۱۳۹۶/ جوزا/۷
په کابل کې د حزب اسلامي امیر د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه لویه ولسي غونډه کې راڅرګند شو، او خپلو زرګونو پلویانو ته یې وینا وکړه، په دغه غونډه کې د کابل، میدان وردګو، لوګر، پروان، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، لغمان او غزني ولایتونو څخه کابو شپږو زرو کسانو کې ګډون کړی و. غونډه انجنیر محمد آصف حکیم د قران کریم په څو مبارکو آیتونو تلاوت سره پیل کړه، پرانیستونکې وینا دکتور قاضي محمد حکیم حکیم وکړه، ښاغلي حکیم د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې له لرې پرتو سیمو او ولایتونو څخه راغلي یاست، د حزب اسلامي امیر محترم حکمتیار صاحب په لغمان، جلال آباد او کابل کې له زرګونو وروڼو سره ولیدل، خو الحمدلله د وروڼو شمېر زیات دی، ستونزمنه ده چې له ټولو وروڼو سره له نیږدې وګوري، په همدې اساس مو پرېکړه وکړه چې د سټوډیوم د لویې غونډې ترڅنګ چې لسګونو زرو وروڼو او خویندو په کې ګډون کړی و په کابل کې د وروڼو د لیدو لپاره یوه بله لویه غونډه هم د خپل دفتر په انګړ کې ولرو. هیله ده هغه وروڼه چې د غونډې سیمې ته په راننوتو کې په تکلیف شوي دي موږ وبښي، ځکه چې زموږ د دفتر فعالېدو کم وخت کېږي. ان شاالله دا ستونزې به حلېږي او د خپلو درنو او باعزمه وروڼو خدمت به په راتلونکي کې په ښه ډول ترسره کوو.
ورپسې د چهاردهي د ټولنیزې شورا استازي، د کابل ولایتي شورا استازي، د میدان وردګو ولایتي امیر، د لوګر د خلکو استازي، د پکتیکا ولایت استازي او د غزني ولایت استازي په خپل وار سره خبرې وکړې چې ټولو لومړی د حزب اسلامي امیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د خپلې سیمې جهادي بهیر په اړه معلومات ورکړل او د خپلو سیمو د خلکو په استازیتوب یې د حزب اسلامي له پرېکړو ملاتړ وکړ، سوله یې د افغان مظلوم ولس د ډېرو ټپونو درمل وبلله او زیاته یې کړه چې موږ د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یو. دوی هیله وښوده چې د حزب اسلامي د سولې اغېزمن بهیر به په هېواد کې د سرتاسري سولې راتلو ته لاره هواره کړي، د افغان وژنې کور سوځوونکې لړۍ ته به د پای ټکی کېږدي، ټولنیز عدالت، سوکالۍ او پرمختګ ته به لاره خلاصه کړي.
د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه چې یوازې او یوازې اسلام، عقیدې، ورورولۍ او د افغانیت پر بنسټ راغلي یاست، که په کابل کې بل څوک دا ډول غونډه رابولي د ډالرو په زور به دومره شمېر خلک راغونډوي، خو الحمدلله زموږ ولس هدفمند دی، اسلام، ملي ګټو او د سولې راتګ ته ژمن دی، زموږ په یوه آواز چې د امکاناتو د نشتون په وجه کمو وروڼو ته خبر ورکړل شوی، دومره لوی شمېر وروڼه په سختو شرایطو کې راټول شول.
موږ باور لرو چې د الله عزوجل لپاره مو قربانۍ نه ضایع کېږي، زموږ لپاره الله کافي دی، د قربانیو ضامن مو الله تعالیٰ دی، ډاډه یو چې د سپېڅلو شهیدانو ارمانونه به مو پوره کېږي، کېدای شي وځنډیږي او موږ یې په خپلو سترګو ونه وینو، خو ان شاالله حتمأ ته تحقق مومي، زموږ ډیر ارمانونه پوره شول، د شوروي ځواکونو څخه زموږ هېواد آزادول زموږ لوی ارمان و چې الله عزوجل مو په معجزوي ډول دا ارمان پوره کړ، نور مو هم ډېر سپېڅلي ارمانونه پوره شوي دي، په الله پوره باور لرو چې دا ارمان به مو هم پوره کېږي چې په افغانستان کې سوچه اسلامي نظام رامنځته شي. افغانستان د مجاهدینو سنګر دی، په خپلو وینو یې په وار وار آزاد کړی دی، دلته به دوی حکومت کوي. د شهید قاتل تل په واک کې نه شي پاتې کېدی، د الله تعالی د پرېکړو مقابله هېڅوک نه شي کولی، دلته به ان شاالله حتمأ اسلامي نظام حاکم کېږي، په الله تعالی باور ولرئ، ناهیلي کېږئ مه! هغه ورځ به حتمأ راځي چې دلته به د اسلام بیرغ رپاند وي. دا جنګ په موږه باندې تحمیل شوی دی، ګټه یې د اسلام او هېواد دښمنانو ته رسېږي، عام ولس په کې زیانمنېږي، په سوله کې د دغو دښمنانو زیان دی.
پر خپلو ټولو هېوادوالو غږ کوم چې ناولي لاسونه راغزېدلي دي ترڅو دا وروڼه قومونه په خپلو کې سره اخته کړي، په ډلو یې ووېشي او د ولس برخلیک له لویو خطرونو سره مخ کړي، دغه ناولې څېرې نن سبا هر چا ته معلومې دي، زموږ ولس یې باید خپل دښمنان وګڼي. زموږ ملت باید خپل ملي یوالی وساتي، افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، هېڅ قوم باید بل سپک ونه ګڼي بلکه ورور یې وبولي. الحمدلله حزب توانېدلی چې د ملي یوالي د ټینګښت لپاره ډېر څه وکړي، تل په هڅه کې دی چې په هېواد کې ملي یوالی په عمل کې وښیي، په ټول ولس کې ژورې رېښې لري، له نېکه مرغه د هېواد ډېری په دین او هېواد مین وګړي په حزب اسلامي کې راټول شوي دي. له بده مرغه نور ګوندونه د قومونو، تعصبونو، سمتونو او یا ځانګړي مذهب په بنسټ جوړ شوي دي چې له لویه سره واړه وو یا په خپلو ناولو سیاستونو سره یې د هېوادوالو په زړونو کې ارزښت له لاسه ورکړی، پرېوتي اهداف یې وټاکل، د حزف سیاست یې غوره کړ، د خپلو حریفانو سره د سالمې او مثبتې سیالۍ په ځای یې پردیو ته لاس اوږد کړ، پردي یې راوستل، د لسګونو هېوادونو جاسوسي شبکو ته یې زمینه برابره کړه چې په هېواد کې خپل اسلام او افغان دښمن اغراض وپالي. تاسو وګورئ، که د یوه ګوند مشر تاجک دی په ټول ګوند کې یې له تاجکو پرته د بل قوم څوک نشته، په همدې ډول ازبک او هزازه هم. دغو ګوندونو ته که کوم وزارت په لاس ورغلی ټول یې له خپل قوم څخه ډک کړی. د ګوندونو دا ډول تشکیل ډېرې ناوړه پایلې لري، د قومونو ترمنځ تعصبات راپاروي، ملت ټوټې کوي، جګړو او حتی د هېواد تجزیې ته لاره هواروي. افغانستان دوو یا دریو لویو ملت شمولو ګوندونو ته اړتیا لري، تر څو په سالمې سیالۍ سره د هېواد ستونزو ته سولییزې او معقولې طرحې او حل لارې جوړې کړي.
ځینو خلکو وغوښتل چې له ناروا لارو څخه قدرت ترلاسه کړي، سازشونه یې وکړل، پردیو ته یې د لاسوهنې زمینه برابره کړه او په هېواد کې یې د جګړو لمن وخوروله، که موږ غواړو چې د هېواد ستونزو ته د پای ټکی کېږدو باید عدالت قایم کړو، له دې وروسته باید د پردیو د وسلو، پیسو او مټو په زور اقتدار ته څوک ونه رسېږي، اتلان او مشران مو پردي راته ونه ټاکي بلکه خپل شریف او اتل ولس یې وټاکي.
تجربو وښوده چې د افغانستان مسئله د جګړې له لارې نه حلېږي، پردیو هر ډول زور دلته وآزمویه، په هېواد کې روانه جګړه ګټونکی نه لري، که ورته دوام ورکړل شي یوازې به اوږده شي پای به یې بیا هم په خبرو وي، په دې اړه په ټولو هېوادوالو غږ کوم چې لکه چې جنګ ګټل قرباني غواړي په همدې ډول سوله هم پرته له قربانۍ نه ترلاسه کېږي، نو باید په ټینګ عزم سره د ډاډمنې سولې راتلو لپاره مټې راونغاړئ او په هېواد کې د سولې راوستلو لپاره خپل مسؤلیت ادا کړئ. زه باور لرم چې که هر هېوادوال د سولې لپاره هڅې پیل کړي؛ په هېواد کې ډاډمنه سوله تأمین کېدی شي. زه د حزب اسلامي په اړه ډاډ درکوم چې د جنګ د پای ته رسولو، ډاډمنې سولې او امنیت د تأمین لپاره په پوره اخلاص سره چمتو یو. موږ غواړو چې د سولې په ډګر کې هم د جهاد غوندې مخکښ واوسو.
سوله هغه وخت راتلی شي چې کار اهل ته وسپارل شي، له اوباشانو او زورواکانو قدرت واخیستل شي او پر ځای یې له خدایه وېرېدونکي افغانان د چارو واګې په لاس کې واخلي. ما پرون د یو شمېر ملي تجارانو او صنعتکارانو سره وکتل چې د امنیت نه شتون یې د خپلو کارونو په وړاندې لوی خنډ باله، ویل یې یوازې په کابل کې تېره میاشت ۲۵ اختطافونه شوي دي، دا ځکه چې وسله د اوباشانو او بدماشانو په لاس کې ده، هر څه یې چې زړه وغواړي کوي یې. موږ له دولت څخه جدي غوښتنه کوو چې د کابل امنیت ته جدي پام وکړي څو امنیتي ستونزې لا پسې ډېرې نه شي.
موږ د بحران د حل په موخه یوه جامع طرحه لرو، غواړو ټول هغه هېوادوال چې غواړي جګړه او بحران پای ته ورسېږي، د هېواد د ټولو لویو او وړو ستونزو لپاره یو افغاني اغېزمن حل پیدا شي او یو ځواکمن مرکزي دولت رامنځته شي په یوه لویه مجموعه کې راغونډ کړو. موږ د طرحې له مخې غواړو ټول دولتي، غیر دولتي، سیاسي، ولسي، او علمي شخصییتونه د طالبانو په ګډون په یوه لویه جبهه کې راټول کړو. دا جبهه به یوازې سیاسي او تبلیغاتي جنبه ونه لري بلکې په عمل کې به د تل لپاره د جګړې د خاتمې په لارو چارو او د هېواد د نورو قضایاوو لپاره د اسلام او هېوادنیو ګټو په رڼا کې پرېکړې کوي.
موږ د جنګ د خاتمې لپاره او د سولې لپاره د هر چا سره د خبرو لپاره حاضر یو. د سولې لپاره په دې دولت کې هېڅ نه برخه نه غواړو، زموږ نه د څوک نه ډارېږي، د خپلو کړنو نه د ووېرېږي، موږ د چا برخې نه راکموو.
ګاونډي هیوادونو ته هم وایو چې په افغانستان کې په جنګ له پانګونې لاس واخلئ، زموږ په هېواد کې د جګړې اور ته پوکی مه وهئ، د عراق، سوریې او یمن جګړو ته زموږ هیوادوال د خپلو شومو اغراضو لپاره مه لېږئ. موږ پرېږدئ چې په خپل هېواد کې د خپلې خوښې دولت جوړ کړو، خپل ړنګ هېواد اباد کړو، که تاسو له ناولو لاسوهنو لاس واخلئ موږ مو نېکو اړیکو ته پوره ژمنتیا لرو.
موږه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د یوې بلې نړیوالې توطئې سره مخ شوو، جګړې بیا زور واخیست، د طالبانو له راتګ وروسته امریکا او ناټو هیوادونو په ګډه په افغانستان یرغل وکړ. له دغه یرغل وړاندې زه په ایران کې وم، ما ته امریکا وړاندیز وکړ چې طالبان ستاسو دښمن هم دي، موږه غواړو د طالبان حاکمیت یې له منځه یوسو دې چارې ته تاسو راوړاندې شئ، موږ به د حکومت واګې تاسو ته په لاس درکړو، دوی ته زما ځواب دا و چې زه د یو افغان مسلمان رقیب حکومت د سلو کلونو لپاره زغملی شم، خو د یو بیګانه حکومت د یوې ورځې لپاره نه شم منلی.
موږ غواړو په راتلونکو ټاکنو کې په پوره چمتوالي سره برخه واخلو، په ولسمشریزو ټاکنو کې به د کوم نسبتأ صالح نوماند ملاتړ وکړو.
موږ له طالبانو غواړو نه چې د روژې مبارکه میاشت کې اوربند اعلان کړي، په دې سره به ملت او نړیوالو ته لوی پیغام ولېږدوي چې موږ په افغانستان کې د جګړې باعث نه یو، د اوربند سره همزمان دې د سولې خبرې اترې پیل کړي، که یې روښانه شوه چې مزاکرات مثبتې پایلې لري دوام د ورکړي او که یې نتیجه منفي وه بېرته سنګرونو ته د تلو مخنیوی خو یې څوک نه کوي. هیله ده زموږ او د ټول دردېدلي ولس دا غوښتنه ومني او د سولې رښتیني مزاکرات او اوربند اعلان کړي، خپلې معقولې غوښتنې د سولې له لارې تعقیب کړئ، موږ په دې اړه هر ډول همکارۍ ته چمتو یو. راشئ چې په ګډه د اسلامي نظام د اقامې لپاره په پوره اخلاص یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړو، راشئ چې د دښمن شوم اهداف خنثیٰ کړو.
زه له خویندو هم مننه کوم چې په دغه غونډه کې یې زموږ سره برخه واخیسته، دوی د ډېر پام او توجه وړ دي، موږ ستاسو د ټولو اسلامي او انساني حقوقو مدافع یو، اسلام په ټولنه کې ستاسو د عزت او حیثیت ضامن دی، په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره حزب اسلامي د تنظیم اسلامي زنان په نامه د خویندو اسلامي تنظیم جوړ کړ، چې په هغه کې روزل شوو خویندو د هېواد په مختلفو سیمو کې د اسلام ډېوې بلې ساتلې دي. خویندې باید چمتو کړو چې خپل دیني مسؤلیتونه ترسره کړي، دوی باید وپوهوو چې د دوی د درواغجنو غربي مدافعینو د ناولو او خبیثو دسیسو ښکار نه شي، غرب ښځه د سوداګریزو اعلانونو لپاره او د نارینه جوړه جوړه کړې، خو راشئ چې اسلام څومره لوی ارزښت ورکړی، چې موږه به د اسلام په افغان ښځې په رښتیا هم مظلومې دي، له خپلو اسلامي حقوقو څخه محرومې دي، کاش موږ وکولی شو چې جومات ته د تلو چاپیریال ورته برابر کړو، د افسوس ځای دی زیارتونو او مېله ځایونو ته تللی شي، هلته یې د نارینه وو غیرت او تقوا د تلو مخنیوی نه شي کولی خو د الله کور ته د الله د دین د زده کړې او پرې عمل کولو مخنیوی یې کېږي! د پیغمبر علیه وسلم په ټول ژوند کې ښځې له جوماته نه دي منع شوې، له همدې وجې ګورو چې دیني پوهه په ښځو کې هغه وخت څومره لوړه وه. اوس د دین، علم او عالم او د ښځو ترمنځ لویې فاصلې دي، چې باید جدي پام ورته وشي. نارینه په خپلو کارونو کې مصروف وي یا یې دیني کچه ټیټه وي له همدې کبله ډېری ښځې له لومړنیو دیني معلوماتو هم محرومې دي. زموږ عالم باید د ښځو د دیني حقوقو تر ټولو لوی مدافع وي، ښایي زما دا خبرې په ځینو ښې ونه لګي؛ خو دا هغه څه دي چې دین یې موږ ته وایي، موږ نه تر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ډېر متقي یو او نه ډیر غیرتمن.
موږ به ان شاالله په نیږدې راتلونکي کې د خویندو لپاره یوه غونډه ولرو، چې په هغه کې به د خویندو د اسلامي او انساني حقونو په اړه خبرې وشي.
د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي څانګه