تاند- په جنوبي سالنګ کې د یوه موټر د چپه کېدو له کبله ۱۴ سپرلۍ مړې شوي او یو تن ژوبل دی.

دا پېښه نن /شنبه/ مازدیګر د پروان ولایت د سالنګ ولسوالي په اورتي دره کې هغه مهال وشوه چې د سپرلیو موټر له سړکه واوښت او سین ته ولوېد.

د سالنګ ولسوال رسنیو ته وویل چې د پېښې په قربانیانو کې ۶ ماشومان او ۶ ښځې دي.

ویل کېږي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

تراوسه پورې د پېښې اصلي علت نه دی څرګند خو ګومان کېږي چې چلوونکی موټر تر لازم سرعت تېز چلاوه.

د سالنګ لار، چې د افغانستان د شمال او جنوب یوازینۍ مهمه ارتباطي لار ده په ژمي کې ډېر ځلې د زیاتو واورو د اورېدو له کبله بندېږي او ترافیکي پېښې هم پکې زیاتې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *