لسمه برخه
* * *
ميرويس خان دښتې ته وکتل، لري د تت سيوري غوندې تکه توره را روانه غوټه ښکارېدله.
ميرويس خان د سره انګار پر سر پېيلي پسه ته ور وګرځېد، د پسه ورون ته يې چاقو ونيو، وړه ټوټه يې ترې بېله کړه، په ډکه خوله يې وويل:
_هر څه سم دي؟
يوه چاغ بلوڅ وويل:
_نه پوهېږم! دوولس پسونه مو اور ته نيولي دي.
ميرويس خان وويل:
_بس دي، ګرګين خو به هم ډوډۍ ته سلامت لښکر نه راولي!
لاړ، د توت سيورې ته له خپلو قوماندانو سره کېناست.
ويې ويل:
_توپانچې مو ډکې دي؟
يوه ځواب ورکړ!
_هو، مخکې مو باروت او غټه چره ور واچوله!
سيدال خان وويل:
_پنځه سوه نښه ويشتونکي همدلته دي، نور جنګيالي په شاوخوا ونو او لويو بوټو کې پټ شوي.
ميرويس خان دښتې ته وکتل. تور آسونه را روان ول.
ويې ويل:
_د حملې له پاره بيړه مه کوئ! د ګرګين لښکر ستړی دی، خيمې وهي، له ډوډۍ وروسته به يې نيم جنګيالي ويده وي.
د ګرګين لښکر ودرېد، د ميرويس خان تندی تريو شو:
_ليري يې واړول، فکر نه کوم چې د ټوپک ګولۍ ور ورسېږي.
په بېړه ودرېد، ويې ويل:
_له ما سره راځئ!
پر آس سپور شو، دولس، ديارلس کسان ورپسې ول. دښتي ته ورغلل.
ګرګين مخکې راغی، ميرويس خان ته يې کلکه غېږ ورکړه، په خندا يې وويل:
_لوګي مې وليدل، پوهېږم، د ياغيانو بېخ دې ور ايستلی دی، خو لا هم ډېر کورونه روغ ښکاري.
ميرويس خان وخندل.
ګرګين وويل:
_دښمن څومره تلفات لري؟
_سل کسان.
د ګرګين برېتونه وځړېدل.
ميرويس خان وخندل:
_نور تښتېدلي دي، هغوی چې جګړه کوله يا مو ووژل او يا مو ژوندي ونيول.
د ګرګين سترګې وځلېدې:
_بيا هم ښه ده.
يودم يې چيغه کړه!
_پسې ورځو. يو_ يو وژنو، نه يې پرېږدو.
ميرويس خان شاوخوا وکتل، ويې ويل:
_دا ځای مناسب نه راته ښکاري، لښکر ته دې ووايه چې مخکې لاړ شي، که درېيو زرو کسانو ته ډوډۍ نه شو ورکولای، اوبه خو به نږدې وي.
ګرګين وخندل:
_خو تا د مېلمستيا خبره کړې وه.
_اوس هم نه يم پښېمانه، تر هاغه ونو لاندې مې ترتيبات نيولي دي، خو يواځې درېيو سوو کسانو ته ډوډۍ ورکولای شم.
ګرګين په خبره کې ور ولوېد:
_خو غواړم چې اول د دښمن پرې شوي سرونه ووينم.
ميرويس خان وويل:
_وبه يې وينې، خو د خولې خوند مه خرابوه! اول ډوډۍ وخوره.
ټول پر آسونو سپاره شول، حرکت يې وکړ، شېبه وروسته د توت زړو ونو ته نږدې د روانو اوبو پر غاړه ودرېدل.
ګرګين درې سوه کسان بېل کړل، له ميرويس خان سره پورته وخوت. ټول تر زړو توتانو لاندې پر هوارو شويو ليمڅيو کېناستل.
ګرګين شاوخوا وکتل، ويې ويل:
_جګړه خو بې پرې شويوو اندامونو نه وي.
سيدال خان ناصري وويل:
_صېب! جګړه پورته په کليو کې شوې ده، اوس هم د بلوڅو سرونه پراته دي.
ګرګين پزه کش کړه، په خوند يې وويل:
_د کباب بوی نور هم وږی کړم، خو اول اسيران راولئ.
ميرويس خان يوه پوځي ته اشاره وکړه، شېبه وروسته ګڼ لاس تړلي کسان راوستل شول.
ګرګين ودرېد، کتار ولاړو لاس تړلو کسانو ته ورغی، ټنډه يې تروه شوه:
_ښه نو! تاسو د صفوي حکومت د ماليې مامورين ووژل!
يودم يې يو لاس تړلی ځوان تر څڼو ونيو، چيغه يې کړه!
_احمقه! اور ته دې اچوم.
د ځوان ژامې ته يې سوک ورکړ، د ځوان ورمېږ کوږ شو، له خولې يې وينو داره وکړه. ولوېد.
ميرويس خان منډه ور واخيسته، تر ګرګين يې غبرګ لاسونه را وګرځول، ويې ويل:
_مه کوه! زه يې خپله وژنم، خو اوس يې وخت نه دی، ډوډۍ تياره ده.
ګرګين پر خپل ځای کېناست، يودم يې توپانچه را وايسته، ټک شو، لاس تړلۍ بلوڅ لاندې ورغړېد.
د ګرګين له خولې لاړې باد شوې!
_ ټول اسيران ووژنی!
د ګرګين پوځيانو له خپلو اوږو ټوپکونه کښته کړل.
ميرويس خان چيغه کړه!
_حمله!
له نږدې ونو او ډبرو سپينې لوخړې را ووتې، ډزې شوې، د ګرګين څو عسکر ولوېدل.
ميرويس خان خپله توپانچه ګرګين ته ونيوله، خو د ګرګين مخې ته د هغه يوه عسکر ځان واچاوه، تر خولې يې تېره کوکه را ووته، لاندې ولوېد.
ګرګين منډه واخيسته، څررر شو، غشۍ يې تر غاړې ووت.
د ګرګين درې سوه عسکر يو په بل پسې ولوېدل، ميدان د سوځېدلو باروتو بوی ونيو.
ميرويس خان ورمېږ کوږ کړ، د ګرګين ګڼ سپاره په چټکی سره را روان ول.
د ټوپکو نلۍ ور واوښتې. آسونه وشڼېدل، د ګرګين څو عسکر يو په بل پسې ولوېدل.
درب شو، د توت د ونو لوی ښاخونه را ولوېدل.
ميرويس خان چيغه کړه!
_توپچيان په نښه کړئ.
له دوهم درب سره له ځمکې پورته شو، پر ونه ورغی، اوږه يې د ونې له تنې سره ولګېده، ولوېد، سترګو ته يې دوړه ودرېده.
ويې ټوخل، خپلې توپانچې ته ور وښويېد. نږدې چيغې يې واورېدې، يوه ډله جنګياليو د ګرګين د لښکر خواته منډې ور وهلې!
ميرويس خان چيغه کړه!
_په خپلو ځايونو کې پرېوځي.
درب شو، د توپ ګولۍ د جنګياليو په مينځ کې ولګېده، په ونه کې څررررررا شوه، له ژېړو پاڼو سره سرې غوښې راولوېدې.
يو غوڅ شوی لاس ور باندې راغی، څنګ ته ولوېد، سره بوټۍ لا پورته پورته غورځېده.
ميرويس خان يوه ټوپک ته ور وښويېد. د سره رنګ اغوستي کوټ سپور يې په نښه کړ، سپور له آسه ولوېد.
ودرېد، د ګرګين توپانچه يې ور واخيسته، منډه يې کړه، څغ شو، له ډبرې سوکې باد شول.
ميرويس خان چيغه کړه!
_له همدې لوړو يې په نښه کړئ.
توپانجه يې د ګرګين يوه پوځي ته ونيوله، ماشه يې کش کړه، تشه وه. بېرته شا ته وښويېد. ټوپک يې را واخيست، توت ته ودرېد. ليرې توپچي يې په نښه کړ، دوړه راغله، پر سترګو يې لستوڼۍ تېر کړ، بېرته يې سترګه پټه کړه، ډز شو، توپچي ولوېد.
په بيړه يې ټوپک ډک کړ، مخامخ را روان پوځي ته يې ونيو، ونه لګېد، پوځي را ورسېد، له آسه يې پر ميرويس خان ور ټوپ کړل، دواړه لاندې ورغړېدل، پوځي يې پر ټټر کېناست، ميرويس خان د هغه لاس ونيو، د تېره خنجر څوکه يې تر سترګو پورته ولاړه وه.
پوځي د خپل بدن ټول زور پر خپل مټ واچاوه، د چاړې څوکه د ميرويس خان پر ټنډه ولګېده، پر ښۍ سترګه يې وينه راغله.
يودم د پوځي لاس مړ شو، د ميرويس خان پر ټټر ولوېد، ميرويس خان پورې واهه، د پوځي تر وليو نيزه ختلې وه.
چيغې شوې، د ميرويس خان جنګيالي له مورچو را ووتل. مخامخ د ګرګين پر لښکر ورغلل.
د ګرګين پوځيانو د دښتې خواته منډې وهلي. يو- يو لوېده.
شېبه وروسته چوپه چوپتيا شوه، دښته له سرو کوټونو ډکه وه.
ميرويس خان له خپل پټکي ريتاړه واېسته، تندی يې پرې وتاړه. ورغی. آسونه او انسانان پراته ول، له ځينو خيمو سرې لمبې پورته کېدلې….
اوبو ته ور وګرځېد، کېناست، لپه يې ډکه کړه، سيوري ورباندې راغلل، د خوشالۍ ناره يې واورېده:
_خان صېب! بريالي شوو.
ميرويس خان ور وکتل، سيدال خان او څو نور جنګي قوماندان ولاړ ول. ميرويس خان خپل مخ ته اوبه ور واچولې، لستوڼۍ يې پرې تېر کړ.
سيدال خان وويل:
_د تندي وينه دې لا نه ده درېدلې.
ميرويس خان ودرېد، شاوخوا يې وکتل، له ولاړو ژېړو بوټو په وينو لړلې پښې راوتلې وې.
ويې ويل:
_څومره تلفات لرو؟
سيدال خان وويل:
_نه پوهېږم! خو، اوو، اتو سووو ته رسېږي.
ميرويس خان سړه سا وايسته، له پورته سپکې سپورې راغلې، ميرويس خان ور وکتل، دوو کسانو د ګرګين مړی له پښو نيولی و، په تيږو کې يې کشاوه.
ميرويس خان وويل:
_ورته وواياست چې د مړو بې احترامې ښه نه ده.
يو کس ورغی، له دوو کسانو سره ودرېد، خو هغوی پورې واهه. بېرته يې د ګرګين مړی تر پښو ونيو، کش يې کړ، د ګرګين سلامته پايڅه راوخته.
ميرويس خان ګړندي ګامونه واخيستل، د يوه ژامې ته يې سوک ورکړ، ولوېد. ميرويس خان چيغه کړه!
_ په موږ کې د مړو سپکاوی نشته.
لوېدلی سړی ودرېد، په وينو سرې لاړې يې تو کړې، سترګې يې رډې راوختې:
_خو ده زما ورور را زندۍ کړ!
ميرويس خان وويل:
_سمه ده، سزا يې وليده، بس، نور څه پرې کوې!
سړی روان شو.
ميرويس خان کېناست. ګرګين ته يې وکتل، د ګرګين سترګې سپينې راختلې وې، له غاړې يې تازه وينه راتله.
ولاړ شو، په خاورو کې پروت څادر يې را واخيست، د ګرګين پر لوڅ ورون يې واچاوه. دښتې ته يې وکتل، د مړو پر سر ټپوسان ګرځېدل.
ويې ويل:
_د ګرګين عسکرو ته قبرونه وکېندئ!
يو ږغ يې واورېد:
_صېب! سخته ده، دوه، درې زره کسان دي.
ميرويس خان وويل:
_دا سمه ده چې دښمن دی، خو انسانيت يې هم ويلی، لېوانو او ټپوسانو ته يې نه پرېږدم.
غلی شو، سړه سا يې واېسته:
_د خپلو کسانو مړي بايد د هغوی کورنيو ته وسپارو.
سيدال خان وويل:
_صېب! نه کېږي! د اوو، اتو سووو جنازو انتقال اسانه خبره نه ده.
ميرويس خان په خبره کې ور ولوېد:
_نو دلته يې ټپوسانو ته پرېږدې؟
سيدال خان وويل:
_ګوره! موږ بيړه لرو، د ګرګين په زرګونو عسکر لا په جنګي کلا او نورو کلاوو کې پاتې دي، که د خپل مشر له مړيني خبر شي، ښار ته به اور ور واچوي. موږ بايد د دوی تر خبرېدو مخکې پر جنګي کلا حمله ور وړو.
ميرويس خان وويل:
_د ګرګين درې زره کسان کاکړو ته ورغلل، زر نښه ويشتونکي سپاره د کاکړو د مرستې له پاره ور ولېږئ.
يوه له رنګه تور سړي وويل:
_صېب! کاکړ په خپله په زرګونو غښتلي ځوانان لري، مخکې خبر ول، جګړې ته تيار دي.
ميرويس خان وويل:
_زما خبره ومنئ! همدا اوس زر غښتلي ځوانان تيار کئ!
له رنګه تور سړي وويل:
_په سترګو!
روان شو.
ميرويس خان پر يوه هواره تيږه کېناست. ويې ويل:
_پر جنګي کلا حمله اسانه خبره نه ده!
يوه چاغ سړي وويل:
_يو خو دا د وېرې خبرې ښې نه راباندې لګېږي، موږ خو څه ټکري نه پر سر وو، غيرت مو ټولو ته مالوم دی، مخامخ پې ورځو، هر څه چې خدای پېښ کړل.
ميرويس خان چيغه کړه!
_د خدای روی ومنئ، همدې لويو لويو باټو غرق کړو، بس دی نور ، همدا صفويان سل کاله پاچاهي درباندې کوي. يواځې غيرت مهمه نه ده، عقل يې هم ويلی. پوهېږم چې د جنګي کلا نيول مهم کار دی، خو په کمو تلفاتو.
غلی شو. دښتې ته يې وکتل، يوه جنګيالي يې د ګرګين د عسکر سور کوټ اغوستی و، اوسپنيزه خولۍ يې لمر ته ځلېدله. څو نورو کسانو ورته خندل.
د ميرويس خان سترګې وځلېدې، په بېړه يې وويل:
_د ګرګين د عسکرو زرې، خولۍ، روغ کوټونه او بيرغونه را ټول کړئ.
ولاړو کسانو په حيرانۍ ورته وکتل.
* * *
ميرويس خان په خاورو کې کښلو ليکو ته وکتل. ويې ويل:
_د جنګي کلا لمر ختو خوا ته بازار پروت دی. که له دې خوا حمله وکو، نو عام خلک تاواني کېږي، دلته بايد يو ډز هم ونه شي. شمال ته يې غر دی او جنوب ته يې څو کلي او کروندې پرتې دي.
غلی شو، خپلو قوماندانانو او د قبيلو مشرانو ته يې وکتل، د لښتې څوکه يې يو ځای کېښوده. ويې ويل:
_دا کلي تر نورو نږدې دی، د توپ ګولۍ يې خوري. بايد له خلکو تش شي.
سر يې پورته کړ:
_بابو جانه! د لته د لښتي پر ژۍ کتار ونې ولاړې دي، ته به څو تکړه نښه ويشتونکي درسره کړې، په بل څه کار مه لرئ! بس د جګړې له پيل کېدو سره يواځې د کلا پر دېوالونو ولاړ توپچيان سر پورته کولو ته مه پرېږدئ!
غلی شو، ليکو ته يې وکتل، ويې ويل:
_بهادرخانه! دا ځای وينې؟
په ونه لوړ ځوان ور مخکې شو، د لښتې څوکې ته يې وکتل.
ميرويس خان وويل:
_دلته څه دي؟
_زړې ګنډوالې!
ميرويس خان وويل:
_ته به له درېيو سوو جنګياليو سره په همدې کنډوالو کې پټېږي. له اول ډز سره به ځانونه د کلا عمومي دروازې ته را رسوئ.
پاتې شوه د جنګي کلا جنوبي برخه. دلته د انګورو باغونه دي، پاڼې به يې ژېړې وي، خو که احتياط وکو، سلګونه کسان پکې پټېدای شي.
سيدال خان وويل:
_خو دا خوا هواره ده، له کلا هم ښه ګلالۍ فاصله لري، جنګيالي مجبور دي چې پر کلا د حملې پر وخت له باغونو ور ووځي، تلفات به يې ډېر وي.
ميرويس خان وويل:
_بله چاره لرو؟
ټول غلي ول.
ملا پيرمحمد مياجي وويل:
_دا خوا ماته پرېږدئ! دوولس سوه کسان لرم، لومړۍ به د توپچيانو غم وخورو.
ميرويس خان وويل:
_دې خواته پنځه توپونه ولاړ ول، خو دوه يې ګرګين پر بلوڅو او کاکړو د حملې له پاره را کښته کړل. که يې بل نه وي ور خېژولی، له درېيو توپونو سره چاره کېږي.
غلی شو، لښته يې ور واخيسته، ويې ويل:
_پاتې شوه د کلا لوېديځ لور ته عمومي دروازه. دلته د پټېدو ځای نشته، له يو څو دېوالونو پرته يې ټوله مخه د ورغوي غوندې صافه ده. د لښکر ډېره برخه بايد په همدې هوار ميدان کې وجنګېږي، خو که مې فکر سم وخوت، تلفات به مو کم وي.
داوود خان هوتک وويل:
_د ګرګين له لښکره څو توپونه را پاتې شول؟
سيدال خان وويل:
_ګرګين له جنګي کلا شل توپونه را واېستل، خو اته يې کاکړو ته له تلونکي لښکر سره ولېږل. موږ ته دوولس توپونه په لاس راغلل.
داوود خان هوتک په خبره کې ور ولوېد:
_نو له دې توپونو استفاده نه شوی کولای؟
ميرويس خان وخندل:
_ د همدې توپونو په مټ خو زړور يو. پوهېږې! څلور توپونه د جنګي کلا د عمومي دروازې پر سر ولاړ دي، شپږ نور هم په هغو برجونو کې اېښودل شوي چې د کلا تر مخ پرته ميداني يې تر خولو لاندې ده. دا توپونه بايد د توپونو په واسطه له مينځه لاړ شي.
غلی شو، د ليکو تر څنګ يې يوه بله ليکه وايسته، ويې ويل:
_دلته د اوبو څا ده. که زموږ له نخشې سره سم، د کلا ساتونکو دروازه راته خلاصه کړه او تر دې ځايه ور ورسېدو، نو بيا د جګړې ګټل اسانه دي، د کلا د توپونو خولې دومره نه شې را ټېټېدای چې دا ځای وولي.
بابو جان وويل:
_نو څه ته ماتله يو! نه پرې ورځو؟
ميرويس خان وويل:
_تر اوسه لا وخت شته.
_خو لښکر په جوش کې دی، ټول حملې ته تيار دي، له دوو ورځو مزل وروسته هم د ستړيا نښه نه پکې ښکاري.
ميرويس خان وخندل:
_بېړه مه کوه. د حملې مناسب وخت مازديګر دی، لمر بايد يوه نيزه پورته وي.
ټولو په حيرانۍ ورته وکتل.
ميرويس خان وويل:
_خو له وږو څخه د غنمو د ايستلو څو څپرې مې هم پکار دی.
غلۍ شو، يودم يې وويل:
_پام مو وي، په کلا کې د نارنج ماڼۍ ده، د لته د ګرګين د ځينو قوماندانانو کورونه، ښځې او ماشومان هم شته. موږ يواځې د ګرګين له عسکرو سره جنګېږو.
* * *
د روان لښکر پر سر د صفوي حکومت بيرغونه رپېدل. مخکې روانو سلګونو سپرو سره کوټونه اغوستي ول، په اوسپنيزو خوليو کې يې د مازديګرني لمر ژېړه رڼا پرته وه.
ميرويس خان، ځينې قوماندانان او د قبيلو مشران د لښکر مخې ته روان ول.
سيدال خان آس ته پونده ورکړه، تر لښکر مخکې شو، ودرېد، لښکر ته يې وکتل. د لښکر تر مخې پر څو آسانو پسې تړلو څپرو له ځمکې مړه دوړه پورته کوله… لمر د سپرو وليو ته سيخ و، د سپرو پر مخونو سيوري پراته ول. دوړو او سيورو له پېژندلو ايستلي ول.
سيدال خان بېرته لښکر ته ور وګرځېد. په خوند يې وويل:
_ميرويس خانه! اوس د څپرو راز را مالوم شو، په دې هم وپوهېدم چې ولې دې دا وخت حملې ته مناسب ګاڼه.
ميرويس خان وويل:
_خو لا مې زړه پر ځای نه دی، نه پوهېږم! ساتونکي به د کلا دروازه راته خلاصه کړي که نه!
سيدال خان وخندل:
_د ګرګين په دې سره کوټ، زرې او خولۍ کې به نو څوک وايې چې ګرګين نه يې!
لښکر ورو، ورو د کلا عمومي دروازې ته ور نيږدې کېده. د ميرويس خان د زړه دربا ډېره شوې وه، شاته لښکر ګوته پر ماشه روان و.
يو ناڅاپه د دروازې غنجا وخته، ميرويس خان تر څا تېر شو، خو د لويې دروازې پر سر، په برج کې ولاړ عسکر يودم چيغه کړه!
_دورازه وتړئ! دښمن دی!
د ټوپک ډز شو، د ميرويس خان ښی لاس ته سپور ولوېد.
ميرويس خان چيغه کړه!
_دروازه بندېدا ته مه پرېږدئ!
ډزې شوې، له پورته يو پوځې را ولوېد. توپونه وغړمبېدل. د لښکر په شاته پاتې وروستۍ برخه کې سرې لمبې راوګرځېدې.
د دروازې دوې پلې بېرته سره ولګېدې، څو کسانو آسونو ته پونده ورکړه، آسونه پر دروازه ولګېدله، يوه پله خلاصه شوه. آسونه يو په بل پسې ولوېدل، د دروازې پله پورې شوه، خو ځای ته نه ورتله، د يوه پراته آس نيمايي تنه د دروازې تر ليخک وتلې وه.
شاته توپونه وغړمبېدل، د کلا تر يوه برج سرې لمبې را وګرځېدې…د توپ بله ګولۍ د دروازې له سره تېرې تيږې را بېلې کړې.
چيغې شوې، د کلا جنوب ته له پرتو باغونو ګڼو کسانو منډې را وهلې. د توپ ګولۍ پکې ولګېده، په ونيو لړلي پټکي او څادرونه باد باد شول.
د دروازې دواړه پلې خلاصې ولاړې وې، پلي او سپاره کلا ته د روانو اوبو غوندې ور ننوتل.
ميرويس خان د کلا په مينځ کې يوه دېوال ته کېناست، لومړۍ يې يوه توپچي ته ټوپک ونيو، ماشه يې کش کړه، توپچي پر توپ پرېووت. لاسونه يې يوې بلې خواته ځړېدلي پاتې شول.
ډزې وې، چيغې وې، لمبې وې…. د دېوالونو له سره د ګرګين يو يو عسکر را لوېده.
شېبه وروسته خبره لاس او ګرېوان ته ورسېده، تورې او چړې په وينو سرې شوې. د کلا په مينځ کې څو دوکانونو اور واخيست، له برجونو، کورونو او زندانه تورې لوخړې پورته کېدلې….
جګړه تر ناوخته توده وه، نيمه شپه خال خال ډزو ته ورسېده، سپېده چاود ته يواځې مړه لوګي پاتې ول.