تاند – د ارجنټاین سرحدي پولیسو د دغه هیواد په شمال لویدیځه برخه کې د سان خوان په سیمه کې د اروګوای یو سړی پیدا کړ.
دغه سړی ګومیز نومیږي او ۵۸ کاله عمر لري. دی د یوروګوای دی، څلور میاشتې مخکې چیلي ته رهي و، خو د اندیز په غرونو کې لاره هغه وخت ترې ورکه شوه چې موټر سایکل یې خراب شو او ده پلی سفر پیل کړ.
ګومیز پولیسو ته وویل چې ده په دې موده کې په غره کې ملخ موندل او خوړل.
پولیسو وویل چې ګومیز په دې موده کې ۲۰ کیلوګرامه وزن بایللی دی او اوس د سان خوان په روغتون کې بستر دی.
ګومیز د یکشنبې په ورځ دغه روغتون ته په هیلکوپتر کې ولیږدول شو. ده د مې په ۱۱ په موټرسایکل سفر پیل کړی و.