تاند- پاکستاني رسنیو نن د دغه هیواد د چارواکو په قول وویل چې دا هیواد غواړي د طالبانو دوهم کس ملا عبدالغني برادر سعودي عربستان یا ترکیې ته ولېږي.

پاکستان دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر او د طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه خبرې وکړې.

د شنبې په ورځ پاکستان اووه بندي طالبان خوشي کړل خو د پاکستان دا اقدام د افغانستان له چندان هرکلي سره مخامخ نه شو ځکه چې په خوشي شویو کسانو کې هغه عناصر شامل نه ول چې د افغانستان حکومت یې د خلاصون غوښتونکی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د پاکستان، افغانستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د ملابرادر د خوشي کېدو او د سولې د بهیر د راتلونکي پړاو په اړه خبرې روانې دي.

د پاکستان له لوري ترکیې او یا سعودي عربستان ته د ملابرادر سپارل دا احتمال پیاوړی کوي چې د قطر پر ځای به د سولې بهیر او د طالبانو دفتر په سعودي یا ترکیه کې پرانستل شي.

د پاکستان حکومت د افغانستان د سولې بهیر ته خوشبیني ښکاره کړه، ویې ویل، دا اقدام به یقیناً د سولې په خبرو کې مخ په وړاندې حرکت راولي.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې کوم شی سبب شوی چې پاکستان یې د ملابرادر خوشي کولو او د افغانستان د سولې له پروسې سره مرستې کولو ته هڅولی دی.

سره له دې چې پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر د وروستي سفر د پایلو په وړاندې ډېرو کتونکو منفي نظر ورکړی خو ځیني نښې نښانې ښيي چې د نوازشریف حکومت لکه چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان دودیز سیاست بدلوي.

ویل کېږي چې ملابرادر د افغانستان له حکومت او ملګروملتو سره د سولې د خبرو لپاره پټ تماسونه نیولي ول او په همدې خاطر د پاکستان د استخباراتو له لوري څو کاله پخوا په کراچۍ کې ونیول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *