د ملګرو ملتونو یو وروستی راپور وایي چې په سوریه کې د خلکو تباهي زیاته شوې ده او اوس په دغه مظلوم هېواد کې د میاشتې شاوخوا پنځه زره کسان وژل کېږي او د ورځې شپږ زره کسان له خپلو کلیو او کورونو تېښتې ته مجبورېږي.
په سوریه کې چې دوه کاله پخوا د بشار الاسد د یوګوندي او خونکار نظام په خلاف خلک راپاڅېدل، اټکل کېده چې د قذافي او مبارک غوندې به دی هم په لنډ وخت کې د خلکو زور ته تسلیم شي خو ایران، روسیې او چین د بشار حمایت وکاوه او د دغه خونکار نظام عمر یې اوږد کړ. ایران به پخوا ویل چې د سوریې د حکومت ملاتړ ځکه کوي چې د اسراییل خلاف دی خو د سوریې حکومت د خپلو وسلو خولې د خپلو خلکو په لور واړولې او د وینو سیلاب یې روان کړ.
هیڅوک نپوهېږي چې په اقتصادي، سیاسي او اجتماعي لحاظ تباه شوې سوریه باندې بشار الاسد څنګه حکومت ته زړه ښه کوي خو د ایران او روسیې ملاتړ ورسره دی او هغه د چا خبره چې د زورور اوبه په بره خېږي.
د سوریې بله لویه غمیزه دا ده چې د جنګ د عمر په اوږېدو سره د حکومت په مخالفانو کې القاعده خېل هم راپیدا شول. د القاعدو خېلو فعالیت نه یوازې د سوریې د خلکو مشروع مقاومت په داخل کې د اختلافونو ښکار کړ، بلکې په خارج کې یې هم په مقاومت باندې شکونه راولاړ کړل. نن سبا په دنیا کې دا خبره کېږي چې که بشار الاسد بد دی او خونکار دی نو د القاعدې ملګري خو هم خونکار او د شر او شدت ملګري دي.
په سوریه کې د افغانستان غوندې د شر او شدت حکومت مخالفو ډلو انتحاري حملې، قتل عامونه او نور جنایتونه کړي دي چې په نتیجه کې یې د سوریې د خلکو د پاڅون مشروعیت ته صدمه رسولې ده.
د انګلستان صدراعظم دیوید کامیرون بي بي سي ته ویلي دي چې انګلستان نه غواړي چې د سوریې د حکومت مخالفانو ته وسلې ورکړي ځکه د سوریې د حکومت په مخالفانو کې داسې ډلې هم شته چې وران کارونه کوي. يه دۍ وروستیو کې د امریکا یوه استخباراتي مقام هم ویلي دي چې په سوریه کې افراطي عناصر ورځ په ورځ پیاوړي کېږي او داسې ښکاري چې که بشارالاسد نسکور شي، د دغه هېواد حالات به نور هم خراب شي.
د شرق الاوسط ورځپاڼې یو تازه راپور وایي چې دا امکان شته چې د دغه هېواد په شمال کې د القاعده ملګري د روژې د مبارکې میاشتې تر پایه پورې د ځان لپاره یوه مستقله ساحه رامنځ ته کړي.
لویه بدمرغي دا ده چې افراطي ډلې پرته له کشتاره او قتلونو بل پلان او پروګرام نه لري او په همدې وجه په دنیا کې چې هر څوک د مسولیت احساس کوي، دغو ډلو ته بدبین دي او د دې بدبینۍ ګټه د بشارالاسد خونکار نظام ته رسېږي.
په عراق کې به افراطي عناصرو ویل چې دوی ځکه د وینو رودونه روان کړي دي چې هورې امریکایي عسکر دېره دي خو کله چې امریکایي عسکر له عراقه ووتل، افراطیانو هورې د شیعه او سني په جوماتونو کې انتحاري او بمي حملې پیل کړې. نن سبا په عراق کې هره میاشت په سلګونو کسان قتل عام کېږي. په جومات کې بم، په زیارت کې بم، په لویه لاره کې بم او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې انتحار. پاکستان یو بل مثال دی چې تحریک طالبان پاکستان او نورو افراطي ډلو پکې هره ورځ کربلا جوړه کړې وي. په دې ملک کې هم کله په جومات کې د انتحاري حملو خبرونه اورو او کله د مکتبونو د سوځولو راپورونه راځي. یوه ورځ شیعه ګان وژل شوې وي او بله ورځ د واکسین کارکوونکي. بس په هره پلمه مرګونه روان دي.
په افغانستان کې چې امریکایانو وویل چې د دوه زره څورلسم کال تر پایه پورې به خامخا وځي او د خپلو عسکرو په وتلو یې عملا شروع وکړه، افراطیانو په افغاني عسکرو باندې حملې زیاتې کړې چې د یوه جنګ د ختمېدو په صورت کې د بل جنګ لمبې بلې کړي او د وینو سیلاب همداسې روان پاتې شي.
نو په دغسې حالاتو کې که دنیا د سوریې د حکومت له مخالفانو سره په همکاري کې دوه زړې ده، ملامته یې نه شو بللای. دا حقیقت دی چې که د القاعدې ملګري په سوریه کې پیاوړي شي، لا زیاتې وینې به وبهوي او لا زیات مسلمانان به قتل عام شي. القاعده او ملګري په نړۍ کې د مسلمانانو د وژلو او د اسلامي ملکونو د ړنګولو اول درجه ذمه وار دي.
البته، د سوریی د کورنۍ جګړې دوام خامخا د دې سبب کېږي چې په دې ټولنه کې افراطیان پیاوړي شي. سوریه اوس د ایران د افراطي او خونکارو ملګرو یعنې د حزب الله او دغه راز د ایمن الظواهري د انډیوالانو د نظامي مشق په میدان بدله شوې ده. دغه حالت که دوام کوي نتیجه به یې د افراط پیاوړتیا وي. لویدیځ د افراطیانو له تقویې څخه په وېره کې دی او د دې وېرې یوه نتیجه ممکن دا وي چې د سوریې د بحران د ختمولو لپاره عملي او جدي لارې چارې ولټوي.
د بشار د رژیم له کیمیایي حملې وروسته د امریکا د ولسمشر او مقاماتو څرګندونې او د امریکا د پوځ د یوه لوی مقام جنرال مارتین دمپسي هغه راپور چې په سوریه کې یې د نظامي مداخلې د احتمال په باره کې د دغه هېواد سنا ته وړاندې کړی و، په دې دلالت کوي چې امریکا اوس د سوریې د بحران د ختمولو لپاره په لا جدي اقداماتو باندې هم فکر کوي.
جنرال مارتین دمپسي په خپل راپور کې ویلي وو چې په سوریه کې د بشارالاسد د ختمولو په نیت که نظامي مداخله کېږي نو دا هم پکار ده چې د یوه لایق حکومت د ایجاد لپاره دې زمینه برابره شي ځکه د دغه جنرال په قول، د تېرو لسو کلونو تجربې امریکا ته ورښودلې ده چې که نظامي توازن بدل هم شي خو چې لایق او وړ حکومت ته زمینه مساعده نه شي، ګټوره نتیجه نه تر لاسه کېږي.
جنرال مارتین دمپسي چې دغه راپور یې څو اونۍ دمخه د سنا د مسلح قوتونو کمېټې ته وړاندې کړ، د افغانستان حالاتو ته مستقیمه اشاره ونه کړه مګر د تېرو لسو کلونو د تجربو خبره یې یقینا د افغانستان حالاتو ته متوجهوه . امریکایانو یولس کاله پخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې د ناپوهانو او سرټمبه کسانو په لاس کې و، ړنګ کړ او نظامي انډول یې بدل کړ مګر د لایق او وړ حکومت د ایجاد لپاره یې د زمینې په برابرولو فکر نه و کړی. امریکایانو یوه ډله چې بې لارې وه او له ټولې دنیا سره د دښمني کولو شوق ورسره و، لرې کړه مګر نورې داسې ډلې یې قدرت ته راوستې چې هغوی هم ټول عمر د زور او د تشدد په لاره مزل کړی و. د دې شي نتیجه دا شوه چې افغانستان تر اوسه پورې لا په جنجالونو کې ایسار دی.