د روژې دوهمه ورځ وه او موږ هغې سيمې ته روان و، چې تراوسه پورې، د خلکو په وېنا، دولتي مامورين ورته نه شي ورتللى.
تراوسه پورې به په رسنيو کې داسې راپورونه راتلل، چې د الینګار اړوند دې سیمې د دولت وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي او د لغمان ټول امنيت له همدغه ځایه خراب دی.
د څو مياشتو مخکې خبره ده، چې په رڼا ورځ به په دغو سيمو کې د دولت وسله والو مخالفينو خپل پاټکونه جوړول او خلک به يې ځورول، د دولت سره اړوند کسان به يې نيول او په شهادت به يې رسول، د رسنيو هيڅ استازي دغه لوري ته نه شو ورتللى، خو اوس موږ ټول دغه ساحې ته ورروان و.
دا هر څه له هغې وروسته ممکن شول، چې کله د لغمان مرکز اړوند او الینګار په استقامت د سيلاب پنځه په نوم د ګډو افغان ځواکونو لخوا پراخ پوځې عمليات ترسره شول. نن هم يو شمېر خبريالان، د لغمان والي، امنيه قوماندان، د ملي امنيت رئيس، وکيلان او يو شمېر نور، زما په شمول دغه ساحې ته د ليدو لپاره ورروان و، تر څو د عملياتو نه وروسته دغه سيمې وګورو، چې امنيت يې تر څومره حده پورې ډاډمن شوى دى.
زما لپاره په زړه پورې دا هم وه، چې الينګار ما تراوسه پورې نه و ليدلى، دا زما لپاره لومړى ځل و چې ما دغو سیموته سفر کولو او هغه هم په ټانک کې، چې راسره پکې يو شمېر د رسنيو ملګري هم يو ځاى ول.
خو زما لپاره د اندېښنې خبره دا هم وه، چې کله موږ روان شوي نه و، نو ځينې ژورناليستانو ملګرو دا خبرې په خپل منځ کې سره کولې، چې اوس هم د دولت وسله وال مخالفين د غره سره په دشکو ډزې کوي، دا نو زما لپاره ډېره د اندېښنې وړ خبره ځکه وه، چې زه د جنګونو سړى نه يم او نه هغه ساحو ته ځم، چرته چې داسې پېښې رامنځ ته کېدلاى شي.
خو کله چې موږ الينګار ته لاړو، نو داسې هيڅ څه مې تر سترګو نه شول، ځکه چې په هر ځاى کې امنيتي ځواکونو امنيت ټينګ کړى و او موږ وليدل، چې اوس په الينګار کې ډاډمن امنيت راغلى دى، دلته ښه خبره دا وه، چې نه يواځې عمليات شوي و، بلکې له عملياتو وروسته دلته امنيتي بېزونه او پوستې هم جوړې شوې وې، تر څو د دې ساحې امنيت تل ډاډمن واوسي.
ډېره د خوند خبره پکې دا وه، چې کله موږ په الينګار کې د بېزونو ليدو ته روان و، نو په لاره وړو وړو ماشومانو چې به کله د امنيتي ځواکونو ټانکونه ليدل، نو ډېره خوشحالي به يې ورته څرګندوله، ځينو ځينو ماشومانو خو به په خپلو وړو وړو لاسونو سلامي هم کوله، دا زما لپاره ډېر د خوښۍ ځاى و، چې زموږ واړه واړه ماشومان هم د خپلو امنيتي ځواکونو سره دومره مينه ښايي.
کله چې موږ هلته له خلکو سره وليدل، نو د هغوى په مخونو ډېره خوشحالي څرګندېده. د هغوى له خبرو ماته څرګنده شوه، چې مخکې په دې سيمه کې خلک د دولت وسله والو مخالفينو ډېر په تنګ کړي و، خو اوس چې دا ساحه د دولت د وسله والو مخالفينو نه پاکه کړاى شوې وه، اوس يې خلک ډېر ارامه او خوشحاله برېښېده او خپل ورځنى ژوند يې په ښه ډول مخکې بوتلو.
کله چې موږ د امنيتي بېزونو نه ليدنه وکړه، نو هلته بيا لغمان والي عبدالجبار نعيمي د رسنيو له راغلو استازو سره خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې دا څرګنده کړه، چې د لغمان د سرتاسري امنيت لپاره به شپه ورځ کار وکړي.
هغه وويل، چې په هغو سيمو کې به هدفي هوايي او ځمکني عمليات ترسره کړي، چې مخالفين پکې شتون لري او هم به د عامه نظم د تامين او وسله والو مخالفينو د تروريستي کړنو د مخنيوي په موخه ستراتيژيکو نقطو کې د ګډو ځواکونو امنيتي بېزونه ايجاد او مخالفين به پرې نه ږدي چې په کليو، بانډو او ولسونو کې وحشت او دهشت خور کړي او د خلکو ارام ژوند نا ارامه او د پرمختګونو مخه ډب کړي.
کله چې موږ بيرته راتلو، نو زما فکر بدل و، ځکه چې له دې مخه کله موږ روان و، نو د ځينو خلکو خبرو راته اندېښنه راپېدا کړې وه، خو کله چې ما په خپلو سترګو الينګار وليدلو، نو له هغې وروسته ډېر خوشحاله وم، ځکه چې هيڅ د نا امنۍ اثرات مې پکې ونه ليدل او د خلکو په مخونو خوشحالي ماته ډېره خوشحالي راوبخښله.
نه يواځې دا چې خلک خوشحاله ول، بلکې د الينګار ولسونو د خپلو امنيتي ځواکونو سره ډېره مينه هم ښووله او خپل ماشومان يې په داسې روحيه روزلي ول، چې امنيتي ځواکونو ته به سلامي ولاړ ول، دا زموږ د هېواد راتلونکى دى او نور به انشاء الله د نا امنۍ ټغر په دې هېواد کې ورو ورو راټولېږي.