فرید منګل –
(تل ددې په اړه اندیښمن کیدل چې نور زموږ په اړه څه فکر کوي د یو بندي په څیر ژوند کول دي) ــ لاوتازو
دا د انسان طبیعت دی، چې تل دا خوښوي تر څو د نورو لخوا وستایل شي، او هم یو منلی شخص واوسي. خو د نورو په فکر کې خپل ځان کتل د پریشانۍ لامل کیږي. دا چې د ټاکلې اندازې زیات خفګان مو په ژوند منفي اغیز کوي، نو په کار نده چې د نورو د افکارو لپاره خپل ژوند قرباني کړو.
په یاد ولرئ، چې تاسو ژوند کې ټول خلک نشی خوشحاله کولای. دا ناشونې ده، چې تاسو د هر چا هېلې پوره کړئ، او یا چې څه ډول دوی غواړي ژوند وکړئ. نو ضروري نده چې د هر چا د خوشحالۍ لپاره خپل ژوند ته اور ورکړو، یواځينۍ شخص چې باید د خوشحاله کولو هڅه یې وشي تاسو یاست. ځينې څیړونکي په دې باور دي چې د انسانانو فکرونه تل د بدلون په حالت کې قرار لري. هېڅ انسان دا نشي ویلای چې زما فکر تل یو شان او ثابت دی، بلکې د انسان افکار، نظر، او لید په دومداره توګه بدلون مومي. شاید یو څوک ستاسو په اړه اوس ناوړه فکر ولري خو دا شوني ده، چې نږدې راتلونکي کې یې ستاسو په وړاندې په فکر کې بدلون راشي. نو اړینه نده، چې دې ته پریشانه شو چې مقابل لوری زموږ په اړه څه ډول فکر لري.

که تاسو هر وخت د نورو د افکارو سره سم عمل کوئ، نو هېڅکله په دې نشی توانیدلی چې ژوند کې خپل لیدلوری وټاکئ. هڅه وکړئ ځان ته خپله معیار وټاکئ، د نورو خلکو معیارونه مو ژوند کې د بریالیتوب سبب نشي کیدای. خلک د هغه کړنو په اړه فکر کوي څه ډول چې دوی ارزو لري. ځينې وخت تاسو شاید یو مثبت کار ترسره کوئ، خو شاید د نورو د مخالفت سره مخ شئ، نو دا په دې معنې نده چې تاسو کوم ناوړه عمل ترسره کوئ. بلکې مقابل لوری شاید ستاسو کړنو ته د غلطې زاویې ګوري. نو د ځان په اړه خپله سالم فکر تر نورو ډیر اړین دی.
که تاسو تل د نورو د افکارو تر اغیز لاندې وی، او د دوی د فکر سره سم عمل کوئ. نو باید په یاد ولرئ چې د ستونزو او کړاو پر وخت تاسو یواځې یاست، او نورو ته ستاسو ستونزه هېڅ توان نشي رسولی. نو په کار نده چې د لنډمهاله خوشحالیو لپاره اوږمهاله خوشحالۍ له منځه یوسو.