نیکه ناول

یوولسمه برخه –

ميرويس خان ټيټ شو،  له خاورو يې يو  ماشوم ور پورته کړ، د هغه پر سپېره مخ يې د خپلې لونګۍ څنډه تېره کړه، د ماشوم سترګې پټې وې، پر ټټر يې د تورې سور پرار ښکارېده.

د ميرويس خان سترګې  ډکې شوې، د ماشوم پر سپيره مخ اوښکه ولوېده، ورغړېده، د هغه تر سپېرې زنې پورې يې توره ليکه جوړه کړه.

ميرويس خان ماشوم  پر خپل ټټر پورې ولګاوه. سلګۍ يې شوې. ځان يې کابو کړ.

کيڼ لور ته  يې وکتل، د نارنج د ماڼۍ سپين دېوالونه  تورو لوګيو نيولي ول.

مخ يې واړاوه، د ده ځينې جنګيالي په کنډوالو کې ګرځېدل، څو نورو د ګرګين د مړو شويو پوځيانو جېبونه لټول…

ميرويس خان ماشوم پرې ايست، خپل څادر  يې پرې هوار کړ.

ځګيروی يې واورېد. په بېړه ولاړ شو، د چت را لوېدلي لرګي يې ليرې کړل، له خاورو يې د ګرګين  ټپي عسکر  را وايست. د عسکر کولمې را وتلې وې.

د عسکر په وينو سرې شونډې وخوځېدې:

_اوبه! اوبه!

ميرويس خان منډه واخيسته، د يوه مړه عسکر له تشي يې د اوبو پتک را خلاص کړ، بېرته راغی، سترګې يې رډې را وختې، د تږي، ټپي پوځي غاړه پرې وه، ولاړ قومي مشر پر سره کوټ خپله سره توره پاکوله.

ميرويس خان چيغه کړه!

_ولې؟

قومي مشر يواځې وخندل، روان شو.

له کنډوالو څو په ټوپکو بار کچرې را ووتې. ميرويس خان منډه ور واخيسته، په بيړه يې وويل:

_څه کوئ!

يوه له ونې ټيټ مول وهلي کس ځواب ورکړ!

_د وسلو ډېپو مو مات کړ، ولجه ده.

ميرويس خان چيغه کړه!

_ دا وسلې په بيت المال پورې اړه لري.

ورغی، بار ته يې اوږه ورکړه، تړلې ټوپکې لاندې ولوېدې.

منډه يې واخيسته، له مړو جسدونو يې ټوپ کړل. ځان يې په يوه سا د کلا تر عمومي دروازې پورې ورساوه. چيغه يې کړه!

_دروازه وتړئ!

_درنې پلې وغنجېدې.

د دروازې پر سر برج ته وخوت، تر کلا د باندې يې وکتل، د باغونو خواته   پر غاليو، مېزونو، الماريو… بار خرې روانې وې.

ميرويس خان د خپل يوه جنګيالي له لاسه ټوپک و ايست، له ډز سره د يوې خرې پښو ته مړه دوړه پورته شوه.

خرې ودرېدې.

ميرويس خان وويل:

_هلئ! غله راوګرځوئ!

لاندې د کلا د دروازې تر مخ ولاړ پوځي ناره کړه!

_صېب!زموږ خپل کسان دي.

ميرويس خان چيغه کړه!

_را ويې ګرځوئ!

څو پوځيانو منډه ور واخيسته.

ميرويس خان بېرته له برجه کښته شو، د ګرګين د غونډو سالون ته ننوت، غالۍ ټولې شوې وې، څوکۍ او مېزونه مات پراته  ول.

د باندې ووت، يوه جنګيالي ته يې وويل:

_هله! سيدال خان ته ووايه چې قوماندانان، د قبيلو مشران او ټول لښکر د کلا ميدانۍ ته را ټول کړي. يواځې په برجونو کې څو کسان پرېږدئ.

غرمې ته د کلا لويه ميداني له جنګياليو ډکه وه، ميرويس خان يوه بام ته وخوت. د ښځو، ماشومانو او اسيرانو  په وژلو يې خواشيني وښوده، ويې ويل چې موږ يواځې د خپلواکۍ له پاره جنګېږو، که ظلم وکړو، نو زموږ او د ګرګين فرق څه دی.

وروسته يې د چور کيسې را واخيستې، بار  کچرو او خرو ته يې اشاره وکړه، ويې ويل چې د ګرګين په وژلو به صفوي حکومت ضرور خپل غچ اخلي، همدا ټوپکې او توپونه به يې په درد خوري…. د اتحاد او اتفاق په اړه وغږېد، د جګړې اخلاق يې تشريح کړل، د ښځو، ماشومانو او اسيرانو وژنه يې بې غيرتي وبلله….

ميرويس خان اوږدې خبرې وکړې،  لمر ته د ولاړو زرګونو کسانو سرونه ځړېدلي وو.

د ميرويس خان له غږېدا وروسته يو چاغ،  په ونه لوړ قومي مشر را مخته شو، د بار کچرو درول يې د ځان سپکاوی وګاڼه، ويې ويل چې په دې جګړه کې ده  او د ده اتو سوو  جنګياليو برخه واخيسته، نږدې دوه سوه  شهيدان يې ورکړل، حق يې دی چې له جنګي کلا څو ټوپکي وباسي…
ميرويس خان ناره کړه!

_ که د وطن د ازادۍ له پاره راغلي ياست، پاتې شئ. که نه نو د کلا دروازه خلاصه ده.  

چاغ په ونه لوړ قومي مشر چيغه کړه!

_زما کسان دې راووځي!

له لښکره شل، پنځه ويشت جنګيالي ور ووتل.

د قومي مشر ټنډه تروه شوه.

_زما خبره مو وانه ورېده!

يو ځوان مخکې ورغی، ويې ويل:

_خپل قوم دې سپک کړ، موږ په وطن مين خلک يو.  نه دې غواړو.

قومي مشر خپلې تورې ته لاس کړ، بېرته يې ګوتې مړې شوې، له شل، پنځه ويشتو کسانو سره د کلا د لويې دروازې خواته روان شو، خو پنځه  کسه بېرته ترې را وګرځېدل.

له لښکره يوه چيغه راغله!

_خو دلته نورې نارواوې هم شوې دي. د جګړې پر مهال دوو سياسرو ته لاس ور لوېدلی.  

د ميرويس خان سترګې رډې راوختې! په بېړه يې سيدال خان ته وکتل.

سيدال خان وويل:

_خبره يې سمه ده.

_جنايتکاران معلوم دي؟

_هو، څلور کسه!

ميرويس خان وويل:

_زندۍ يې کړئ!

د سيدال خان سر وځړېد:

_صېب! خو يو يې ستا ترورزی دی!

ميرويس خان چيغه کړه!

_زندۍ يې کړئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *