تاند- د کابل په ننني /چهارشنبه/ په تروریستي چاودنه کې د لږترلږه ۸۰ تنو شهیدانو او تر ۳۰۰ زیاتو ټپیانو په منځ کې د رسنیو کارکوونکي هم شامل دي.

د خبریالانو مدافع ټولنې وايي چې د رسنیو د کورنۍ ۲ کارکوونکي شهیدان شوي او ۶ ټپیان شوي دي.

د بي بي سي یو موټرچلوونکی او د طلوع یو کارکوونکی شهیدان شوي دي.

دغه راز د خبریالانو ډېر وسایل ویجاړ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *