افغانستان نوين څېړنيزاو مطبوعاتي دفتر
نېټه: ۱۳۹۶/۳/۱۱
پاکستان په اړه بالمثله پاليسي د اونيزې تحقيقي غونډې موضوع، د اغلې ارزو ځواک له لوري چمتوشوې وه.
د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره د غونډې پيل وشو، د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز موسس ډاکتر عبدالله هيواد د پرونۍ تروریستي پېښې قربانيانو ته د دعا په کولو سره ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل:
((د اندونيزيا هيواد له افغان ولسمشر سره د سولې د راوستو په برخه کې خپل ټټر وهلی دی، تر څو د نوموړي هيواد له تجاربو څخه ګټه پورته شي.
افغانستان نوين څېړنيز مرکز د اندونيزيا له سفارت سره اړيکې ټينګې کړې دي، تر څو د سولې په برخه کې د اندونيزيا او افغانستان تر منځ د سولې راوستو په پروسه کې د دريم ګړي په توګه راڅرګند کړي.
ډاکتر عبدالله هيواد زیاته کړه، دا د هر افغان دنده او مسووليت دی، چې د سولې پروسې په برخه کې کار وکړي.))
د غونډې په دويمه برخه کې اغلې ارزو ځواک« پاکستان په اړه بالمثله پاليسي» په اړه چمتو کړی پرزينټېشن د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړ.
((د ځینو استثناوو او ځانګړتیاوو پرته، پاکستان سره بل المثله پالیسي غوره کول او له احساساتو پرته په سړه سینه دهغې پلي کول، په ځانګړي ډول دافغانستان اشغال شویو سیمو په بیرته راګرځولو کې چې له اصلي سیمې سره یوځای او د افغانستان تر حاکمیت لاندې راوستل شي دې هېواد سره د موجوده ستونزو په حل کې تر ټولو غوره، ښه او اسانه لار ګڼل کېدای شي.
ټولو ته ښکاره ده، پاکستاني دولت له افغان دولت سره له کلونو راهیسې او په تېره بیا اوسمهال بې غوغا، ارامه او په سړه سینه سیاسي لوبه کوي.
له پاکستاني لوري په ظاهر کې هرڅه ارام او نورمال ښکاري؛ په خبرو، وعدو او ژمنو کې کمی نه لېدل کیږي، خو د دې غولوونکې ارامتیا شا ته، دغه دولت د افغانستان په وړاندې له بېلابېلو توطیو نیولې، د ترهګرو د مختلفو ډلو او د پوځیانو او ملیشو په ګډون، نااعلان شوې او نیابتي جګړه مخته وړي!))
دا چې پاکستان د افغانستان په وړاندې خپلې ستراتيژيکې موخې په دریو هم مهاله لورو کې تعقيبوي:
(۱) په ټوله کې پاکستانی دولت په ارامه، سړه سینه خپله پلان شوې ستراتیژي پلې کوي
(۲) پوځ او استخبارات يي د ترهګرو پروژه روزي، صادروي او د دوی په نوم او حضور جګړه پرمخ وړي
(۳) مذهبي میډیا يي د استخباراتو تر څار او لارښوونې لاندې د جهاد فتوې ورکوی او د وخت له ضایع کېدو پرته، پرله پسې د افغانستان په وړاندې د جهاد نارې وهي!
په دې سیاسي لوبه کې د پاکستان حکومتونه او اشخاص بدلیږي، کلونه او وختونه تیریږي، لوبغاړي یو د بل ځای نیسي، خو د لوبي ماهیت نه بدلیږي او لا پسې پيچلې او سختیږي!
څنګه چې پاکستان هر وخت د افغانستان د ورانکارۍ لپاره په پنجاب کې ترهګريز روزنځایونه لري او هر وخت د افغانستان په وړاندې د ترهګرو په مټ خپلې شومې موخې تعقيبوي، نو افغان دولت ته په کار دی.
((۱:ـ د افغان حکومت پاليسي د ستراتېژیکو موخو لپاره
۲:ـ د افغاني استخباراتو پاليسي
۳:ـ د افغان مذهبي او مدني ميډيا ))
ددې پاليسي منځپانګه، تشکيلات، موخې او اقدامات لکه د پاکستاني دولت د پاليسیو په شان باید سري او پټ وي، خو په لاندې مواردو کې د افغاني استخباراتو کار عمومي جنبه لري:
ـ د افغانستان په کور دننه د استخباراتو پياوړتيا، چې د پاکستان له خوا د رالېږل شويو تروريستي ډلو مخه په ډيورنډ فرضي کرښه ونيسي.
ـ د طالب هغو قوماندانانو سره چې سره چې په کور دننه افغانستان کې جنګيږي، دولت کې د ونډې او شراکت سره د سولې په موخه، مستقيمې اړيکې نيول او د هغو پراخول
د افغان مذهبي او مدني ميډيا په اړه هم ځواک د پام وړ سپارښتنې درلودلې.
د افغان مذهبي میډیا لخوا ( نه د افغان دولت لخوا) د تروریزم په پالنه او صدور کې د پاکستان د ISI او پوځ په وړاندې د جهاد اعلان
ــ همدارنګه افغان مذهبي ميډيا، د پاکستانۍ مذهبي ميډيا د مقابلې لپاره هم باید چمتو شي او اغیزمنتوب يي زیات او له پاکستانۍ مذهبي میډیا څخه نووښت پخپلو لاسو کې واخلي، له دفاعي حالته ووځي او تعرضي بڼه خپله کړي.
ــ بلخوا افغان مدني میډیا دنده لري یوخوا د پاکستاني دولت په وړاندې د افغان دولت د رسمي دریځ پالیسي وچلوي او بلخوا د افغان مذهبي میډیا غږ لا اوچت کړي او د هغې بشپړ ملاتړ وکړي
ــ افغان مدني میډیا باید د سیمې او نړۍ له میډیا سره د تروریزم په ټکولو کې (په تېره بیا پاکستان کې) شریکه ژبه ولري او په دې برخه کې شریکې اړیکې پیداکړي او ګډې موخې وپالي
ــ افغان مدني میډيا باید په پاکستان کې له هغو کړیو، ډلو او شخصیتونو سره چې تروریزم خپل دښمن بولي هم اړیکې ورغوي او د ګډ کار ژبه پيدا کړي.
د پرزينتېشن له وړاندې کولو څخه وروسته د غونډې برخه والو د موضوع په تړاو خپل نظرونه شريک کړل
ډله ايز بحث
ډله ايز بحث موضوع هم د يوې پوښتنې په توګه پيل شوه، چې ايا پاکستان چې کوم ترهګر او ورانکاري روزي، يواځې پاکستان يې د تمويل سرچينه ده، که کوم نور هيوادو نه هم د ترهګرو مالي ملاتړکوي؟
د بحث ګډونوال
ترکومه چې د ډیورنډ فرضي کرښې معضله ناحله پاتې وي، تر هغو به پاکستان خپلې شيدې ترهګرو ته ورپرېږدي او ترهګر به په افغانستان کې خپل تروریستي بريدونه کوي او افغانان به وژني.
پاکستان دې لپاره په خپله خاوره کې ترهګر روزي، تر څو د ډيورنډ کرښې په اړه افغانان بې تفاوته کړي او دوی د همدې لپاره په خپله خاوره کې ترهګرو پټنځایونه او روزنځایونه جوړوي.
همدارنګه پر دې هم بحث وشو، چې پاکستان يو تقلبي او استبدادي هيواد دی، د واک ټولې واګي له ای، ایس، ای سره دي او ای، ايس، ای په پاکستان کې ډيموکراسي هيڅ شتون نه لري.
همدارنکه پاکستان د ننه هم ستونزې ډېرې دي او پاکستان ددغه دورني ستونزو نه اغېزمن کېدلی شي، نو افغان دولت باید د پاکستان هغه سیمو په پېژندنه کې له زیات دقت او ځيرکتوب څخه کار واخلي، چې چېرته له هغو ستونزو پاکستان متضرر کېدلی شي.
ګډونوالو پردې هم بحث وکړ، چې پاکستان خو به له افغانستان سره د پولې ستونزه لري، خو پاکستان تاجکستان او د منځنۍ اسیا هيوادونو ته هم ترهګر استوي، اصلا پاکستان د منځنۍ اسیا په هيوادونو خپل نظامي ځواک وساتي.
د پاکستان په وړاندې د بالمثله پاليسي غوره کول په ای، ایس،ای فشار راوړلی شي، تر څو په افغاني خاوره کې د خپلو وحشتونو څخه لاس په سر شي، ددې ترڅنګ يادونه وشوه، چې افغان مذهبي او مدني ميډيا کولی شي، چې دپاکستان د ای، ايس، ای په وړاندې د خلکو کرکه او نفرت راپارولی شي.
ننۍ تحقيقي غونډه په دريو برخو وېشل شوې وه، چې لومړۍ برخه کې د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز موسس ډاکتر عبدالله د افغانستان نوين څېړنيز مرکز د رامنځ ته کېدو په اړتيا خبرې وکړې، دويمه برخه د اغلې ځواک پرزينټېشن او درېيمه برخه هم د ګډونوالو نظریاتو ته ځانګړې شوې وه.
غونډه په هيواد کې د تلپاتې سولې په هيله پای ته ورسېده.
کاشکی خدای تاسی مردارخواره همدومره تکړه کړی وی په والله يو ټانکر خو زه هم درته پکی الوزوی شم خو چی خدای اوس تاسی په اتفاق کړی او په خپل حلال رزق صبر وکړی او رشوتونه وانخلی دا ټول هرسه چی کیږی قسم می دی په خدای وی دا ستاسی د خپله لاسه کیږی الحمدالله افغانانو کی اوس هم دومره قوت شته چی په یو شپه کی انګریزان د خاورو سره خاوری کړی اوس خپل هیواد ازاد او مستقل کړی بیا به مو همدی پاکستان ته د جهاد فتوا جوړه شی انشالله په ضرب د یوی هفتی کی ټول پنجابیان به د خاورو لاندی وی ولو که هغه ملا او مجاهد یی هم وی پر ښځه به یی تللی وی انشاالله …..خو امریکایان اوباسی