تاند- په ننګرهار کې چارواکي هیله لري چې سږ کال د زیتونو حاصل تر ۱۲ سوه ټنه واوړي.
د (ننګرهار کانال) ريیس غلام حضرت عبدالرحیمزي نن /یکشنبه/ وویل؛ هلې ځلې روانې دي چې راتلونکی کال په ننګرهار کې د زیتونو تولید تر دې هم زیات شي.
ده همداراز وویل چې د زیتونو ۵ لکه اووه زره نیالګي چمتو کړای شوي چې راتلونکی کال په ننګرهار کانال کې کېښودل شي.
ده وویل، د زیتون ښه حاصل ته په کتو اټکل کوي چې سږ کال به د زیتونو تولید تر ۱۲۰۰ ټنو واوړي.
د عبدالرحیمزي په وینا حکومت هم توانېدلی چې د مځکو له غاصبانو څخه د کانال د ریاست ۴۶۰۰ ایکړه مځکه بېرته ترلاسه کړي.
ده هیله څرګنده چې د نارنجو او مالټو حاصل به هم په راتلونکو کلونو کې زیات شي.
د ننګرهار کانال رييس د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د ده تر مشرۍ لاندې ادارې په کانال کې د مالټې او نارنج ۲۳ زره نیالګي ایښي چې لا په مېوې نه دي راغلي.