خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۶-۳-۱۰

کندهار، افغانستان- کندهار والي تورنجنرال ارکان الحرب زلمي ويسا نن غرمه په ښاروالۍ کي د پاک او زرغون ښار په نوم د ۱.۸ ميليونه ډالرو په ارزښت پروګرام پيل کړ.

په دې مراسمو کي د کندهار والي تر څنګ ښاروال انجنېر روښان ولسمل، د دې پروژې مسئول سيد نادرشاه زغم، د ناحيو وکيلانو او ګڼ شمېر ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو.

کندهار ښاروال وويل چي دا پروګرام د USAID په مالي ملاتړ د هبيتات موسسې له خوا په ۱۵ ناحيو کي پلی کيږي چي يو نيم کال به دوام وکړي. هغه زياته کړه چي د دې پروګرام هدف خلکو ته د کار زمينه برابرول، د لويي ويالې سنګکاري کول، د تيمورشاهي لېسې په څنګ او ميرويس مېنه کي پارکونه جوړول او د ښار پاتاوونه پاکول دي.

هغه داراز زياته کړه چي د دې پروګرام تر څنګ به ډېر ژر د ۳۲ ميليونه ډالرو په ارزښت د پنځو کالو لپاره د ولسي تړون په نوم يو بل پروګرام هم پيل سي.

کندهار والي تورنجنرال ارکان الحرب زلمي ويسا د ښاروال د فعاليتونو ستاينه وکړه چي خورا مهم پروګرامونه يې پيل کړي او د نورو ولايتونو د ښاروالانو په پرتله يې ډېر کړی دی. هغه وويل چي ښار ته يوازي ښاروالي مسئوليت نه لري، بلکي ښار په ټولو خلکو پوري اړه لري.

نوموړي له بهرنيو موسساتو په خاص ډول هبيتات څخه مننه وکړه چي له ولايتي ادارې سره يې همکاري کړې ده. هغه ډاډ ورکړ چي ولايت مقام په ټولو انکشافي پروژو کي هر ډول همکارۍ ته اماده دی.

داراز تر غونډي وروسته کندهار والي د ښاروالۍ له شعبو او کارونو څخه ليدنه هم وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *