نور باد شاه یوسفزی

مورې چې کله د کاکا په خوښه مدرسې ته لاړ شم، ټول درسونه د تشدد ويل کېږي، نه پکې قران او نه حديث يادېږي يواځې د تشدد وراني – وژلو درسونه لوستل شي، همځولي ټول راته د فيدايي جانان بچۍ وايي خو په ما د جانان ټکی هيڅ ښه نه لګېږي، پرون راته د مدرسې قاري صيب د ټولو ماشومانو په وړاندې وويل هغه زوی نۀ زوی چې د پلار په قدم لاړ نه شي، ستا پلار د کوپارو سره په جهاد کې شهيد شوی، دا ښوونځي بايد ړنګې کړای شي په دې کې ماشومانو ته د کوپارو ژبه، ون ټو تهري، باچاخان، لارډ ميکالې، امان الله خان.، مارکس لينن، راچرډ ډاکنز، ګاندهي خبرې زده کول کېږي، دا هسپتال بايد وران کړای شي دې کې مريضانو ته طب نبوي پرځای  انګريزی دوا ورکول کېږي، دا سړکونه پلونه بايد وران کړای شي په دې کې خلک د کوپارو د بينکونو، دفترونو، ښوونځيو دندو ته ځي، ته هم د خپل پلار په قدم لاړ شه د ټوپک سره مينه ولره، د جيکټونو سره زړه ولګوه، د الله په لار کې د هر څه تېر شه.

———

مورې! سهار چې ستا په لاس ځای په ځای ګنډلو جامو کې ښوونځي ته لاړم، ټولګيوالو يواځې زما جامو ته کتل، خندا يې کوله، يو ټولګيوال نورو ته وويل چې د دغه هلک پلار طالب وو، ښوونځي به يې ورانول د ماشومانو پلاران به يې وژل نو ځکه يې اوس د زوی پلار هم وژل شوی.

مورې! ټولګيوالو ويل د ده خواته مه کېښنئ خبرې هم ورسره مکوئ چې مونږ د پلار په څير نکړي،

مورې! چې استاذ مې راغلې ډېر په مينه يې راپورته کړم، د ځان خواته يې کړم، وئيل يې چې ته به ډاکټر انجينئر پروفيسر جوړېږې او هغه ټولې خبرې او عملونه به برعکس ثابتوې کوم چې ستا پلار کړي وو.

———-

مورې! بس نور به مدرسې ته نه ځم،، زه د ژوند سره مينه لرم،يواځې ښونځۍ لوستل غواړم، د خپل پلار په رقم  ستا په مخ خاورې اړول نه غواړم،

خپل ټولګيوالو ته ښايم غواړم د طالب ښځه څومره حوصله لرلې شي چې خپل بچۍ د خپل هيواد ساتونکۍ جوړ کړي

مورې! بس نور به مدرسې ته نه زم

مورې! بس نور به مدرسې ته نه زم

Twitter: @Yousafziaan

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *