ننګرهار والي د تکواندو او بدن ښکلا اتل لوبغاړو ته مډالونه ورکړل
سلاکار وزير او ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل د دې ولايت د تکواندو او بدن ښکلا فدراسيونونو يو شمېر هغه لوبغاړي، چې په بېلابېلو وختونو کې یې په سياليو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړي و په مډالونو ونازول.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل يادو لوبغاړو سره جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د تېرې جمعې په ورځ د ناستې پر مهال د دوی ستاينه وکړه او ځوانان يې سپورت ته وهڅول .
ده زياته کړه، لوبغاړي د ملي یو والي سفیران دي،دوی نړۍ ته د افغانستان د سولې پيغامونه لیږدولي او همېشه یې د نړۍ په هره برخه کې د افغانستان نوم روښانه کړی دی.
ننګرهار والي وويل:(( کله، چې د لوبغاړو له اتلولۍ خبريږم او يا يې په تلويزيون کې وينم؛ نو له ډېرې خوښۍ مې له سترګو اوښکي بهيږي.))
هغه ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې چمتو دی؛ څو په ټولو برخو کې له دوی سره مرسته وکړي.
د دغه ناستې پر مهال د تکواندو، بدن ښکلا لوبغاړو او د لوبو فدراسيونونو مسئولينو ته چې په وروستیو سياليو کې له ځانه وړتيا او اتلولي ښودلې وه د ننګرهار والي له لوري مډالونه ورکړل شول او د تکواندو، بدن ښکلا او بوکسنګ فدراسيونو پياوړي استادان په ستاينليکونو وستايل شول.
ننګرهار والي وایي د لوبو له امله همېشه د افغانستان نوم روښانه شوی دی .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وایي د بېلابېلو لوبو په ځانګړي ډول د کرکټ او فوټبال له امله د افغانستان نوم په نړۍ کې روښانه شوی دی او همدا لامل دی، چې د دې هېواد هر ملي لوبغاړی د ولسونو په زړونو کې ځای لري .
نوموړي دغه څرګندونې د ورزشي خبریالانو فدراسیون په نوم د لوبو په برخه کې د ننګرهار ولایت مقام د هلو ځلو او همکاریو په موخه د ستاینې په موخه جوړه شوې غونډه کې وکړې .
د دې غونډې پر مهال د یاد فدراسیون عمومي مشر سایرځلاند او د پنځو زونونو مسؤل قرار عزیزي په وروستیو کې د لوبو په برخه کې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د هڅو ستاینه وکړه .
دوی زیاته کړه،د بېلابېلو لوبو لوبغاړو سره ناستې،دوی سره مرستې ترسره کول، لوبې برابرول،د لوبو له لارې اړمنو ته مرستې را جلبولو او د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کرکټ نړیوال لوبغالي چارې پیل کول هغه څه دي،چې په وروستیو کې د ننګرهار والي له لورې ترسره شوي دي .
یادو مسؤلینو د همدې کړنو له امله ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ته د فدراسیون عالي نښان ورکړ او په راتلوونکو کې یې لوبو،لوبغاړو او سپورټي خبریالانو ته ترې د ځآنګړې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د دې غونډې پر مهال قومي مشر حاجي حیات خان او د لوبغاړو په استازۍ استاد زمري په دې ولایت کې لوبو ته د پرمختګ په موخه د جمنازیوم د جوړیدو،لوبغالو د زیاتیدو او یو شمیر نورو برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپلو خبرو پر مهال وویل،ننګرهار د نورو برخو ترڅنګ د لوبو ویاړلی ټاټوبی دی او د نړۍ په کچه تر ټولو ستر نوم ګټونکی د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې زیږیدلي او د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان دی .
هغه زیاته کړه، لوبغاړي افغانستان ته ویاړونه راوړي،لوبغاړي د ملي یووالي سفیران دي،دوی نړۍ ته د افغانستان د سولې پيغامونه لیږدولي او همېشه یې د نړۍ په هره برخه کې د افغانستان نوم روښانه کړی دی .
ده د ورزشي خبریالانو فدراسیون څخه مننه وکړه،چې د لوبو په برخه کې يې د نوموړي د کړنو قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه،چې په دې ولایت کې به د لوبو په برخه کې ټول ظرفیتونه وروزي،ترڅو په ملي کچه ننګرهار او په نړیواله کچه افغانستان ته ویاړونه راوړي .
د دې غونډې په څنډه کې چې د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان،پوهنې رئیس استاد الله داد اسماعیل زي او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود،یو شمیر ځوانانو،مدني فعالانو،د فدراسیونونو مسؤلینو او یو شمیر نورو ته هم مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.
د مبارکۍ پيغام
د نېکمرغۍ او ثوبونو د میاشتې د رارسېدو له امله ټول اسلامي امت ته دزړه له کومې مبارکي وايم.
الله ج دې وکړي،چې په دغه میاشت کې په پوره اخلاص عبادات ترسره کړو او د ټولو طاعات ، عبادات،رياضتونه، روژې ، تراويح ، فرائض اونوافل د پاک رب ج په دربار کې قبول او زموږ د بخښنې لامل وګرځي .
امين
د دې مبارکو ورځو شپو له برکته چې الله ج په کې د خپلو بنده ګانو د دعا او زاريو د قبلېدو ژمنه کړې، دعا کوو چې الله ج دې زموږ ګران افغانستان له جنګ او جګړو خلاص ،پرمختللى ، اباد، هوسا او سوکاله وګرځوي .
الله ج دې موږ ټولو ته ملي يووالى سرلوړي،دورورۍ او وحدت په فضا کې ارام ژوند ، بشپړ امنيت اوښېرازي راپه برخه کړي .
موږ نن سبا په ډېرو حساسو شېبو کې قرار لرو او له ډېرې سختې ازموينې سره مخ يو، راځئ چې دزړه له اخلاصه دعا وکړو چې الله ج دې موږ د دوزخ له اور څخه خلاص او د قرآن کریم دنزول د دې مبارکو شپو چې ليلة القدرهم په کې ده، په خاطر زموږ پر حال ورحمېږي او د خپل لطف او کرم له مخې دې په دې ستره ازموينه کې موږ بريالي کړي .
الله دې زموږ اولس د دغه مبارکې میاشتې له امله د ټوپک او باروتو پرځاى علم ، عرفان، پرمختګ سوکالي،مينه او محبت نصيب کړي .
او الله دې توفيق راکړي چې په ګډه د خپلو شهيدانو ، کونډو ،يتيمانو او بېوزلو ارمانونه پوره، ارزوګانې ترسره،او يو پرمختللى اسلامي هېواد جوړکړو.
ورونو او خویندو !
راځئ چې د دې شهيدانو له کورنيو ، معيوبينو بېوزلو او ګاونډیانو سره په خپلې مرستې دوى ته هم د روژې هر ماښام اختر وګرځو او دوی ته هم د خوښیو زمينه برابره کړو،ترڅو د شهيدانو ارواوې مو په قبرو کې خوشحاله کړي وي،د معلولینو،بې وزله او ګاونډیانو حق مو هم ادا کړی وي .
دهمدې ورځې په هيله
یو خل بیا د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله درته مبارکي وایم
درنښت
محمد ګلاب منګل
په قبایلو او سرحدونو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او ننګرهار والي
د دولسم ټولګیو شاوخوا ۵ زره فارغو ځوانانو څځه د کانکور ازمایښتي ازموینه واخیستل شوه .
په ننګرهار ولایت کې د الفلاح پوهنتون په تخنیکي او مالي مرسته د مثبت بدلون ټولنې له لورې د دې ولایت د دولسم ټولګیو شاوخوا ۵ زرو فارغانو څخه د کانکور ازمایښتي ازموینه واخیستل شوه .
د دې ازموینې د اخیستلو پر مهال ننګرهار والي،د الفلاح پوهنتون مسؤلینو او د مثبت ټولنې مشر او غړو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصیر سباون وویل، د کانکور د ازمایښتي ازموینې په موخه یې شپږ زره د کانکور د ازموینې کتابونه چاپ کړي وو،چې د غبرګولې په ۵مه یې د دولسم ټولګیو یادو فارغینو څخه د کانکور ازمایښتي ازموینه واخیسته .
نوموړي زیاته کړه، تر دې وړاندې یې هم د دولسم ټولګیو سلګونو نجونو فارغانو څخه هم د کانکور ورته ازموینه اخیستې وه او په وینا یې له یادې چارې څخه یې موخه د دولسم ټولګیو فارغینو ته د کانکور د ازموینې لپاره پوره چمتوالی نیول دي،چې له مخې به د لوړو زده کړو بېلابېلو پوهنځيو ته بریالي شي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مثبت بدلون ټولنې له مشر او الفلاح پوهنتون له مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د دې ولایت د کانکور د رسمي ازموینې د چمتوالې په موخه یې د پنځه زره تنو څخه ازمایښتي ازموینه واخیسته .
هغه هیله څرګنده کړه،چې د دې ازموینې په ورکړې سره به ټول ګډونوال د کانکور لپاره بشپړ تجربه تر لاسه کړي او په راتلوونکې کې به د کانکور ازموینې له لارې د هېواد بېلابېلو پوهنځیو ته بریالي شي .
د یو شمیر نورو مسؤلینو د ویناوو وروسته د زرګونو ځوانانو څخه په شفاف ډول د کانکور ازموینه واخیستل شوه،چې ډیر ژر به یې پایلې هم له دوی سره د مثبت بدلون ټولنې له لورې شریکي شي .
ننګرهار والي د خوږیاڼو ولسوالۍ د یو شمیر مشرانو ستونزې واوریدې .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د غبرګولې په ۷مه د خپل کار په دفتر کې د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د یو شمیر مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې.
د سولې ولایتي کمیټې مشر حاجي ملک نظیر،د خوږیاڼو قومي مشر حاجي رئیس خان او یو شمیر نورو مخورو د خپلو خبرو پر مهال د ځآنګړو کورنیو ځواکونو له لورې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د نیول شوي یو تن د خوشي کولو غوښتنه وکړه .
دوی په نیول شوي تن کې د هر ډول ستونزو د نشتون څخه ډاډ ورکړ.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل یادو مخورو ته ډاډ ورکړ،چې د نیول شوي تن په اړه به د قانون په چوکاټ کې له دوی سره همکاري وکړي او همدا راز یې یو شمیر مسؤلینو ته په یادو برخو کې د اجرائتو د ترسره کولو لارښوونه هم وکړه .
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د سيلاب پنځه په نوم د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري پيل شوي عمليات په برياليتوب سره پای ته ورسيدل.
بل لورته د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار چې په چپرهار ولسوالۍ کې يې د عملياتو له لومړۍ کرښې ليدنه کوله د ګډو امنيتي ځواکونو لوړ مرال وستايه.
دغه عمليات ،چې دثور مياشتې په شپږ ويشتمه نيټه پيل شوي و په ترڅ کې يې د چپرهار ولسوالۍ ټول کلي د داعش او نورو وسله والو ډلو له شتون څخه پاک شول.
د ترسره شويو عملياتو پر مهال د داعش ډلې د څو قوماندانانو په ګډون نهه پنځوس تنه داعش وسله وال وژل شوي ، نهه ديرش ټپيان شوي او درې تنه نيول شوي دي.
د عملياتو پر مهال يو شمير وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي او يو اندازه چاوديدونکي توکي او ماينونه تر نيولو وروسته د څلورمې پلې لوا انجينرۍ ټيم له لوري خنثی شوي دي.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار چې په چپرهار ولسوالۍ کې يې د عملياتو له لومړۍ کرښې ليدنه کوله د ګډو امنيتي ځواکونو لوړ مرال وستايه.
مسلم يار دغه راز په عملياتو کې شامل ګډ امنيتي ځواکونه په نغدي مکافاتو وستايل.
د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه ،چې د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
سنګين دغه راز د يادې ولسوالۍ له هغه کورنيو ، چې له خپلو سيمو بې ځايه شوي غوښتنه وکړه ، چې بيرته خپلو مېنواوکليو ته ستانه شي.
دغه عمليات ،چې د څلورمې پلې لوا په مشرۍ ترسره شول پکې د ملي امنيت موظفينو سربيره ، ملي ، سرحدي ، عامه نظم او سيمه ييزو پوليسو برخه لرله.
دوه تنه په ۵،پنځه کاله او یو تن په ۶ میاشتې تنفیذي بند محکوم شول .
ننګرهار ولایت د ښاري محکمې اړوند د جزا ابتدایه دیوان د قضیایي غونډې په ترڅ کې دوه تنه د غلا په قضیه کې په پنځه،پنځه کاله او یو بل تن په شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم شول .
په همدې موخه د ښاري محکمې رئيس قضاوتمند مفتي محمد وزير په مشرۍ غونډه جوړه شوې وه،چې په کې قضاوتمند محمد يحیی عدالت او ايمل عابد غړیتوب درلود.
د قضايي غونډې پلاوي د قضيې د طرفينو په شتون کې د رايو په يوالي سره دوه تنه دغلا په قضيه کې د جزا د قانون د (۴۵۹) مادې پر بنسټ په (۵) ـ (۵) کاله او يو بل تن د غلا په قضيه کې د جزا قانون د ( ۴۵۹) او ( ۴۶۲) مادو پر بنسټ په (۶) مياشتو تنفيذي بند محکوم کړل .
د غونډې قضايي پلاوي وويل، د تورنو پروړاندې شوې پرېکړې وروستۍ نده او کولای شي، داستیناف غوښتنه وکړي.
د ننګرهار د ګمرک عواید ډېر شوي
د ننګرهار د ګمرک رييس وايي چې د عوايدو د لوړوالي په موخه يې د چارو د روڼوال هڅې پيل کړې دي چې له امله يې د تېر په پرتله په عوايدو کې په بې ساري ډول لوړوالی راغلی دی.
الهام الدين مظهر پژواک خبري اژانس ته په يوځانګړې مرکه کې وويل چې د روان مالي کال په لومړيو پنځو مياشتو کې يې له پنځه ميليارده افغانيو ډېر عوايد ترلاسه کړي چې د تېر کال همدې مياشتو ته په کتو يو اعشاريه څلور ميليارده افغانۍ لوړوالی په کې راغلی دی.
نوموړي په تېر ۱۳۹۵ مالي کال کې د ټولو عوايدو اندازه ۱۲ عشاريه ۳ ميليارده افغانۍ ياده کړه او ټينګار يې وکړ چې د سږ کال لومړيو مياشتو ته په کتو په دې ټوليزه شمېره کې په لويه کچه ډېروالی راغلی دی.
هغه وويل، که د روان ۱۳۹۶ مالي کال د حوت په مياشت کې د تورخم دروازه د پاکستاني ځواکونو له لوري نه وای تړل شوې، نو ښايي عوايد تر دې هم لوړ شوي وای.
د ننګرهار ګمرک رييس زياته کړه، عوايد يې تر پخوا ځکه لوړ شوي چې دوی په خپلو چارو کې شفافيت رامنځته کړی؛ خو نه ردوي چې لا به هم په ګمرکي محصولاتو راټولېدو کې فساد موجود وي.
هغه وويل: ((زه زياتره حالات خپله کنټرولوم؛ خو ټولې چارې هم خپله مخې ته نه شم وړلی، ډېر مامورين کار کوي او طبيعي ده چې مامورين به په ځينو مواردو کې فساد کوي.))
خو الهام الدين مظهر ډاډ ورکوي چې اوس سيستم ټول کمپيوټري شوی، د پيسو تحويلي په بانکونو کې کېږي او مامورين يې يوازې کنټرول کوي؛ نو ځکه خو تر ډېره په چارو کې شفافيت رامنځه شوی دی.
د ګمرک رييس وړاندې دا هم ومنله چې په ګمرک کې د فساد د بېخي ختمولو دعوه مبالغه ده؛ خو هڅې يې پيل کړي، چې يوه ورځ په حقيقت بدل شي
ملکي وګړو پنخلس داعش وسله وال ووژل .
ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې د داعش وسله والو او ملکي وګړو ترمنځ تېره ورځ نښته شوې،چې په ترڅ کې د ملکي وګړو له لورې پنځلس داعشیان وژل شوي .
یاده نښته چې تېره ورځ شاوخوا درې بجې پيل شوه او شپږ بجې پای ته ورسیده،په ترڅ کې پنځلس داعش وسله وال وژل شوي،چې د یو شمیرو جسدونه یې هم په سیمه کې پاتي دي .
په دې جګړه کې د یوې میرمنې په ګډون شپږ ملکي وګړي هم شهیدان شوي او یو بل ټپي شوی دی .
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د قومي مشر بهرام ګل په مشرۍ د ولسي وګړو له لورې د داعش د لمنخه وړلو په موخه د تېرې ورځې ترسره شوې مېړانې ستاینه کړې،خو په پېښه کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله ژوره خواشیني ښودلې.
نوموړي د پېښې سره سم لسګونه مؤظفین سیمې ته لیږلي،چې په ترڅ کې پاتې داعشیان د وچ کوټ د جګړې له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي .
پنځه داعش وسله وال ووژل شول.
د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ مربوطاتو کې ګډو افغان ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی يو شمېر وسلې لمنځه وړل شوي.
د معلوماتو له مخې د وژل شويو داعش وسله والو جسدونه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او اوس هم د جګړې په ميدان کې پراته دي.
د دغه عملياتو پر مهال د يادې ولسوالۍ سپري، سپين جومات او عبدالرحمن کلي د داعش وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي.
د عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
غني خیلو کې د اورلګیدنې پېښه کې دوه نیم میلیونه افغانۍ زیانونه اوښتی .
ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ مارکو بازار سیمه کې د خوراکي توکو په یو ګدام کې د برېښنا شارټۍ له امله اورلګیدلی،چې له امله د دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي توکې سوزول شوي دي.
همدا راز په سیمه کې د اور وژنې مسؤلینو د هلو ځلو په ترڅ کې د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په لګښت نور خوراکي توکې د اور له سوزیدو څخه ژغورل شوي دي .
څلور پاکستانیان د داعش په لیکو کې تر یو ځای کېدو وړاندې ونیول شول .
ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په کوچیانو کلا سیمه کې نن سهار شاوخوا څلور بجې څلور پاکستانیان چې غوښتل یې د داعش لیکو ته ولاړ شي،د دوو نورو افغانانو سره یو ځای ونیول شول .
یاد کسانو غوښتل د ویټسار ډوله موټر په وسیله د روداتو ولسوالۍ له لارې د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش لیکو سره یو ځای شي،چې د پولیسو له لورې ونیول شول .
نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی .