تاند- پاکستان وايي چې د چمن – سپین بولدک لاره یې له ۲۰ ورځو وروسته نن /شنبه/ د روژې د میاشتې په خاطر پرانیسته.

د پاکستان د پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دا لار د روژې د مبارکې میاشتې او د افغان چارواکو په غوښتنه پرانیستل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي«دا لار اوس د ټولو ترافیکو پرمخ خلاصه ده.»

د چمن – سپین بولدک لار د مې په پنځمه نېټه د سپین بولدک په لقمان او نظر کلیو کې د دوو هیوادونو د سرحدي ځواکونو له نښتې وروسته بنده شوه.

په نښته کې ۱۱ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ۴۶ نور ژوبل شول.

پاکستان ادعا کوي چې دواړه کلي یې اوس په کنټرول کې دي او سرشمېرنه یې پکې کړې ده. خو د پاکستان ادعا د سیمې اوسېدونکي او افغان چارواکي نه تاییدوي.

پاکستان په فبرورۍ کې هم د سپین بولدک – چمن لار بنده کړې وه.

پاکستان په ځلونو پر افغانستان د اقتصادي فشار لپاره سرحدي لارې بندې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *