تاند- د کابل د تېرې چهارشنبې په موټربمي برید کې د روښان مخابراتي شرکت تر ۳۰ زیات کارکوونکي وژل شوي دي.

په دغه تروریستي برید کې تر ۱۰۰ زیات کسان شهیدان او تر ۴ سوه ډېر نور ژوبل شول.

خو روښان شرکت نن /دوشنبه/ څرګنده کړه چې په دغه برید کې، چې د یوه تانکر په وسیله وشو، د دوی تر ۳۰ زیات کارکوونکي او د کارکوونکو د کورنیو غړي شهیدان شوي دي.

د دغه خصوصي شرکت د پانګونې لویه برخه د اغا خان د اقتصادي پرمختګ بسپنې کړې ده.

روښان شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي«روښان تاییدوي چې د چهارشنبې د دردوونکې چاودنې په نتیجه کې زموږ د شرکت ۱۲ کارکوونکي او زموږ د شریکو کمپنیو ۱۹ مامورین وژل شوي دي.»

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې په دې وحشیانه برید کې د روښان ۵۰ نور کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د افغانستان وسله والو مخالفو ډلو؛ اسلامي دولت، د طالبانو تحریک، حقاني شبکې او نورو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست ادعا کړې چې دا برید حقاني شبکې د پاکستان په مرسته کړی دی. پاکستان د ملي امنیت ریاست ادعا رد کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *