د چارشنبې په ورځ سهاروختي د کابل په وزیر اکبرخان مېنه کي د موټربمب د مرګانۍ چاودني له امله، د وروستیو رپوټونو په اساس څه کم سل تنه وژل سوي او څه باندي درې سوه پنځوس تنه ټپیان سوي دي. لکه پخوا چي مو ویلي دي، دا نه لومړنۍ او نه وروستنۍ لويه پېښه ده. دا غم لړلې لړۍ به د سولي تر ټینګېدلو پوري دوام لري. موږ به د خلکو د احساساتو د راپارولو لپاره څونه شعرونه ولیکو؟ د خلکو د سترګو د خلاصولو لپاره به څونه مضامین ولیکو؟ څونه مرکې به وکړو؟ او څونه به پاکستان او د افغانستان د سولي او ثبات بهرنیو دښمنانو ته ګوته ونیسو؟

بدمرغي په دې کي ده چي زموږ اولس، او په تېره بیا منورین، چي ټول تاریخي مسولیت ور په غاړه دی، یوازي د کابل د وزیراکبرخان مېني، د شاهین قول اُردو، د شهید داوود خان د روغتون او دغه راز نورو لویو پېښو په ګړز، له درانه خوبه، را ویښېږي او په هغه ګړي د راډیوګانو، ټلوېزیونو، ورځپاڼو او فیسبوکونو خواته مخه کړي. ټول د خپلو زړونو بړاس وباسي او سبا ته هر څه داسي هېر وي لکه چي هیڅ نه وي پېښ سوي. حکومت هم په دغه راز لویو پېښو کي فعال سي. اولس مشر د غم جامې واغوندي، په روغتونونو ګرځي او امنیتي ادارو او حکومتي چارواکو ته د پېښي په باب د سمدستي تحقیقاتو امر وکړي. خو د اولس مشر په شمول، حکومتي چارواکي ، چي د ټولو دغه راز غم لړلو پېښو مستقیم مسولیت ور په غاړه دی او حتی ښايي پخپله لاس پکښي ولري، خپل اولس او منورین ښه پېژندلي دي. چي اولس او منورین کرار سي دوی هم کرار سي. د پرون او یوې بلي تېري ورځي په څېر په خپلو دسیسو او د ناروا پیسو د ترلاسه کولواو قراردادونو په کاروبار لګیا سي او بیا د بلي لويي غم لړلي پېښي په انتظار کښېني.

د کابل د وزیر اکبر خان مېني غم لړلي پېښي ځکه د امریکا په ټلوېزیونو کي انعکاس وکړ چي یو خو د تلفاتو شمېر ډېر زیات وو او بل دا چي د سفارتونو په سیمه کي منځته راغله. زموږ منورینو هم ځکه غوغا جوړه کړه چي هم پېښه په کابل کي وسوه او هم د شهیدانو او ټپیانو شمېر زیات وو. که د افغانستان په بېلو بېلو لیري پرتو سیمو کي د هري ورځي نښتو او دغه راز ټروریسټي او وحشیانه حملو په اثر د تلفاتو شمېر ته وګورو نو ښايي کله کله د یوې ورځي د ټولو پېښو له امله د تلفاتو شمېر د اکبر خان مېني د غم لړلي پېښي تر تلفاتو زیات وي. زموږ بې وسه اولسونه هره ورځ د خپلو زلمیانو جنازې ښخوي او هره ورځ ملي ماتم دی. د دې ملي ماتم او پر بې دفاع او بې څښتنه افغانستان باندي د غم د ورځو د دایمي کېدلو مسولیت نه د پاکستان او نورو بهرنیو هیوادونو پر غاړه دی او نه د هغوی په غندلو څه لاسته راځی او نه د طالبانو او داعشیانو په غاړه دی. دا مسولیت مستقیما د ارګ او غیر قانوي نظام د ټولو نظامي او امنیتي چارواکو په غاړه دی. که دوی د سولي اراده ولري سوله راتللای سي. که دوی سوله غوښتلای نو د سولي، د تش په نامه، عالي شورا ریاست یې ربانیانو او په وروسته کي بې واکه سید احمدګیلاني ته نه سپاره. او اوس خو لا داسي آوازه ده چي د سولي د شورا ریاست، د افغانستان د بدمرغیو او داخلي جنګونو لوی عامل، ګلبدین حکمتیار ته سپاري. په اصطلاح ښه به یې شل کړي!

دا غیرقانوني او د پردیو په لاس جوړ سوی نظام  او بهرني ځواکونه د غیرقانوني مخدره موادو څخه نیولې، د کانونو تر ناروا او غیرقانوني را ایستلو او ټول اداري فساد پوري په هر څه کي سره شریکان دي. هغوی سوله نه غواړي. که په هیواد کي سوله ټینګه سي او قانوني او د خلکو د ارادې په اساس نظام جوړ سي دا اوسني چارواکي او له لوټمارانو، قاتلانو، د پردیو مزدورانو او فسادیانو څخه جوړ نظام به په هغه ورځ محاکمې ته وسپاري. زه به دوې ورځي وروسته خپله یوه ترخه او نه هېرېدونکي خاطره درته خپره کړم او تاسي به وګوری چي دا حکومت او پارلمان څرنګه او له کومو کسانو څخه جوړ دي.

که د دې غم لړلو پېښو د دوام عامل اوسنی غیرقانوني نظام دی نو یو لوی مسولیت یې زموږ د هیواد منورینو ته، چي د علاج لاره یې پیداکولای سي، متوجه دی. پښتانه منورین باید لومړی د هغو کسانو خولې ماتي کړي چي دوی پر غلجیو او درانیو او مشرقي او جنوبي باندي وېشي. وروسته باید پښتانه منورین ټولو تاجکو، اوزبیکو او هزاره وروڼو ته د ورورۍ لاسونه ورکړي. د کابل د وزیر اکبر خان او شاهین قول اردو په غم لړلو پېښو کي د هر توکم او قوم بچیان شهیدان سوي دي. ټروریستان او زموږ د خاوري دښمنان د پښتنو او تاجکو توپیرنه کوي. هغوی زموږ ګډ دښمنان دي او د ګډ دښمن په مقابل کي په ګډه مبارزه په کار ده. که د نن په څېر څه باندي سل ګوندونه ولرو او د اوسني فاسد او غیر قانوني نظام په مقابل کي یوه متحده چیغه پورته نه کړو دا غم لړلي پېښي به تر قیامته پوري دوام ولري. زه په بشپړ یقین درته ویلای سم چي ستاسي د دغه متحد حرکت او چیغي لومړنی دښمن به اوسنی غیر قانوني نظام وي او ستاسي د پاشلو او ځپلو لپاره به له هري وسیلې او دسیسې څخه کار واخلي.

زه له پلورل سویو کسانو پرته، داسي منورین نه پېژنم چي د ملي یووالي ږغ یې نه وي پورته کړی او دا یې د ټولو رنځونو علاج نه وي بللی. نو بیا ولي ملي یووالی نه راځي؟ دا ځکه چي ملي یووالی عمل ته ضرورت لري او عملي اقدام چا نه دی کړی. ما څه موده مخکي پېشنهاد کړی وو چي له فیسبوک څخه د یوه لوی نعمت په حیث مثبته استفاده وکړی. د ملي یووالي لپاره یوه کړکۍ پرانیزی او یوازي د همدغه ارمان لپاره مضامین او شعرونه پکښي خپاره کړی. په داخل او خارج کي وړې او لويي غونډي وکړی او هلته هم یوازي پر دغي موضوع باندي بخثونه پکښي وکړی. له بهرنیو او داخلي پوهانو څخه د ملي وحدت لپاره پروګرامونه وغواړی. شپږ میاشتي یا یو کال وروسته یوه عمومي غونډه یا کانګریس را وغواړی. د مثال په توګه، د افغانستان د نجات ملي نهضت( انجمن) تر بیرغ لاندي را ټول سی. یو مشر او مشران وټاکی. په راتلونکو انتخاباتو کي برخه واخلی او د دې غیر قانوني او قاتلانو او لوټمارانو څخه جوړ نظام پر ځای یو ريښتونی افغاني نظام ودروی. زه د یوه خواخوږي سپین ږیري په حیث درته وایم چي که مو ریشتیا پر خپلو بېګناه او مظلومو اولسونو زړه خوږېږي نو دا یې لاره ده او دا نېک عمل باید یا نن پیل کړی او یا د پیل کولو په باره کي غور وکړي. د ارګ او فسادیانو په تشو غندلو زموږ لاسته ځکه څه نه راځي چي ارګ پخپله په ټولو پېښو کي لتاړ دی.

آشیان من بیچاره اګر سوخت چه باک

فکر ویران شدن خانه صیاد کنید

جور و بیداد کند عمر جوانان کوتاه

ای بزرګان وطن بهر خدا داد کنید.

2 thoughts on “د کابل مرګانۍ چاودنه/ عبدالباري جهاني”
  1. جهانی صاحب احساسات دي قابل قدر دي اما له واقعیتونو سره سمون نه خوري. ملا عمر، منصور او دا بل ملا بې له شکه وحشیان، دي او له وحشیانو سره سوله مشکله ده. که دوی وحشیان نه وای نو تاسې به له خپلې کورنۍ سره نن په کندهار کې ناست وې، نه په امریکا کې.

  2. ښاغلي جهاني تاسو خپله پاکى زړه سواندى او خواخوږى افغان اولس ته څو څو ځله په اسبات رسولى آن هغه وخت چه تاسو وجدانن له دى مافيايي حکومت سره ورسته له ديرى حو صيلى ګډ کار ته د پاى ټکى کيښود او په خپلو ليکنو کى مو دا فاسد رژيم رسوا کوو
    اوس هيڅ منور افغان چه په هر ځاى کى ده او نوکى انسانى حس لرى هرو مرو بايد دا خپل وجدانى مسوليت ادا کړى
    هغه افغانان چه په اروپا کى اوسى زر تر زره بايد يو سرا سرى افغانى چه د ګوند جوړ کړى ځکه په اروپاکى اوسيدونکىافغامان نه يواخي چه ډير دى او دا اقتثصادى توان لرى همدا شان د مرکزيت له ښه والى د نورى نړى له افغانانو سره د اوګانزيشن په هکله اړيکى اسانه ساتلي سي
    زه په دى باورى يم دا مسوليت په غاړه اخستى شو بى له دى چه خپل کار او بزنس ته شاه کړو دد مظلوم اولس پر موږ خدايي او وجدانى حق دي
    ښاغلي جهانى په اميد دد چه دا ستاسو اپيل د افغانان منورينو وجدان ولړزوى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *