څه موده وړاندې د ننګرهار څخه کابل ته راتلم، یو کس سره کیناستم چې هرچا ورته مولانا صیب ویل، ظاهري څېره یې هم ښه وه، ما ویل ورسره به لاړ شم چون راته ښه سړی معلوم شو، کله چې ورسره روان شوم په نیمایي لاره کې مولانا صیب په خبرو پیل وکړ. خبرې یې څه عجیبی وې، هر هغه چا چې روس سره جهاد کړی ؤ ورپسی یې بدې ردې ویلې خو د کمونیستانو او دوستانو یې تعریفونه کول. حتی مجاهدینو باندې یې د کفر فتوی لګوله، ما ورسره لږ مخالفت وکړ او ورته می کړل چې ګوره مولانا صیب د روسانو خلاف ټول ملت جهاد کړی ؤ که نه دومره ستر قوت ته څو کسانو چېرته ماتې ورکولائ شوه او بل چاچې د جهاد وروسته خیانت کړی وي هغه پوه شه او خدای، په خیانت باندې د چا کفر ته رسول مناسب ندي او د دیني شعایرو په ضد ځینې شعوري برنامې روانې دي چې تاسې یې ښکار شوي یاست خو مولانا صیب په خپله خبره ولاړ ؤ او ماته یې هم په غوسه د راکتلو وروسته وویل: ته هم د فلانکي او فلانکي هېواد لخوا پیچکاري شوی یې نو.لږ وروسته پدې وپوهیدم چې یاد شخص د مولانا په نوم خپل ځان مطرح کړی ؤ خو اصلا مولانا نه ؤ.
پټه دې پاتې نه وي چې د کرزي صیب د حکومت د راتللو وروسته په افغانستان کې افغانانو عجیب او غریب بدلونونه په سترګو ولیدل چې له جملی څخه یې د دینی شعایرو د سپکاوي، د ژبې او قوم ترنامه لاندې د افغان قوم ترمنځ شخړې ایجادول او داسې نور شیان ول.
دلته موږ یواځې د دیني شعایرو په هکله غږیږو، په افغانستان کې اوس مهال درې ډوله دیني خلک موجود دي:
۱. لومړۍ ډله خلک هغه دي چې څه نا څه دیني زده کړي یې ترسره کړي او دیني اساساتو ته په قدر قایل دي، قرآن، سنت او د اهل سنت او جماعت په هغه منهج چې د قرآن او سنت لپاره یې د همدې قرآن او سنت په رڼا کې د مسلمانانو لپاره د یو اسانه منهج جوړ کړی، عقیده لري اما د دین په هکله یې علم کم او د ځیني اشتباهاتو مرتکب کېږي خو په عمومي توګه عقیده یې درسته او دین او دینی اصولو ته د قدر په سترګه ګوري او په دین نقد کول او یا په سپکه سترګه ورته لیدل د دوی په فکر کې هم نه رازي. په اصل کې په هر مسلک کې داسې خلک وي چې د یاد مسلک په هکله کمه پوهه لري لکه د مثال په توګه په ډاکټرانو کې هغه ډاکتران چې په طبي زده کړو سم نه پوهېږي خو طب ته په احترام قایل وي او کوښښ کوي چې پری ځان سم پوه کړي.
۲. دا هغه ډله خلک دي چې حقیقي علم یې ترلاسه کړی او د قرآن او سنت په رڼا کې د څلورو (اهل سنت او جماعت) امامانو په تګلاره پوره باور لري او هڅه کوي چې خلک د دین سره وتړي او خلک د اسلام د امن دین ته راوبلي. دې خلکو ته معتدل خلک وایی ځکه دوی خپل ولس د افراط او تفریط څخه معتدلې لارې او منځلاریتوب ته رابولي. دا خلک عموما په یوه ټولنه کم په سترګو کیږي خو د قدر وړ او د اعتدال والا خلک وي.
۳. دا هغه ډله خلک دي چې څو دیني کتابونه یې لوستلي دي اما قرآن، سنت او د امامانو تګلاره یې نه وي لوستلي یا یې پری ځان نه وي پوه کړی. دوی د څو کتابونو لوستلو وروسته په امامانو نقد کوي ځیني خو یي حتی په قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو هم نقد کوي. سروش یې ښه مثال دی چې په قرآن کریم نقد خو یې لا څه کوي اوس قرآن د الله کتاب نه ګڼی، ددې ترڅنګ ځینی نور بیا په بخاري شریف او احادیثو نقد کوي چې څه موده وړاندې په افغانستان کې همداسې یو ډلې په بخاري شریف نقد وکړ. دا ډله خلک د هیېڅ دیني اصولو پابند نه وي حتی لمونځ هم نکوي خو بیا په دیني علماوو، محدیثونو، احادیثو او قرآن کریم نقدونه کوي. جالبه دا ده چې یاد خلک ځانته بیا د ماډرنیزم (یا ماډرن مولانا/ عالم) خطاب هم کوي.
اوس هم په افغانستان کې په سلګونو ټولنیز فعالان او لیکوالان شته چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ځان عصري مولانا یا عالم معرفي کوي او بیا بېرته دین او دیني اساسات (لکه میراث، د ښځو حقوق په اسلام کې او داسې نور موضوعات) تر نقد لاندی نیسي او د خلکو احساسات راپاروي.
ددی ترڅنګ یاد اشخاصو په افغانستان کې د بی دینۍ (سیکولرزم ) د نشرولو لپاره مختلفي برنامی په لاره اچولي چې له جملی څخه یې د پرموټ Promote پروژه ده چې د افغان میرمنو لپاره مختص شوی او د راتلونکو ۱۵ کلونو لپاره په افغانستان کې پرمخ ځي، یاده پروژه مستقیما د امریکا حکومت او نړیوالو سرمایه ګذارانو لخوا تمویلیږي.
همدارنګه مختلف درباري لیکوالان او ادیبان د مختلفو جهتونو له لوري ددی لپاره د یو اندازه معاش په بدل کې تمویلیږی ترڅو د بې دینۍ او د بی حیایی د ترویج لپاره لیکنې او موضوعات چمتو کړي. د رسنیو او ټولنیز شبکو رول هم د افغانستان په بهبود کې له مخکې موجود و او تر څه حده رسنیو (خصوصا ټولنیزو رسنیو) خپل مثبت رول لوبولاۍ اما ځیني رسنۍ د همدې پروژو د عملي کولو لپاره خپل امکانات د یادو خلکو په خدمت کې اږدي.
ددی ترڅنګ نوری داسې برنامې هم شته چې ورځ تربله مو هیواد د مشکلاتو لور ته بیایی.
زما په اند مخکې لدې چې د خلکو احساسات راوپریږي او خبره دې حد ته ورسیږي چې ولس غبرګون ښکاره کړي باید دولت د یادو پیښو او برنامو د مخنیوي په خاطر د یادو پیښو د ودریدولو لپاره هر اړخیز تدابیر ونیسي ترڅو یادي پیښې بیا تکرار نشي.
موږ ټول افغانان چې څومره د وژنو او جنګ مخالف یو په همغه کچه ددې هم مخالف یو چې هغه عوامل له منځه یوړل شي کوم چې په هېواد کې جنګونه ایجادوي.
راځئ ددې ټولو عواملو په سولیزه توګه د له منځه وړلو کوښښ وکړو او هغه کشمکشونه، تعصبات او دیني اساساتو ته د سپکاوي برنامې چې د بهر لخوا زموږ هېواد ته راوړل کیږي، سر له اوسه ختمي او په هېواد کې د هر اړخیزې سولې او ثبات لپاره کار وکړو.
د یو موټي، سولییز او اسلامي افغانستان په هیله
نقد هره موضوع کې د پوچیزم ټغر ټولوي،اصل کې دینپالان بوره خواره دې،نقد ورته تریخ وې،ځکه نو ټول په فکری شکرې هم اخته شوې