د پرمختګ لپاره ۴۲ کلیدي لارې
ژباړه : احمدضيأ فضلي
۱ـ هره ورځ یو کتاب ولولئ.
۲ـ یوه نوې ژبه زده کړئ.
۳ـ یوه نوې بوختيا وټاکئ.
۴ـ یوه نوې زده کړیزه دوره وټاکئ.
۵ـ یوه په زړه پورې کوټه یا اتاق ځانته جوړه کړئ.
۶ـ په وېرو مو لاس بري شئ.
۷ـ خپلو تکړه توبونو ته وده ورکړئ.
۸ـ ژر له خوبه وپاڅېږئ.
۹ـ د یوې اونۍ لپاره د ورزش مهال وېش جوړ کړئ.
۱۰ـ کتاب مو د ژوند لپاره د لارښوود په توګه غوره کړئ.
۱۱ـ د خپل ځان لپاره مو د راتلونکي په هکله یو لیکنه وکړئ.
۱۲ـ د خپلې هوسا ساحې څخه بهر شئ.
۱۳ـ له یوه کس سره مثبت رقابت ولرئ.
۱۴ـ خپلې کمزورتیاوې مو وپېژنئ.
۱۵ـ د نورو له حاله ځان خبر کړئ.
۱۶ـ د کړنو په لېست مو فکر او سوچ وکړئ.
۱۷ـ د ځان لپاره مو زړورې موخې وټاکئ.
۱۸ـ خپلې نیمګړتیاوې ومنئ.
۱۹ـ یوه کړنه یا عمل تر سره کړئ.
۲۰ـ له هغو وګړو، چې تاسې ورڅخه الهام اخلئ یو څه زده کړئ.
۲۱ـ یو بد او ناوړه عادت مو پرېږدئ.
۲۲ـ یو ښه عادت ته مو وده او پراختیا ورکړئ.
۲۳ـ له منفي انده کسانو څخه لرې اوسئ.
۲۴ـ دا زده کړئ تر څو له سرسختو کسانو سره مقابله وکړئ.
۲۵ـ له خپلو ملګرو څخه څه زده کړئ.
۲۶ـ یو ورځنی د کړنو یادداشت ولرئ.
۲۷ـ د خپل ځاني یا شخصي پرمختګ په اړه یو څه ولیکئ.
۲۸ـ مربي یا لارښوود د ځان لپاره وټاکئ.
۲۹ـ په مخامخو خبرو کې مو د وخت له ضایع کېدو مخه ونیسئ.
۳۰ـ یوه ګټوره لوبه زده کړئ.
۳۱ـ تلوېزیون لیدل نور بس کړئ.
۳۲ـ زړورتیا په ځان کې وروزئ.
۳۳ـ تفکر یا فکر وکړئ.
۳۴ـ د بیان یا خبرو کولو په ټولګیو کې ګډون وکړئ.
۳۵ـ له پېژندل شویو کسانو سره په هره برخه کې اشنا شئ.
۳۶ـ تېر وخت مو پرېږدئ.
۳۷ـ یوه پانګونه ترسره کړئ.
۳۸ـ له ګاونډیانو سره مو مهربانه واوسئ.
۳۹ـ د هغو کسانو زړونه په لاس راوړئ، چې له تاسو خفه دي.
۴۰ـ استراحت او ارام وکړئ.
۴۱ـ لږ تر لږه په ورځ کې یو ځل د ځاني پرمختګ په اړه یوه مقاله ولولئ.
۴۲ـ په خپلې ځاني یا شخصي ودې باور ولرئ.