تاند- د اُتریش چارواکي وايي، ۱۷ افغانان یې خپل هیواد ته استولي دي.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویندوی کارل هینز ګروندبویک وايي، دا ۱۷ تنه افغانان نن /چهارشنبه/ په یوه الوتکه کې افغانستان ته ولېږل شول.
اتریش وايي د افغانستان ټولې سیمې ناامنې نه دی او هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد کېږي، کولی شي خوندي سیمو ته لاړ شي.
د اتریش له لوري د ۱۷ افغانانو له لېږل کېدو سره په یو وخت په کابل کې انتحاري موټر بمي برید نژدې ۱۰۰ تنه شهیدان او ۴۰۰ نور ټپیان کړل.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې د روان میلادي (۲۰۱۷) کال په لومړیو ۴ میاشتو کې یې ۳۰۹ تنه افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې ایستلي دي.
د دغو کسانو په منځ کې ۳۹ تنه افغانستان ته بېرته استول شوي او نور د اروپايی اتحادیې هغو هیوادونو ته ګرځول شوي چې تر اتریش وړاندې هلته تللي ول.
د دوی د پناه غوښتنلیکونه رد شوي وو.
د اروپايي هیوادونو له قوانینو سره سم، که د یوه پناه غوښتونکي د ګوتو نښې په بل هیواد کې وموندل شي، په درېم هیواد کې پناه نه شي اخیستلی.
له سویډن څخه د افغانانو د نه استولو غوښتنه
په همدې حال کې په سویډن کې د پناه غوښتونکو ملاتړ کوونکو کمپاینرانو له خپل حکومته وغوښتل چې د افغان مهاجرو بېرته ستنول ودروي.
دوی د کابل د نننۍ وحشیانه حملې یادونه وکړه او ویې ویل چې دې برید وښودله چې افغانستان د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره خوندي ځای نه دی.
جرمني د افغانانو د ستنولو پروګرام ودراوه
د کابل له تروریستي بریده وروسته جرمني هم وویل چې افغانستان ته یې د رد شویو افغان پناه غوښتونکو بېرته لېږل درولي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت نن /چهارشنبه/ وویل چې د افغانانو د لېږدولو پروګرام یې موقتاً ځنډولی دی.
جرمني یو له هغو اروپايی هیوادونو څخه دی چې تر ټولو زیاتو افغانانو پناه وروړې او تر بل هر هیواد زیات افغانان له جرمني څخه خپل هیواد ته د ستنېدو په پروګرام کې شامل دي.