هغه څه چې نوم یې په زړه خوږ لګي، په راتګ یې مړو جسدونو او خپه زړونو کې ژوند بښونکی روح او خوشحالي پيدا کېږي او په نشتون یې په بوټو کې تازه او غوړېدلي ګلان مړاوې او رژيږي؛ سوله ده!!!
سوله هغه نوم دی، چې په اورېدو یې د جنګ ملا ملاتېږي، سوله د ملالۍ د زړه غږ دی.
سوله امن دی، چې په راتګ یې د جنګ تور او سپیره ټغر ټولیږي.
سوله مینه ده، چي په شتون یې له یو بل نه قربانېږو.
سوله ریښتینولي ده، چې په راتګ یې خپلو هیلو ته رسېږو.
خو افسوس چې زما په غمځپلي او دردېدلي وطن کې چې د جنګ او وحشت شومې څیرې یې له وینو ډکې لمن څخه نه لرې کېږي؛ دسولې په نامه څه نه پیژني، له نوم سره یې اشنا دي خو راتګ ته یې کړمند.
سوله الهي نعمت دی، څوک چې په سوله کې پیدا شوي وي او د خپل ژوند ټول پسرلی یې د سولې تر شنه اسمان لاندې تېر کړی وي؛ هغه د سولې په ارزښت پوه دی. ځکه هغه چا چې زندان نه وي لیدلې نو خپل ازاد ژوند په نعمت کې نه شمېري. خو برعکس هغه خلک او ولسونه چې د خپل ژوند ډېره برخه یې جنګ او جګړه کې تېره کړې وي او د خپلې کورنۍ، کلي، سیمې او بلاخره د هېواد د بې وزله، معصومه او بې ګناه وګړو ټټرونه يې په مردکیو سوري، سوري شوي وي، د بې ګناه وژل شویو انسانانو له وینو ډک لښتي یې بهېدلي لیدلي وي، یا هم د ۲۱ مه پیړۍ بل ډول ظالمانه او بې رحمه وژنې د بمونو په وسیله د انسانانو د الوزولو پېښې یې په سترګو لیدلې وي او په وحشیانه ډول د څارویو او حیواناتو په څېر د حلالو شویو انسانانو ککرۍ یې لیدلې وي نو خامخا به سوله غواړي، سوله به خوښوي او د سولې راتګ ته به لبیک وایې.
مګر هغه انسان چې په جنګ کې ناروا ګټې لري او په جنګ کې د تورې سرمایې خاوند شوی دی د بل چا مال یې په خپله بې انصافه غېږ کې نیولې وي او د کاذب او مصنوعي شخصیت خاوند وي نو تل به د سولې له نوم او راتګ څخه ویره او هراس لري.
د سولې نه شتون د انسانانو زړونه دومره کلک او بې رحمه کړي؛ چې د یو بل د وینو په څښلو او د یو بل د سر په پرې کولو نه ستړي کېږي. هر یو په خپلو خولو کې ډوب دی، خپل بې وسه ولس ته د چا پام نه دی. ماشومان یې د تعلیم او کتاب په ژبه نه بلکې په ټوپک باندې روزل کېږي، د ښوونځي له نوم سره یې غوږونه نا اشنا دي خو د جنګ هر ډګر ورته معلوم دی، د قلم په نیولو نه پوهېږي خو د ټوپک اخیستلو ماهران دي. د افغان په نوم هر کس تروریست، قاتل او غل نومول شوی.
دا چې د سولې له نعمت څخه ډېر وروسته پاتې یو او سواد باندې د ستر کفر ټاپه لګوو، دا زمونږ د کمزورۍ او ناپوهۍ نښه ده. د سواد نشتون دې چې سترګې مو د نادانۍ په تورو پردو کې پوښل شوي، د یو بل حقوق نه پېژنو، د یو بل ناموس او عزت ته درناوی نه کوو، د لېوانواو داړونکو ځناورو په څېر تر خپله وسه هڅه کوو؛ يو بل ته تاوان ورسوو او یو بل نېست او نابود کړو.
اخر تر کله به یو بل ته د کرکې او نفرت په سترګه ګورو، تر کومه به مو د خوار ولس مخ په وینو رنګ وینو او جنازې به تر هدیرې رسوو.
د سولې له راتګ څخه له هېچا هیله مه لرئ، هر یو مو په بېلابېلو نومونو وژني خو په دې لا نه یو پوهېدلي چې هرې خوا ته افغان وژل کېږي.
پورته شئ، اوپیل یې له خپله ځانه وکړئ، لاسونه سره ورکړئ او په زړونو کې مو د نفرت پر ځای د مینې تخم وشیندئ، تر څو اباده، سوکاله او ارامه هېواد ولرو او په سوله کې ژوند وکړو.