هغه څه چې انسان له نابودۍ او ماتې سره مخ کوي، هغه یې خپل منفي فکرونه دي چې په خپل زړه، ځان، روح او مغز کې یې ځای ورکړی، که نه بهرني عوامل پر وجود باندې د اغېز کوم خاص قدرت نه لري.
فکر وکړئ، یوه نږدې ملګري مو په اړه کومه منفي خبره کړې ده، څه فکر کوئ هغه خبره په یوازې ډول زموږ ورځ خرابولای شي؟ ضرور به مو ځواب منفي وي. یوازې هغه وخت دا ډول خبرې پر موږ اغېز کولای شي چې په زړه کې ورته ځای ورکړو، په اړه یې فکر وکړو او ویې منو.
منفي فکرونه چې موږ یې په خپل ذهن کې ساتو، د شمعې د پلتې په څېر مو له دننه سوځوي، کله چې په زړه کې وېرې او نا هیلیو ته ځای ورکړو، په ښکاره جسمي توانایي او پیاوړې اراده له منځه ځي. د بېروني پیاوړتیاوو او بریاوو لپاره باید لومړی له زړه هغه څه وباسو چې سوځوي مو او پر ځای یې مثبتې انرژۍ ته ځای ورکړو.
راځئ له دې وروسته له ځان سره هوډ وکړو چې د خلکو منفي خبرې پر موږ اغېز ونه شي کولای، په خپل ذهن کې مثبتو او انرژي لرونکو خبرو ته ځای ورکړو، ورځ مو په خوشالۍ پیل کړو او د ژوند په هره شېبه کې د خوشالۍ له احساساتو څخه ډک و اوسو.
