پوځیانو لیږل هم د دغې نوې ستراتیژۍ برخه ده. له یوه لوري دا د کابل له پاره ښه خبر دی، ځکه سره له دې چې ولسمشر ټرمپ د خپل اوږده ټاکنیز کمپاین پر مهال ډير لږ د افغانستان په اړه یادونې لرلې خو د پوځیانو په لیږلو سره دغه هیواد یو ځل بیا د نړیوالې پاملرنې او ژمنتیا په مرکز بدلیږي، له بلې خوا دغه کار اسلام اباد ته د خبرداري په مانا دی ځکه دوي غوښتل چې بهرنیان دي له افغانستانه ووزي خو اوس به وپوهیږي چې امریکا په افغانستان کې پاتیږي او د کابل ملګرتیا ته دوام ورکوي، د ځواکونو په ډیرښت سره دواړو کابل او واشنګټن ته د دې موقع په لاس ورځي چې په افغانستان کې له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په ګډون د  سیمی لوبغاړو حرکتونه هم کنترول کړي.

روانو حالاتو ته په کتلو سره امریکا باید لاندي پنځي ستراتیژیک لومړیتوبونه  په نظر کې ولري تر څو په افغانستان کې بریا ته ورسیږي.

  • د ملي امنیتي ځواکونو پیاوړتیا او اصلاحات، دغه چاره تر روزنې ور هاخوا تجهیزاتو ته هم اړتیا لري:

متحده ایالات نشي کولی چې تر دې زیات په افغانستان کې د پولیسو رول پر مخ یوسي، دا هم یقیني ده چې دوي د بې پایانه ترهګرۍ پر وړاندي چې له القاعدې را نیولې تر طالبانو، د حقانې شبکه، د داعش د خراسان څانګه او په شمالي ولایتونو کې د ازبکستان اسلامي تحریک پکې شامل دي په افغانستان کې ګزمې وکړي، خو برعکس دا اسانه ده چې د دغو تهدیدونو پر وړاندي د امریکا او ناټو له ملاتړه د برخمنو افغان ملي دفاعي ځواکونو له لاري د اوسنیو او راتلونکو ننګونو مخه ونیول شي.

له تیرې یوې لسیزي راهیسې نړیواله ټولنه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې کارونه پر مخ وړي خو لا هم دغه سرتیري له درنو وسلو او پرمختللي هوايي ځواک څخه بې برخي دي، په افغانستان کې د پیاوړي او غیري سیاسي پوځ شتون ډیر زیات موثر دي، وسله وال مخالفین د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره غواړی مړه شیخو د افغان ځواکونو قوماندانان په فساد کې ښکیل دي او ځکه یې د سرتیرو جنګي روحیه کمزورې ده، هره ورځ د امریکا له ملاتړه برخمن افغان ځواکونه د طالبانو سره د جګړې په ترڅ کې وژل کیږي متحده ایالات باید چې دغه ځواکونه په درنو وسلو او نورو پرمختللو جګړییزو تکنالوژيو سمبال کړي، د افغان هوايي ځواک تقویه هم د تلفاتو او مرګ ژوبلې پر را کمولو تاثیر درلودلی شي.

  • د نشه يي توکیو مخنیوی، ځکه په دې پيسو د طالبانو جنګي ماشین چلیږي:

افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو لومړی تولیدونکی هیواددی، د نړی ۹۰ سلنه تریاک له دغه هیواده صادریږي، په تقریبي ډول  په کال کې د دغو تریاکو د کار وبار اندازه تر ۶۸ میلیارډه ډالرو پوري رسیږي په ۲۰۱۶ کال کې د تریاکو د تولید کچه ۴۳ فیصده لوړه شوه، طالبانو ته په کلني ډول د تریاکو له تجارت څخه تر ۴۰۰ میلونه ډالرو پوري پیسې په لاس ورځي دغه عواید تر ډیره له نا ارامو سویلي ولایتونو لکه هلمند، کندهار او نیمروز څخه طالبان ټولوی، دغو پيسو د طالبانو له خوا د را پيل شوي څه باندي لس کلنې جګړې حالات تر خطرناکه کچې پوري خراب کړي دي، نن سبا د طالبانو د تمویل څلویښت فیصده پیسې د نشه يي توکیو له لاري برابریږي او ځکه نو دوي کولی شې چې له افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره په ښه ډول خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د مخدره موادو تجارت نه یواځي له مالي اړخه طالبان پیاوړي کوي تر څنګ يې د دوي سیاسي ملاتړ هم زیاتوي، له دوي سره د سیمه ییز جګړه مارو، قاچاق وړونکو او هغه عادي ځوانانو چې د کوکنارو په کروندو کې د ورځې د څلور ډالره مزد په مقابل کې کار کوي د مرستې سبب ګرځی.

دا چې د طالبانو او نشه يي توکیو تړاو له یو بل سره مخ پر ډیریدو دی نو د مخدره موادو پر وړاندي مبارزه هم باید له طالبانو سره د جګړې نه بیلیدونکې برخه وګرځول شي، تر هغه وخته چې د ترهګری سره د مبارزې په لړ کې د نشه يي توکیو مخنیوي ته لومړیتوب ورنه کړل شي روانه جګړه به دوام ولري.

  • د فساد پر ضد مبارزه:

د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پراخ فساد موجودیت د وسله والو یاغیانو پر وړاندي د روانې جګړې د بریالیتوب ستر خنډ دی، افغان ولسمشر اشرف غني نشي کولي هغه حکومت په ښه ډول اداره کړې چې په فساد ککړو کسانو پکې ريښې کړې، د دغه مشکل له منځه وړل ځواکمنه سیاسي اراده او د نړیوالې ټولنې قوي فشار ته اړتیا لري.

د ولسمشر غني د هڅو سره سره افغانستان د نړیوال شفافیت د ادارې له خوا د خپاره شوي لست په لړ کې دریم تر ټولو ناوړه ځای لري،  نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې د تدارکاتو کمیسیون رامنځ ته کړ او مشري يې هم پخپله کوي، په ۲۰۱۶ کال کې یې يو بل کمیسیون هم ایجاد کړ تر څو د دولت په لوړو پوړیو کې موجود فساد له منځه یوسي.

په امنیتي ادارو کې فساد تر ټولو ناوړه پایلي لري، د مسلح افغان ځواکونو په لیکو کې موجود فساد د ترهګری پر وړاندي د روانې جګړې موثریت او چمتوالی تر سوال لاندي راولي او پدې توګه د امریکا او ناټو هڅې په مستقیم ډول زیان ویني.

  • له پیاوړي موقف څخه د سولې د هڅو زیاتوالی:

له طالبانو سره د سولې لاره پر اسلام اباد تیریږي ځګه هغه ځواک چې د طالبانو او کابل تر منځ د خبرو اترو او سولې ته د رسیدو په لاره کې خنډ ګرځي پاکستان دي. د طالبانو مشران او د دوي کورنۍ په پاکستان کې میشتې دي او پدې توګه له افغان دولت سره د دوي د مذاکراتو واک او ځواک را محدود شوی، مخکینی افغان ولسمشر حامد کرزي په پر له پسې توګه اسلام اباد ته سفرونه وکړل او هڅه یې وکړه پاکستان قانع کړي چې طالبانو ته له کابل سره د سولې اجازه ورکړي خو ونه توانید، له کلونو جګړو او میلیونونو ډالرو د بې ځایه مصرف باوجود د پاکستان له ملاتړه برخمن طالبان په افغانستان کې د حکومت او نړیوالې ټولنې خلاف خپل جنګ ته دوام ورکوی، د دې لپاره چې طالبان د سولې د خبرو لپاره اماده شي په کار ده چې د امریکا متحده ایالات پر پاکستان فشار زیات کړي او پدې توګه له قوي موقف څخه ورسره خبرې وشي.

  • بالاخره باید د پاکستان په اړه نوې کتنه وشي چې دوست دی که دښمن؟

په تیره لسیزه کې پاکستان وتوانید چې له تروریزم سره د جګړې په نوم د امریکا له متحده ایالاتو پیسې او نور ملاتړ تر لاسه کړي، خو په عین وخت دا هم څرګنده ده چې دغه هیواد د تش په نوم له ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ د طالبانو مشران او د کویټې شورا چې د څه باندي ۲۳۰۰ امریکايانو په  وژلو کې مسوول دي خوندي ساتلي دي، که د پاکستان مرسته ورسره نه وي طالبان یوه میاشت هم نشي پاتي کيدای.

له اسلام اباد سره د خبرو لپاره باید امریکا واضحه ستراتیژي او قاطع دریځ ولري او دا معلومه کړي چې ایا په افغانستان کې د یاغیانو پر خلاف پاکستان ملګری دی؟ واشنګټن باید د پاکستان له پوځي ادارو وغواړي چې په پاکستان کې د یاغیانو مرکزونه، روزن ځایونه، د درملنې د مرکزونه او پټنځایونه له منځه یوسي، یواځې جدي اقدامات کولی شي د تروریزم پر ضد د پاکستان صداقت او رښتنولي ثابته کړي.

د مقالې انګریزي بڼه:

http://thediplomat.com/2017/05/5-strategic-priorities-in-afghanistan-that-donald-trump-should-consider-before-the-nato-summit/

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *