هره پېښه چي پدې کاينات کي پېښيږي يا هم پېښېدونکې ده –  دا هر څه له پېښېدو مخکې د الله پاک سپېڅلي ذات پخپله پوهه او ځواک ځانته څرګند او ټاکلي دي او هر څه د ټاکلو ځانګړتياوو له مخې پېښيږي. الله پاک په هر څه پوره خبر دی. د يو څه په هکله مخکې له مخکې  ټاکل سويوو ځانګړتياوو ته تقدير ويلی سو – د يوې پېښې له پېښېدو مخکې د هغه پېښې څخه پوره خبر درلودلو ته تقدير وايي.

په بله مانا داسې هم ويلی سو چي تقدير خدايي پوهې ته وايي: ياني، الله پاک د هر څه د خلقېدو تر مخه خبر وو چي کوم څيز به په کوم وخت او په کوم ځای کي له کومو  اغېزو سره خلقوي – او تر څه وخته پوري به پايښت ورکوي. د مخلوقاتو په هکله دغه ځانګړتياوو ، ټاکـنو او بريدونو ته تـقدير ويل کيږي.

اوس راځم د موسليم شريپ يوڅو حديثونه درته ليکم:  ژباړه:

له حضرت عبدالله بن مسعود رض څخه روايت دی څي د الله موبارک رسول ويلي :  ستاسو څخه هر سړی د مور په نس کي تر څلوېښتو ورځو نطفه وي، بيا تر څلوېښتو  ورځو د پرڼ سوې وينې (خټه سوې وينه) په څېر وي او بيا د همدې ورځو په کچه د غوښينې ټوټې پڅېر  پاتې کيږي. وروسته يوه پرښته رالېږل کيږي، هغه پدغه کي روح (اروا) ور پو کوي، لدې وروسته دغه پر ښتې ته د څلورو شيانو د ليکلو امر کيږي، دده رزق، دده  د زوند منګ/عمر، دده کړه وړه او دده خوشبخت يا بدبخت کېدل په نړۍ کي. نو په هغه پاک ذات  سره لوړه کوم څي بل څوک پرته له هغه د عبادت وړ نسته، ستاسو څخه يو سړی د جنتيانو کړه وړه کوي تردې څي د جنت او د  هغه ترمينځ د يوه لاس واټن پاتې سي ــ بيا په هغه باندې تـقدير غالب سي ، او هغه د دوزخيانو  پڅېر کړه وړه پيل کړي. بل لوري ته بيا ستاسو څخه يو سړی د دوزخيانو پڅېر کړه وړه تر سره کوي تردې څي د سړي او دوزخ تر مينځ د يوه لاس واټن پاتې سي ــ  بيا په سړي باندې تـقدير  غالب سي، هغه د جنتيانو پڅېر کړه وړه کوي او جنت ته ولاړ سي. په نورو حديثونو کي راغلي څي پرښته الله ته ووايي: نر يې کړم او که ښځه؟ روزي يې څومره؟ د زوند عمر يې څومره؟ کړه وړه يې څنګه؟ خوشبخته (جنتي) که بدخته (دوزخي)؟  ټول اندامونه يې پوره کړم که اندام ورکۍ؟  نو لدې حديثونو څخه داسې څرګنديږي څي هر څه ټاکل سويدي. موږ خپل زوند د ټاکلو کړنو له مخې پر مخ وړو .

بل حديث ليکم: ژ:

له علي رض څخه روايت دی : څي يوه ورځ موږ  په بقيع غرقد کي له يوې جنازې سره وو، رسول موبارک ص هم راغی او زموږ سره کښېناست، له موبارک سره يوه لکړه وه، رسول د خدای خپل سر کښته کړ او په لګړه يې پر ځمکه کرښې جوړول پيل کړل، بيا يې وفرمايله: ستاسو څخه د هر سړي، د هر زوندي سړي ځای په جنت يا په دوزخ  کي الله پاک ستاسو لپاره ليکلی دی او د هغه خوښبخته کېدنه او بدبختنه کېدنه يې هم ليکلې ده.

له خلکو څخه يوه سړي پوښتنه وکړه: اې د الله رسوله موږ ولې د ځان په هکله په ليکلو باندې باور او ډډه ونکړو ــ عملونه ولې کوو؟ د خدای رسول په ځواب کي وويل: څوک چي له خوښبختانو څخه وي هغوی به خپله د ښو کړنو لوري ته راجع کيږي او هغه څوک څي له بدختانو څخه وي هغوی به خپله د خپلو کړنو لوري راجع کيږي. بيا د خدای رسول وويله: عمل وکړئ! د خوشبختو لپاره به نيک عملونه اسانه کړل سي او د بدبختو لپاره به بد عملونه اسانه کړل سي. لدې خبرو وروسته رسول الله ص دغه ايت شريف ولوست: ژ:

چا څي صدقه ورکړه او له الله څخه وډار سو او د نېکيو تصديق يې وکړ موږ به هغه لره نېکيانې اسانه کړو، او چا څي بخل وکړ او بې پروايي يې وکړه او نېکيانې يې درواغ وګـڼلې موږ به هغه لره بديانې اسانه کړو.

بل حديث ليکم:

له حضرت عمران بن حصين رض څخه روايت دی:   څي اې د خدای رسوله ص ! ايا د جنتيانو او دوزخيانو  علم متعين سويدی؟ پيغمبرص ځواب ورکړ: هو.

هغه سړي بيا پوښتنه وکړه نو د عمل خاوندان د څه لپاره عمل وکړي؟ پيغمبرص وويل: هر سړی څي د  هر څه لپاره پيدا کړل سوی دی د هغه لپاره هماغه عملونه اسانه کيږي.

بل حديث ليکم: ژ:

له حضرت ام المومنين عايشه صديقه رض  څخه روايت دی: څي يو ماشوم مړ سو نو ما وويل: ده لره دي خوښي وي، دی خو د جنت له مرغانو يو مرغه وو، نو رسول الله صوويله: ته پدې نه پوهېږې څي الله پاک جنت جوړ کړ او اور يې جوړ کړ ، د جنت لپاره يې هم خلک جوړ کړل او د اور لپاره يې هم خلک جوړ کړل.

يو بل حديث هم تاسو ته ليکم: ژ:

له حضرت ابو هريره رض څخه روايت دی: څي رسولص د خدایج وفرمايله: ادم او موسا عليه السلام د خپل رب په وړاندې يو له بل سره مباحثه وکړله، خو حضرت ادم پر موسا عليه السلام غالبه سو. حضرت موسا وويل: تاسو هغه ادم ياست څي الله پاک پخپل لاس جوړ کړلاست او د خپل خوښې روح يې درته پو کړ، په ټولو پرښتو باندې يې تاسو ته سجده وکړله او پخپل جنت کي يې  وساتلاست، بيا تاسو د خپلې خطا له وجې خلک ټول له جنت څخه ځمکې ته راکښته کړل. نو ادم عليه السلام ورته وويله:

ته هماغه موسا يې چاته څي الله پاک د پيغمبرۍ او د کلام فضيلت ورکړ، تاته يې هغه تختې درکړې پر کومو چي د هر شي بيان سته، ته يې د سرګوشۍ لپاره خپل مقرب وټاکلې. ستا د مالوماتو له مخې الله پاک تورات زما له پيدايښت څخه څوکاله مخکې ليکلی وو. حضرت موسا عليه السلام ورته وويله: څلوېښت کاله مخکې، نو حضرت ادم عليه السلام ورته وويله: ايا تا په تورات کي وويل څي ادم د خدای ناپرماني وکړه او هغه لارورکی سو؟ موسا په ځواب کي ورته وويل: هو.

بيا حضرت ادم عليه السلام ورته وويل: ايا ته ما د هغه عمل لپاره ملامتوې  کوم چي الله پاک زما د پيدايښت څخه څلوېښت کاله مخکې ليکلی وو چي دغه عمل به زه کوم؟ رسول الله وفرمايله : هغه وو چي حضرت ادم پر حضرت موسا عليه السلام باندې غالبه سو.

له دې ټولو حديثونو دا ثابيتيږي چي انسان دومره خپلواک دی چي څومره دی غواړي!!! (پدې خاتر څي د جنت او دوزخ  خاوندان ټاکل سويدي) . خو موږ بيا هم پر ځان باندې د کوپر او لارورکۍ دېوالونه راګرځولي دي او هيڅ کار  د نورو انسانانو پڅېر نسو کولای ــ لکه د کوپارو اختراوې، تجربې، او نور د پرمختګ لپاره اړين کارونه کوم چي کوپار کوي. موږ يوازې د عبادت او اطاعت کرښې ښې لوستلی سو او بس نور مو ځانونه خپله پدې او په هغه  خبرو کوپار کړيدي.

له پورتني حديثونو ويلو څخه پدې پوهېږو چي الله پاک د مور په نس کي هر څه ليکي ــ کړه وړه، رزق، عمر، نر که ښځه، روغ که ناروغ او خوشبخت که بدخت (دې ځای ته پام وي چي د هر انسان  کړه وړه ، رزق او نور  هر څه… له وخت سره سم ليکل او ټاکل کيږي ــ ګوا هر انسان د خپل وخت او وسايلو سره تـقدير لري يانې هر انسان  د خپلې ټولنې ، او مادي وسايلو د  وخت سره سم پيدا کيږي  او هيڅ انسان هم له وخته شاته ندی زېږدلی. دا به هم تېروتنه وي چي موږ ووايو موږ له وخته شاته پاتې يو ـــ د هر سړي تقدير له وخت سره په بشپړ ډول تړلی دی).

يوې اړينې  خبرې ته پاملرنه را اړوم!!

ځيني ملا ساهيبان وايي: زه نوي شيان نه منم ، د جازبې د قوې نظريه نه منم، د انسانانو نظريات نه منم ځکه دا خو کاپيرانو ليکلي او ويلي دي.

ښه ملا ساب که دا ټول نه منې نو بيا د تـقدير خبره ولې منې!!

که د تـقدير خبره منې نو د انسانانو دا ټولې لاسته راوړنې خو هم د هغو انسانانو تقدير وو ــ دغه انسانان د  همدې کارونو لپاره پيدا کړل سوي وو چي د خدای د ځمکې او نيزام چلولو دودونه دغه ټولنې ته بيان کړي دا خو الله پاک خپله غوښتي چي داسې وسي.  او د وزخ او جنت خاوندان هم ټاکل سويدي. که اوس هم نه منې نو تر تا لوی ناپوهه نسته.

                                            اسلام الدين مشر

                                        جاويد پوهنيز بنسټ مسول

One thought on “تـقدير څه ته وايي؟/ اسلام الدين مشر”
  1. سلامونه،
    وروراسلام دين مشرته په ډېراحترام وړاندې کولوسره ،ستاسوپورتنۍ دتقديرسرليک لاندې ليکنه مې دقيقه ولوستله،زماپه نظرد
    یو څو املایی سهوو اصلاح : ناسم>سَم
    موسلیم شریپ> مُسلم شریف
    موبارک> مبارک
    رسولص د خدایج؟>> د خدای ج. رسول ص.
    خاتر> خاطر
    کوپر> کُفُر ؛کوپار>کفار
    اختراوې> اِختراعوې
    بدخت>بد بخت
    ساهیبان> صاحبان
    جازبې> جاذبې
    نیزام>> نظام
    په ټوله اسلامي او پښتنولي مینه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *