د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یو شمېر لندن مېشتو اروپايي او امریکايي شاعرانو د فرانسې د سمبولېزم مکتب تر اغېز لاندې د یوه نوي مکتب بنسټ کېښود چې په ۱۹۱۲ کال د امریکايي لندن مېشت شاعر اېزرا پونډ (Ezra Pound) او ټي.اېس. الیوت له خوا ایماژېزم ونومول شو او په دې سره دغه دوه کسان د ایماژېزم مکتب او تیوري بنسټ اېښودونکي وګڼل شول. دغه ادبي مکتب ډېر ژر خپور شو، پلویان یې وموندل او د ریچارد آلدینګتن (R.Aldington)، هیلډا دولیتل (H.Doolittle)، اېف.اېس. فلینت (F.S.Flint)، سکیو یت کنل (S.Cannel)، امي لویل (A.Lowell) او جان کورنوس (J.Cournos) په څېر سترو شاعرانو او لیکوالو ورته مخه کړه.

له پخوانیو او دودیزو شعري او ادبي قالبونو او سبکونو ستړیو ایماژېستانو له رومانتیک ادب، وېکټوریايي شاعرۍ او د جورجین په څېر شاعرانو له فکر او خیال سره شدید مخالفت څرګند کړ او د شعر په برخه کې یې د داسې نوي سبک او مکتب لټه وکړه چې په وسیله یې ځانونه د پخواني شعر او کلیشه يي ادبیاتو له قید او بنده آزاد کړي تر څو په نوې ژبه، نوي خوند او رنګ خپل شاعرانه احساسات، افکار او تخیلات بیان کړي.

همدارنګه ایماژېستانو شعر ته له نوې زاویې کتل او غوښتل یې چې د شاعرانه انځورونې په څېر نوښت او ابتکار له مخې په شعر کې پراخ تحول رامنځ ته کړي او له سره یې تعریف کړي. د مثال په توګه، هیوم د کلاسیکو افکارو له مخې شعر د «مجسمه جوړونې» له هنر سره تشبېه کوي او الیوت د تیوفیل ګوتیه په پله پل ږدي او وايي چې: «شاعر باید د انځورونې، نویو تشبېهاتو او بدیعیاتو په وسیله د ژبې له خلاقانه ځانګړتیاوو ګټه پورته کړي او په دې سره هم ژبې او هم ادبیاتو ته نوی رنګ ورکړي.»

همدارنګه اېف.اېم. فورډ هم د الیوت په څېر په دې عقیده و چې شعر باید د خلکو په ورځنۍ ژبه د ټولنې له اړتیاوو سره سم وویل شي او د لیکنۍ ژبې کلیشې، اصول او مقررات له پامه وغورځول شي. خو امي لویل بیا په لومړي ګام کې د شعر وزن او وزم (آهنګ) ته اهمیت ورکاوه او په دې عقیده و چې شعر باید د موسیقۍ په څېر موزون، آهنګوال او په ورته حال کې په زړه پورې او لطیف وي.

یانې دا چې ایماژېزم وړاندې له دې چې ادبي مکتب اوسي، یو ډول شعري نوښت او دود ماتېدنه وه چې ویې شو کولای له ځان وروسته د شعر د تحول له پاره پراخه زمینه برابره کړي. د دې ادبي جریان پیروانو تر ډېره د «آزاد شعر» بنسټ کېښود او د را وروسته شعري بدلونونو له پاره یې لاره پرانسته.

ایماژېزم څه وايي؟

۱ـ د شعر آزادي

ایماژېستان د آزاد شعر پلویان وو او غوښتل یې شعر له هر ډول قید او بنده آزاد وي. دوی هغه مفکوره پرېښوده چې شعر باید موزون، قافیه وال، ردیف وال او… وي. ځکه د دوی په اند په آزاد شعر کې د ابتکار، نوښت او خلاقیت له پاره د شاعر لاس خلاص وي او په اسانۍ سره کولای شي خپل احساسات، تخیلات، مفکورې او عواطف بیان کړي.

۲ـ انځور ګري

د دې ادبي مکتب پیروانو ساده مضامین د انځور ګرۍ او تصویر جوړونې په مټ په نظم اړول او د تصویر په وسیله یې هر ډول حسي یا ذهني مبهم شي ژوند او خارجي واقعیت ور کاوه.

۳ـ روښانه او صریحه ژبه

ایماژېستانو په لنډو او ګټورو الفاظو عقیده لرله، یانې دوی غوښتل شاعر سیند په کوزه کې ځای کړي او دغه کار هم په ښکاره وکړي. د دوی په اند، شاعران باید د کلمو او لفظونو په کارونه کې بخیل او له سپما کار واخلي. دوی به ویل، لکه څرنګه چې فکر مو له اضافي او حاشیه يي کلمو او لفظونو تش دی، باید خبرې او لیکنې مو هم له اضافي کلمو تشې وي، خپل مطلب روښانه، صریح او سوچه بیان کړو.

۴ـ سمبول

تخیل د شعر له اصلي عناصرو ګڼل کیږي او سمبول هغه څه دی چې د خیال پرده پرې رنګینیږي. د ایماژېستانو په باور هر شی په طبیعي توګه سمبول دی او له همدې امله باید د اشارې پرمهال خپله شی بیان شي، له تشبېه، کنایې او استعارو څخه کار واخستل شي.

۵ـ د شعر وزن او وزم ته اهمیت ورکول

لومړنیو ایماژېستانو د شعر پر موزون توب او آهنګ ټینګار کاوه او هڅه یې دا وه چې د امکان تر حده شعر له موسیقۍ سره نیږدې کړي. د دوی دغه عقیده د فرانسې د سمبولېزم مکتب څخه سرچینه اخلي.

د  ادوارد سټور شعري ټولګه  د وهم هېندارې(Mirrors of illusion) د هغو آثارو له ډلې ده چې د ایماژېستي تفکر له مخې یې شعرونه ویل شوي. د ایماژېزم بل لوی اثر « څو ایماژېست شاعران(Some imagist poets)» اثر دی چې د امي لویل او آلډینګتن له خوا د ۱۹۱۵ تر ۱۹۱۷ کالو په درییو ټوکو کې خپور شوی او دغه کتاب د ایماژېستانو مرامنامه او بیانیه هم ګڼل کیږي. همدارنګه د بیاکتنې (A Retrospect) په نوم د امریکايي شاعر ازرا پونډ د ادبي مقالو ټولګه هم د هغو آثارو له ډلې ده چې د ایماژېستانو د نظریاتو، عقایدو او لیکنې سبک ښکارندويي کوي.

ایماژېستانو خپل آثار د لندن او شیکاګو په هغو مجلو او نشریاتو کې خپرول چې د ازرا پونډ او انګلیسي شاعر ریچارد الیډینګټون(۱۸۹۲-۱۹۶۲م) تر نظر لاندې خپرېدې. ازرا پونډ څه موده وروسته له دې مکتب څخه فاصله واخسته او کارونه یې د امریکايي شاعر ایمي لویل(۱۸۷۴-۱۹۲۵م) له خوا تعقیب شول او په لنډه موده کې یې د څو ایماژېستو شاعرانو آثار خپاره کړل. جان ګولډ فلچر، هیلدا دولتیل، ویلیام کارلوس ویلیامز، اېف.اېس. قلینت او ډي.اېچ.لارنس د ایماژېزم مکتب نامتو شاعران دي.

هنر د انسان د فکري او رواني عنصر په توګه تل هڅه کړې چې د انسان نړۍ رنګینه او زړونو ته نیږدې کړي. له همدې امله تجسمي او تصویري هنرونه ورځ تر بلې پراخیږي او عام وګړي د خپل ژوند برخه ګرځوي.

له همدې امله د شعر او کیسې په څېر تحریري او نقلي هنرونو کې شاعرانو او لیکوالو د ذهني انځورنو جوړولو ته مخه کړې او د انځور رسمولو په ځای یې هغه حالت په هنرمندانه او زړه راښکونې بڼه انځور کړی او په دې سره یې د خپلو مخاطبینو تلوسه ډېره کړې ده. ممکن له ځینو سره دا پوښتنه پیدا شي چې ولې په شاعرۍ کې انځور جوړونه مهمه ده؟

پل والري وايي: «شعر د نڅا په څېر دی او نثر لکه عادي تګ. د عادي تګ هدف مقصد ته ځان رسونه ده خو نڅا خپله مقصد دی او د کوم مقصد په لوري په نڅېدو تلل ډرامه ده» د دې مطلب دا دی چې انځوریزه شاعري د شعر ښکلا زیاتوي، تلوسه ډېروي او د لوستونکي په ذهن خورا ژور اغېز کوي.

د انځوریزو شعرونو پنځول د هر شاعر کار نه دی او دغه چاره خورا مهارت ته اړتیا لري. استاد غفور لېوال په دې اړه په خپله یوه مقاله کې لیکلي چې په شعر کې د حالاتو تصویر ډېر نه کاریږي او داسې لږ شاعران شته چې کولای شي دغه کار وکړي: « په شعر کې د کلماتو او مفاهیمو له سبمولیک رول څخه کار اخیستل کېږي او په تصویرونو کې هم د کلماتو له سمبولیک او ذهني موقعیت څخه استفاده کېږي، ځکه خو د یوه کامل تصویر د درک له پاره د شعر د لوستونکي ذوق او پوهه هم مهمه ده. په شعر کې ترکیبي مفاهیم لږ کارېږي هغه صفتونه او قیدونه چې په نثر کې کارول کېږي کټ مټ په شعر کې نه شي راتللی مثلاً، د کاریګر چاودې، خیرن او زیږه لاسونه په شعر کې په اسانه نه شي تصویریدلای شاعر یوازې د کاریګر لاسونه یادوي او انتظار لري چې ددغو لاسونو په څرنګوالي دې لوستونکی پخپله پوه شي. همدا راز دا به ستونزمنه وي که تاسو په شعر کې ولیکئ چې نجلۍ په مکیز میکز، کږه وږه په لاره روانه وه، پستې زلفې یې پورته پورته غورځولې او نړۍ ملایې تاووله را تاووله . . . ددې ټولو له یادولو څخه ښکاري چې د حالت تصویر په شعر کې ډېر نه کاریږي خو شته داسې شعرونه چې د حالت د بریالیو تصویرونو لرونکي دي او داسې شاعران شته چې په شعر کې د حالت تصویر ځایولای شي البته پرته له دې، چې د شعر  ښکلا او هنري جوړښت ته یې زیان ورسیږي».

انځورونه د شعر جوړوونکي توکي ګڼل کیږي او د شعر معنویت بډایوي. د بلاغت پوهانو له خوا د تشبیه، استعارې، مجاز، کنایې، سمبول او تمثیل په څېر د شعر له پاره ټاکل شوي توکي هغه څه دي چې د شعر د ښکلا او شعري انځورګرۍ برملا کولو له پاره ترې کار اخستل کیږي. له همدې امله په شعر کې ګڼ هنري فنون او بدیعي ښکلاوې د ښو انځورونو جوړولو له پاره په کار راځي. په پښتو شعر کې انځوریزه شاعري له ډېرې پخوا دود وه او د لرغونې دورې د نامتو شاعرانو او قصیده ویوونکو په شعرونو کې څرګندیږي؛ کله چې بېټ نیکه وايي:

لویه خدایه لویه خدایه

ستا په مینه په هر ځایه

غر ولاړ دی درناوي کې

ټوله ژوي په زاري کې

دلته دي د غرو لمنې

زموږ کېږدۍ دي په کې پلنې

یا

دلته لږ زموږ اوربل دی

ووړ کورګی دی ووړ بورجل دی

د بېټه نیکه پورته مناجاتو ته په کتو او لږ په کې له فکر کولو ښه په ګوته کیږي چې د خپلې سیمې او استوګنځای غوره تصویر یې انځور کړی او په دې سره لوستونکی د شعر تل ته ښکته کوي. چېرته چې نیکه اوسېده، هلته واقعا ً د کسي غرو لمنې وې او دوی تر ډېره په کېږدیو کې اوسېدل؛ واړه واړه خټین کورونه وو او د کور رڼا کولو له پاره به په کې اورونه بل وو.

کولای  شو ووایو چې د طبیعت پالنې (ناتوریالېزم) سبک پلوه شاعران تر ډېره ښه تصویر جوړونه کولای شي؛ ځکه چې شعري تصویر جوړونه  خورا زیات مهارت او شناخت ته اړتیا لري او تر هغه چې د طبعیت ژبه او ځانګړتیاوې له شاعر سره ملګري نه شي، شاعرانه انځور ګري نه شي جوړېدای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *