م. نهضتیار – 

د اسلام په مبارک دين کې تعصب ګناه ګڼل کیږی. څښتن تعالي په قرانکریم کې فرمایلي: مونږ تاسې ډلې او قبایل پیدا کړي یاست تر څو یو بل سره وپیژنئ خو په تاسو کې غوره هغه دی چې تقوی ولري. پیغمبر علیه السلام وايي هغه څوک چې تعصب کوي زمونږ له ډلې څخه نه دی. په ورته وخت کې د ارواپوهنیې له نظره تعصب  یوه رواني ناروغي ده. په افغانستان کې هم بې له شکه ډیر خلک په دې ناروغۍ اخته دي او ډیری دا متعصبین له بده مرغه د یو ځانګړي قوم، سمت، سیاسي جریان او ګوند پورې تړلي خلک دي.

جمعیت له پیله د ژبني تعصب پر بنیاد رامنځته شوی ګوند و چې آن د هجرت پر مهال یې غوڅ اکثریت کارکوونکي د یو قوم څخه وو او د نورو قومونو پر وړاندې به یې توپیري چال چلند کاوه. دا په دې مانا ده چې جمعیت له آره په مذهبي نه بلکه په قومي بنسټ جوړ شوی ګوند دی. سره له دې چې برهان الدین رباني د مصر ا الازهر پوهنتون فارغ و او ځان یې په افغانستان کې د اخوان المسلمین د بنسټګرو څخه ګاڼه خو د نورو قومونو او ژپو پر وړاندې یې تبعیض څرګند او هر چاته معلوم و.

په کابل کې د واک په ګدۍ له ناستې سره سم یې ملي سرود چې تل به په پښتو ژبه و په دري باندې واړاوه، د ده د حکومت پر مهال په کابل کې په ټولو وزارتونو او ادارو کې په ځانګړي ډول د پښتتو سره توپیري او له سپکاوي ډک چلند پیل شو او د طالبانو د راتګ سره یې د پښتنو ضد او تعصبي افکارو لا زور واخیست. ان احمدشاه مسعود چې د جمعیت د ډلې مشهور قوماندان و خپلو پلویانو ته يه یوه ویډیو کې پښتانه غیر متمدن او له غرونو راښکته شوي خلک ګڼلي. دا او داسې نورې ډیرې بیلګې په دې مانا دي چې دا تنظیم په نوم یو اسلامي تنظیم دی او اصلي دنده یې په هیواد کې تعصب ته لمن وهل دی. د ۱۳۷۱ کال راهیسې د دې تنظیم سره ډیری ستمي  او د پرچم د ډلې متعصبین یو ځای شول او اوس ځان د جمعیت غړي ګڼي. دوی د قدرت او مقام د لاسته راوړو لپاره له هر ارزښته تیر خلک دي او د خپلو ګټو د تأمین لپاره هر کار کوي.

د طالبانو د سقوط څخه ورسته د جمعیت نوی قشر د تعصب په ناوړه ناروغۍ لا زیات ککړ شو او دا تعصب یې لا ډیر افراطي او له تشدده ډک شو، دوی نه یواځې تعصب لري بلکه دیني او ملي ارزښتونو ته هم تل سپکاوی کوي، د پخوانیو پرچمي چارواکو نوی نسل چې اوس ځان د جمعیت اسلامي پورې تړلی ګڼی په دې کې ډیر مخکښ دی، د سقاو د زوی د تش تابوت د خښولو اصلي طراحان هغه ځوانان دي چې دیني او ملي ارزښتونه هیڅ نه پیژني او غواړي نور هیوادوال ناسم لورې ته سوق کړي. دوی د خپلو تعصبي کړنو او جریاناتو په ترڅ کې ټول انساني او اسلامي ارزښتونه د پښو لاندې کوي او دا کار په ډیره بې شرمۍ ا وسپین سترګۍ کوي.  د حزب اسلامي سره د سولې په پروسه کې تر ټولو منفي افکار د جمعیت همدا نوی نسل خپروي، چې په ټولنیزو رسنیو کې خبره آن تر کنځلو او سپکو سپورو رسیدلې ده، تر ټولو بده یې لا دا ده چې دا کنځلې کوونکي په لوړو دولتي څوکیو او یا انکشافي پروژو کې په کار هم بوخت دي او بې له کومې ویرې دا کار کوي.

که جمعیت دې اصل ته پاملرنه ونکړي نو لرې نه ده چې د دې تنظیم لخوا به هم ملي او هم دیني ارزښتونه لا زیات د پښو لاندې شي او مسؤلیت به یې بیا د جمعیت د هغو مشرانو په غاړه وي چې د قدرت او پیسو په نشه کې ترې دا هر څه هیر شوي دي او په اګاهانه یا نا اګاهانه ډول په دې ناوړه کړنو کې ښکیل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *