تاند- د کابل د زنبق څلور لارې د نن /چهارشنبې/ له موټربمي حملې وروسته د امریکا سفارت امنیتي خبرداری اعلان کړ.

سفارت په کابل کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې په کابل او ټول افغانستان کې امنیتي خطر شته.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له چاودنې وروسته یې په کابل کې خپل سفارت بند کړی دی.

د فرانسې حکومت ویلي چې په چاودنه کې فرانسوي اتباعو ته زیان نه دی اوښتی خو سفارت یې زیانمن شوی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه د خبرو په مهال ونه ویل چې سفارت یې څومره زیانمن شوی دی.

د هند صدراعظم نریندر مودي دا تروریستي برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې هیواد یې د تروریزم له ټولو ډولونو سره په مبارزه کې له افغانستان سره کلک ولاړ دی.

مودي په ټویټر کې لیکلي:«موږ په کابل کې تروریستي برید په کلکه غندو. د ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي کوو او وژل شویو ته دعاوې.»

مودي، چې ۴ اروپايي هیوادونو ته په سفر تللی، د کابل له تروریستي سمدستي وروسته له افغانانو سره پیوستون اعلان کړ.

ایران وايي، په کابل کې د دغه هیواد د سفیر کور زیات زیانمن شوی خو په چاودنه کې ایراني اتباعو ته مرګ ژوبه نه ده اوښتې.

چاودنې ګڼ شمېر موټرونه، ودانۍ او دوکانونه ویجاړ کړي دي.

One thought on “د کابل پر تروریستی برید د بهرنیو هیوادونو او سفارتونو غبرګون”
  1. Da gran Afghanistan intelligence agency nalayeqa Aw pa check pointono mawjod faugeyan da noro mulkono Agentan dee.taso da balkh da waqena sabaq wanekhest.gawandeyan khoba da her sa kawee.kha afghan intelligence Agency sa kawee.aw pa awal check point fauji khobona kawee da dukhman sara yawde.domra waqeyat osho chata mo saza wernakra .bus khabare kawee.Allah de afghanistan ke aman rawlee.za hara waraz ayatul kursee afghanistan taraf tha pokum chai Allah Afghanistan ke khair kree.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *