تاند- په جرمني کې یوه افغان د پناه غوښتونکو په استوګنځي کې یو پنځه کلن روسی ماشوم وژلی او مور یې ورټپي کړې ده.

دغه یو څلوېښت کلن افغان د بایرن ایالت ریجینزبرګ ښار ته نژدې په ارنشوانج ښارګي کې د شنبې په ورځ /جون ۳/ مخکې تر دې چې د ماشوم مور ووژني د پولیسو له لوري ووژل شو.

تراوسه پورې پر روسۍ ښځې او د هغې پر زوی د دغه افغان، چې نوم یې نه دی اعلان شوی، د حملې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پېښې د قربانيانو په اړه هم څه نه دي ویل شوي چې د روسیې د کومې سیمې اوسېدونکي دي.

خو ویل شوي چې د ماشوم مور سخته ټپي شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *