تاند- په امریکا کې د پاکستان سفیر عزیز چودري پرون /چهارشنبه – جون ۷/ وویل، پاکستان د امن، خوندي، سوکال او خپلواک افغانستان غوښتونکی دی.

چودري دا خبره په یوه غونډه کې، چې د واشنګټن ډي سي د اتلانتیک شورا د جنوبي اسیا په مرکز کې جوړه شوې وه، وکړه.

دا غونډه په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ په اړه د سیمې پر نظر بحث ته ځانګړې شوې وه او د افغانستان، عراق او ملګرو ملتو لپاره د امریکا پخوانی افغان الاصله سفیر زلمي خلیلزاد هم پکې برخه لرله.

په امریکا کې د پاکستان سفیر د کابل د تېرې اوونۍ د چهارشنبې د ورځې وحشیانه برید په کلکه وغانده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې دا برید حقاني شبکې د آی ایس آیس په مرسته کړی دی.

داسې ښکاري چې پاکستان له دې پېښې وروسته سخت اندېښمن دی او وېره لري چې په نړیواله ټولنه کې به نور هم منزوي شي.

د پاکستان سفیر ښاغلي چودري وویل چې د دوو هیوادونو (افغانستان او پاکستان) ترمنخ بې اعتمادي سولې ته د رسېدو هدف له خنډ سره مخامخوي.

ده زیاته کړه«تروریزم که په هره پلمه وي، زموږ لپاره د منلو نه دی.»

چودري په عین حال کې وویل چې په سیمه کې د سولې د راوستلو لپاره به د پاکستان هلې ځلې د افغانستان د انتقادي څرګندونو تر اغېز لاندې رانه شي.

په کابل، بغداد او ملګروملتو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د کابل د حملې په اړه په وروستیو ورځو کې ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل« دا حمله له نورو سره توپیر لري او له دې سره دا تمه شته چې د واشنګټن په ستراتیژي کې تغییر راشي.»

خلیل‌زاد ازادي راډيو ته وویل، که کابل دقیق شواهد ترلاسه کړي چې دا ثابته کړي چې دا چاودنه حقاني شبکې کړې ده، نو دا اطلاعات باید له نړیوالو سره ژر تر ژره شریک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *