عصمت الله صالح

په خط او خال بهیر کې مې د فلسفې لکچر ورکاوه. یو ځوان رانه وپوښتل: عقل زورور دی که فکر؟

د ځوان پوښتنه ځکه مشکله وه؛ چې ډېره حیرانونکې وه. خو سمدستي مې ورته وویل: موږ په عقل دومره باور نه شو کولی، څومره چې له افکارو تمه لرو.

انسان د خپل وجود موجودیت ترډېره په عقل نه شي ثابتولی، خو فکر بیا دې پوښتنې ته کره او زبردست ځواب لري.
زموږ ورځنۍ کړنې به هغه وخت مثبتې وي؛ چې له خیال منډه کړو او په یوه سا د فکر تر غېږې ځان ورسوو.

له خیال نه مې هدف وچ په وچه عقل نه دی، خو په ټوله کې خیالونه هم د عقل زېږنده وي.

فکر هم د عقل یو اړخ دی؛ موږ که عقل غندو نو په حقیقت کې مو فکر ته په بده کتلي.
ځکه نو د ځوان دې پوښتنې له یو هیاجان حالت سره مخ کړم.

نو اصلي خبره مې دا کوله درنو قدرمنو؛ چې همدغه عقل او فکر دی چې موږ په ژوند کې ژوند کوو. خو که دغه چارې یوازې تر عقل محدودې کړو؛ (پر خپل عقل، فکر ونه کړو) بیا نو هسې خوراک او څښاک کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *