تاند- له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د پاکستان د ټولو ګوندونو کنفرانس په داسي حال کې د دوشنبې په ورځ پیل شو چې په خیبر ایجنسۍ کې وسله والو سخت دریځو د باړې د شلوبر د سیمې پر امن کمېټې برید وکړ او درې تنه یې ووژل.
د صدراعظم نوازشریف په مشرۍ په دې کنفرانس کې د پاکستان د سیاستوالو ترڅنګ پوځي چارواکي هم ګډون لري.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز اشفاق کیاني او د آی ایس آی عمومي رييس د غونډې په لومړۍ ورځ پاکستان ته د ورپېښو ستونزو او بهرنیو ګواښونو په اړه مالومات وړاندې کړل.
کنفرانس ته د تصویب لپاره د وړاندې شوي پرېکړه لیک په مسوده کې ویل شوي چې د امنیت د ټینګېدو د اصولو له مخې دې په قبایلي سیمو کې له خلکو سره د خبرو اترو لړۍ پیل شي.
په همدې حال کې د پاکستان د طالبانو د تحریک ویندوی شاهد الله شاهد د دې کنفرانس په اړه وویل: داسي ښکاري چې د لومړي ځل لپاره پوځ او حکومت یوه خوله وي.
د بي بي سي اردو څانګې د طالبانو د ویندوی له قوله ویلي چې دوی د ټول ګوندیز کنفرانس د پرېکړې هرکلی کوي او په دې اړه به خپله نهايي پرېکړه په څو ورځو کې د طالبانو د تحریک د شورا په غونډه کې وکړي.
د پاکستان د ټولو ګوندونو کنفرانس ته د حکومت له لوري د پرېکړه لیک په مسوده کې ویل شوي چې په جګړه او د بې پېلوټه الوتکو په غیرقانوني حملو کې په زرګونو بې ګناه خلک او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
پرېکړه لیک دا یادونه هم کړې چې پاکستان به د ترهګرۍ پرضد د جګړې پرېکړه په خپله کوي او د امریکا په شمول به د هیڅ هیواد دیکته نه مني.
په پرېکړه لیک کې د طالبانو په وړاندې د نرمښت ښودلو په خاطر د پاکستان د لس کلنې جګړې په پرتله د بې پېلوټه الوتکو پر بریدونو زیاتې نیوکې شوي دي.
د پرېکړه لیک په مسوده کې ویل شوي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د پای ته رسولو لپاره دې داسي خبرې پیل شي چې پایله ولري. د خیبر پښتونخوا حکومت او ټولې ښکېلې خواوې دې په خبرو اترو کې شاملې کړای شي.
په پرېکړه لیک کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان منتخب حکومت پر قبایلي سیمو د بې پېلوټه الوتکو پر بریدونو پر له پسې احتجاج کړی دی.
د پرېکړه لیک په مسوده کې راغلي:« موږ پر دې خبرو یوه خوله یو چې د بې پېلوټه الوتکو حملې نه یوازې د پاکستان د مځکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده بلکې د ترهګرۍ پرضد د جګړې هلوځلو ته زیان اړوي.»
په پرېکړه لیک کې د طالبانو د نظر د بدلولو لپاره دا هم ویل شوي چې د پاکستان مرکزي حکومت دې د بې پېلوټه الوتکو د حملو د مخنیوي لپاره ملګروملتو ته مراجعه وکړي ځکه چې دا حملې د نړیوالو قوانینو خلاف دي.
د پرېکړه لیک په مسوده کې د بلوچستان د مسلې د حل کولو لپاره د دې صوبې حکومت ته واک ورکړای شوی څو په خپله خوښه له ټولو ناراضانو سره، که هغه په بلوچستان کې اوسي یا له دې ایالته دباندې، خبرې پیل کړي.
خدای مو په خپلو کې سره واچوه چې مونږ مو له شر نه نور خلاص شو.
د پاکستان ملایان زموږ تر ملایانو ډیر هوښیاران دي
چې پوه شي د طالبانو حمایت او ترڅنګ ساتل د پاکستان په خیر او په افغانستان کې د هغوی د ګټو د خوندیتوب لپاره لوبیږي ، نو ټول ملایان غلي شي؛ او کله چې خپلې ګټې په کې ونه ویني او یا دا چې هغوی د ځان په تاوان وویني بیا ټول را غونډ شي او د سولې خبرې کوي.
تف زموږ په لوده ملایانو