تاند- د وسله والو طالبانو او داعشیانو د انتحار او انفجار ترڅنګ روژه هم لږترلږه د ۴ افغانانو د وژل کېدو پلمه شوه.

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې پرون /یکشنبه/ د یخي پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې د یوې ښځې په شمول ۴ تنه ووژل شول.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې دا پېښه په چپرهار ولسوالي کې وشوه.

ده زیاته کړه، د ملا رقیب او سید ملا جان د کورنیو ترمنځ د چپرهار په للمۍ سیمه کې د یخي پر سر شخړه راغله او پر یو بل یې ډزې وکړې.

د خوږیاڼي په وینا په ډزو د دواړو کورونیو لږترلږه ۴ تنه وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ۳ تنه د ملا رقیب د کورنۍ دي او یوه ښځه د سید ملا جان د کورنۍ ده.

په روژه کې ډېر ځلي د یخي پر سر په تودو ولایتونو کې جنجالونه کېږي. د تېر کلونو په پرتله سږ کال روژه په داسي وخت کې برابره شوې چې هوا زیاته توده ده.

د ننګرهار د والي ویندوی وايي چې د شخړې اصلي عاملان تښتېدلي خو د هغو د نیولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

One thought on “د یخي پر سر په شخړه کې ۴ تنه ووژل شول”
  1. داهم دطالبیت او داعشیت یوبل اړخ دی او د دغو ملاروژتیانو روژه هم (داعشی روژه) ده. طالیبی یا داعشی روژه: هر هغه روژه چی به هغی کی د سړی خپلی روغتیا یا د بل انسان یا ټولنی ته ځانی او مالی یا هم بل ډول زیان او مزاحمت ورسیږی، هغه داعشی روژه ده. داعشی روزه مه نیسی، ثواب په ټکی نشته، لویه ګناه ده.

    ملاچپلیاریه بوسلمانه! د کونړ ډیم ته خو همدا ته پنجابی بم ایږدی. اوس نو د کفارو په ماشین او بیجلی جوړ شوی یخ پرځای د عربی اووښ …وڅکه چی ثواب دی دوه برابره شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *