جمشید عمر

(( دا ښه ده، چې د تخیل قوه لرو، کنه زړه به مو چاودلی و))

مانلي یو ماهې نیوونکی و. یوه شپه د ماهیانو د ښکار لپاره  بحر ته لاړ. دی د ښکار په لټه کې وي، چې طوفان پرې راغی. ناڅاپه د یوه موج نه یوه بحري ښاپيری ( د خدای لور) راښکاره او د هغه څخه غواړي چې د بحر تل ته ورسره لاړ شي. په لومړیو کې یې نه قبلوي؛ خو تر ډېرو خبرو اترو وروسته د ښاپيری غیږي ته بسم الله کړي او د بحر تل ته لاړ شي. شپه له هغې سره تېروي او سحر بیرته ساحل ته راخیژې. هغه چې کله ساحل طرفته ګوري؛ نو وینې چې هیڅ نشته. حتی د کور نښه یې هم نه ښکاري؛ نو حیران او سرګردانه پاتې شي. که څه سترګې یې بحر ته پټې کړي وي؛ خو حیران دی چې څه وکړي.

دا د نیما یوشینج د یوه  داستان برخه ده.(( دلته کیدای شي د ښاپيرۍ نه چې پخوا به یونانیانو هر څه ته یو خدای درلود؛ نو دلته یې د خدای لور بولي)) مانلی یو داسی کس دی، چې نور نو ددی نړۍ نه غواړي یو داسی ځای ته لاړ شي، چې هلته نور دا مخلوق (انسان) ونه وینې. غم پریږدي، خوشحالي وکړي. همیشه خوندونه وي. همیشنی نړۍ سره پیوست شي.

موږ وایو چې کله شاعر او یا لیکوال د ټولنې نه متاثره شی؛ نو قلم یې وخوځي. هغسې هیواد چې هره ورځ یې د بلې نه بدتره ده؛ نو ددی نه ښه ده، چې یوه بله خوا سړی کډه وکړي. دلته د فرهنګ زور نه رسیږي. شاعر څه څه راواخلي او څوک د غوږ نه ونیسې، چې سم شه. لیکوالو ته پېښې دومره شي؛ چې اه وباسې او چیرته خیال پلو ته لاړ شي.

شاعر عاشق، لیکوال عاشق، ناقد عاشق ښکاریږي

د ادیبانو کاروان ولی په غلط روان دی؟

سمه ده چې هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه؛ نو دغه پوښتنه به څنګه شي:

په داسې شرایطو کې چې ادب په ټپه ولاړ وي او خلک د اقتصاد په غم کې وي؛ نو د ادب مینوالو ته څه کول پکار دي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *