عبدالکریم خُرم

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې چې په کور دننه له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، ان چې کله کله يې خبره د استیضاح تر سرحده رسېږي، د روانې عیسوي میاشتې په ۲۱مهنېټه یې خپل لومړنی بهرنی سفر ریاض ته ترسره کړ. نوموړي هلته د عربي او اسلامي نړۍ او امریکا په ګډه غونډه کې برخه واخیسته. ټرمپ د کم و زیات پنځوسو هېوادونو مشرانو ته چې له تروریزم سره د مبارزې تر عنوان لاندې راغونډ شوي وو، وینا وکړه.

له ورایه ښکارېدل، هغه څه چې د ډونالډ ټرمپ په وینا کې رانغښتل شوي وو، د ده د کلتور له سویې او د ده له کاواکه کورني موقعیت څخه اوچت وو؛ یعنې د امریکا د متحده ایالاتو د ژور دولت د نظریاتو او پلانونو ښکارندویي یې کوله.

ټرمپ د اسلامي نړۍ په هکله له مهم پیغام او د وسلو د خرڅلاو له یو غټ قرارداد سره سعودي عربستان ته ورغلی و چې دواړه به یې د منځني ختیځ، اسلامي نړۍ او طبعاً زموږ پر راتلونکې مهم اثرات ولري.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور ريیس غونډې ته وویل چې تروریزم د اسلامي ټولنو زېږنده ده او د مبارزې دنده یې هم د مسلمانو هېوادونو بلل کېږي، خو نوموړي په دې برخه کې د مرستې کولو وعده هم وکړه. د ۱۱۰ میلیاردو ډالرو په بیه د وسلو د خرڅلاو قرارداد چې امریکا به یې پر سعودي عربستان پلوري او د داعش ضد ايتلاف ته د پاکستاني پوځ پخواني مشر د قوماندان په توګه ټاکل کېدل په ډاګه کوي چې امریکایي مرسته به څه بڼه ولري.

د ټرمپ له وینا داسې انګېرل کېږي چې منځنی ختیځ به حد اقل پر دوو برخو وېشل کېږي. یوه برخه به له عراق، سوریې، یمن او دې ته ورته هېوادونو څخه جوړه شوې وي چې د جګړې اور به په کې بل وي او د ټولې نړۍ جنګیالیان او یاغیان به په کې حکم چلوي او بله برخه به هغه بډای هېوادونه وي چې د دې جګړې له اور څخه د ځان ساتلو لپاره به تر پخوا لا زیات پر امریکا متکي وي او د امن د جزایرو په توګه به هڅه کوي چې د جګړې څپې یې لاندې نه کړي.

دغه بډای هېوادونه به په دوامداره توګه د امریکا او د هغې د متحدینو وسلې پېري او د ټرمپ په وینا به د هغوی په هېوادونو کې د فابریکو د چالان ساتل کېدو او د کار د ایجاد باعث ګرځي. په دې توګه به د مسلمانو هېوادونو سرمایه د امریکايي پانګوالو جېبونو ته لوېږي، پرته له دې چې څوک وپوښتي د داعش ټپي شوي جنګیالیان ولې په اسرايیلو کې تداوي کېږي او امریکا ولې په وار وار د داعش غړوته له هوا وسلې راغورځوي.

ټرمپ د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ د کرښې له راکاږلو سره دا وښوده چې په راتلونکي کې به په مسلمانه نړۍ کې د سني-شیعه لانجه هم د دولتونو او تر دولتونو را ښکته سطحه کې یوه دوامداره شخړه وي. ټرمپ ریاض ته تر سفر د مخه پر ایران د هغو نرمو شوو تعزیراتو له تشدیدولو ډډه وکړه چې کال یې پوره شوی و. له دې ښکاري چې امریکا به هڅه وکړي د ایران او عربي هېوادونو ترمنځ د قوت تعادل تر ډېره حده وساتل شي او هېڅ لوری د دې توان ونه مومي چې پر بل غلبه ترلاسه کړي، څو شخړې او جنګونه دوامداره بڼه خپله کړي.

د منځني ختیځ د جګړې او د داعش په واسطه له بل شوي اور څخه خلیجي ماړه هېوادونه او امریکا او اروپايي متحدین یې بله ګټه هم اوچتوي.

د افغانستان د جهاد په ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو او عربي شتمنو هېوادونو په پېښور کې د عبدالله عزام «مکتب الخدمات» له لارې هغه عرب ځوانان چې د اسرايیلو سلطې یې په وجود کې اسلامي جذبات را پیدا کړي وو، د افغانستان جهاد ته استول. دغه ځوانان پرې نه ښودل شول چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته خپلو کورونو ته وروګرځي، هماغو سرګردانه ځوانانو وروسته القاعده سازمان رامنځته کړ. اوس پر دغو جنګیالیو سربېره له لویدیځې اروپا څخه زیات شمېر ځوان مسلمانان عراق او سوریې ته د «مقدسې جګړې» لپاره تللي.

د لوېدیځو معتبرو منابعو او تحقیقاتي مراکزو د څېړنو پر اساس له فرانسې، جرمني او برېټانیا څخه زیات شمېر مسلمان ځوانان سوریې او عراق ته تللي او هلته د داعش په لیکو کې جنګېږي. د نفوسو په تناسب له بلژیک څخه تر ټولو زیات مسلمان ځوانان د داعش په لیکو کې په منځني ختیځ کې جنګېږي. د دغو جنګیالیو شمېر زرګونو ته رسېږي (د یوې څېړنې پر اساس تر کال ۲۰۱۶ پورې ۴۳۰۰ تنه وو) جالبه دا ده چې په دغو جنګیالیو کې د هېوادونو په تفاوت له ۶ څخه تر ۲۳ سلنې پورې هغه ځوانان دي چې په خټه اروپایان دي او نوي مسلمان شوي. په دې جنګیالیو کې یوه وړه فیصدي داسې ځوانان هم شته چې روحي او رواني ستونزې لري.

خلاصه دا چې عربي-خلیجي ماړه هېوادونه نه غواړي تندلاري شوي ځوانان یې بېرته کورونو ته وروګرځي او اروپايي هېوادونو د سوریې او عراق د جګړې ډګرونه د خپلو ځوانو تندلارو مسلمانانو لپاره د وژل کېدو تر ټولو ښه ځای بللی او په دې توګه له هغه نسله ځان خلاصول غواړي چې د دوی د ټولنیز نظام او استعماري سابقې زېږندهدي.

خو افغانستان ته د ریاض د غونډې او د ټرمپ د وینا احتمالي نتایج کوم دي؟ متأسفانه په افغانستان کې د تروریزم خلاف د امریکايي مبارزې نتیجه د تروریزم تقویت او د داعش زېږېدل دي.

د افغانستان جګړه به د امریکا د نوې تګلارې پراساس نوره هم پراخه او دوامداره شي او د منځني ختیځ له جګړې سره به یې تړاو زیات شي.

د ریاض په غونډه کې د ټرمپ له خوا په سني او شیعه د مسلمانانو وېشل او د دښمن او د تروریزم د حامي په توګه د ایران مطرح کول کولای شي په افغانستان کې چې ایران یې مهم ګاونډی دی، د داسې تحریکاتو پیلامه شي چې ایران یې خپل ملي امنیت ته ګواښ وګڼي.

په افغانستان کې همدا اوس هم د ټولې نړۍ د تروریستانو نمونې شته چې د امریکا په مرسته پاکستان روزلي او دلته یې رالېږلي دي. دا چې د ټرمپ په وینا کې پاکستان ته د تروریزم د حامي په توګه حتی اشاره نه کېږي، په ډاګه کوي چې پاکستان به په روانه لوبه کې خپل نقش وساتي.

په افغانستان کې د جګړې له دوام او د تروریزم له تقویې څخه د امریکا هدف د چین، روسیې، ایران مهارول او د مرکزي اسیا لاندې کول دي. دغه هدف لا نه دی ترلاسه شوی خو کار په شدت ورته روان دی. د همدغه هدف د ترلاسه کولو لپاره له امریکا سره د امنیتي تړون ترلاسلیک کېدو وروسته امریکا او پاکستان پر لوی وزیرستان د افغانستان د بدلولو پروسه پیل کړه، د همدغه سیاست نتیجه ده چې زموږ ولسمشر وايي په افغانستان کې تر شلو زیاتې تروریستي ډلې فعالې دي.

افغانستان د امریکا په حضور کې او له دغه هېواد سره د امنیتي تړون له منلو وروسته د پاکستان د ډول ډول تېریو هدف وګرځېد. افغانستان د امریکا د دوستۍ تر سیوري لاندې د پاکستان پر وړاندې دومره کمزوری شوی چې په تاریخ کې یې ساری نشته او علت یې دا دی چې پاکستان د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره د امریکا د ستراتيژیکو پلانونو په پلي کولو کې خدمت کوي.

تر هغه ځایه چې په افغانستان پورې اړه پیدا کوي، د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ګټې په حاضر وخت کې یو له بل سره په تضاد کې واقع دي. د افغانانو لپاره ملي منفعت سوله او د جګړې بندېدل دي ځکه چې هېواد یې د ورانۍ پر لور روان کړی خو د امریکایانو لپاره د جګړې دوام او د ګډوډیو پراخېدل باعث کېږي چې د برژینسکي په اصطلاح له چین او روسیې د بحران تاو شوې حلقه تکمیله شي او ایران ته هم لانجې راپیدا شي.

تر هغه وخته چې د افغانستان حکومت په پټو سترګو د واشنګټن متابعت ته دوام ورکوي، همدا جګړې او بحران به په هېواد کې دوام لري او د امریکا دوستي به د سولې او پرمختګ پر ځای جګړې او ورانۍ د افغانانو پر نصیب کړي.

په ریاض کې د ټرمپ وینا او اسلامي نړۍ ته یې تجویز شوې نسخې وښودل چې منځنی ختیځ، افغانستان او په مجموع کې مسلمان هېوادونه دې د امریکا په دوستۍ کې ژر د ارامې د راګرځېدو تمه نه کوي.

2 thoughts on “د ریاض غونډه، د ټرمپ وینا او موږ ته یې نتایج”
  1. گرانو لوستونکو
    السلام علیکم ورحمة الله
    د روژې سپېڅلې میاشتې مبارکي درته وایم.
    د خُرم صاحب د لیکنې په لوستلو زیات خواشینی شوم، او له ناست ملګري سره مې د لاندې ټکو لیکلو ته لېچې راونغښتې:
    • خُرم صاحب په ملک دننه د دغې تورې لوبې اصلي بنسټ چا د امریکا لپاره ښه په اخلاص کېښود؟ دا کرزی، ته او سپنتا نه وي چې دغه ټول څه مو په افغان بېوزله ولس ترسره کړل؟
    • د اسلام، مسلمانانو، دین، هېواد او ملت پالنې ترشعار لاندې مو د حزب التحریر له منشور سره سمه داسې لوبه د امریکایانو لپاره ترسره نکړه چې کلونه کلونه به افغانان په کې سوځي؟
    • د داعش او له دې انسان خورو مخکې د نورو ترهګرو لپاره د زمينې په مساعدولو کې د کرزي، ستا او سپنتا مخالفې قطعې ولې د لوي امریکایې هدف لپاره یوشان کارېدلې، چې نن بیا له هماغه درده ته ژاړې؟
    • داسلامي امت، عربي نړۍ او بشري ټولنې به خاورې په سر وي چې ستا په شان شرمخان مشري کوي، له یوې خوا بلا پیلوي او له بلې خوا بیا له یادې بلا سرټکوي!!!
    • بس یوه خبره باندې به ټولې موضوع ته د پای ټکی کیږدو: خدایه! هر هغه څوک چې زمونږ ولس د هرشعارپه کارولو سره په ویر او ماتم کېباسي، الله جل جلاله دې هغه تباه، هلاک او رسوا کړي… آمین

  2. د امریکا کانګرس ددې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ وربللی چې را روانه اونۍ د هغه د استیضاح اړوندو استماعیه غونډو په یوه ناسته کې ګډون وکړي.

    دوی ولسمشر ټرمپ دعوت کړی چې د ډسمبر پر څلورمه نېټه ددوی غونډې ته ورشي.

    د امریکا د ولسي جرګې د قضائیه کمېټې مشر جېروډ نډلر ویلي، ټرمپ کوای شي چې د دوی په غونډه کې ګډون وکړي یا دې د ده په اړه د څېړنو پر بهیر نیوکې ودروي.

    په دغو غونډو کې به له ولسمشرۍ د ښاغلي ټرمپ د لیرې کولو لپاره په قانوني دلايلو بحث وشي.

    ښاغلي ټرمپ سرټکولی چې تېره اونۍ د ولسي جرګې د استخباراتو د کمېټې په غونډه کې يې حقوقي ډلې ته د ګډون فرصت نه و ورکړل شوی.

    که ښاغلی ټرمپ په دغه غونډه کې ګډون وکړي، کوای شي د نوموړي د استیضاح پلټنو کې له شاهدانو پوښتنې وکړي.

    ښاغلی ټرمپ تورن دی چې د جو بایډن او د هغه د زوی په هکله د پلټنو لپاره یې پر اوکرایین د فشار اچولو لپاره دغه هېواد ته امنیتي مرستې وځنډولې.

    وړاندې د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پیلوسي ویلي، د ولسمشر ټرمپ پرضد د علني اورېدلو ناستې په تړاو داسې ثبوتونه شته چې ټرمپ له اوکرایین سره د معاملې د بډو په جرم کې ښکېل دی.

    پیلوسي ټرمپ په یوه داسې سرغړونه تورن کړ چې په وینا یې له دندې پرې ګوښه کېدای شي.
    دې خبریالانو ته وویل: “بډې دا دي چې د یوه جعلي تحقیق او اجازې پروړاندې پوځي مرستې ودروې او یا اجازه ورکړې. ولسمشر چې څه منلي او وايي په دې کې کومه خبره نه شته، دا په اصل کې یوه تېروتنه او بډې دي.”

    د پټو دروازو ترشا د ولسمشر ټرمپ د ټلیفوني خبرو په اړه څو اونۍ له شاهدانو سره مرکې شوې او له هغې وروسته تېره اونۍ د جرګې د استخباراتو کمیټې د دوه اوونیو لپاره د ټرمپ د قضیې په اړه د عامو خلکو د نظر اورېدو بهیر پیل کړ.

    ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ رسمي ټوېتر کې د ویډیو خپرولو سره د استیضاح پلټنې “د امریکا سیاسي تاریخ کې تر ټولو لویه ټګي برګي” بللې وه.

    د استخباراتو د کمېټې ډیموکرات رییس ادم شیف ویلي، کمېټه د استخباراتو او بهرنیو چارو په برخه کې د څېړنو مشري کوي. دوی اوس په خپل رپوټ کار کوي او تمه ده چې د ډسمبر پر درېمه نېټه خپور شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *