نیکه ناول

ديارلسمه ( ورستۍ) برخه

*     *     *

سپېدې چاودلې وې، خو لا هم پورته څو راڼه ستورې ځلېدل…. کله کله به يو آس وشڼېد، يو ټوخی به راغی، په غونډيو کې به يوه لېوه وانګولل…
داوود خان هوتک له خپل لښکر سره بېرته را روان و، په لښکر کې يې زر سپاره جنګيالي اضافه شوي ول، اوس يې شمېر څلورو  زرو ته رسېده.

دوی د شګلنو غونډېو په پيڅکو کې روان ول. کله کله به يوه آس ټوډه ووهله، مخکينۍ پښې به يې تر زنګنو په شګو کې ننوتې.

هوا ولاړه وه، شګې پر خپلو ځايونو پرتې وې.

يو ناڅاپه څررر شو، د داوود خان هوتک  يوه جنګيالې چيغه کړه، لاندې ولوېد.

مخامخ شګې باد شوې، له شګو په  سلګونو کسان را ووتل، غشې وورېدې، د داوودخان څو  سپاره يو په بل پسې ولوېدل.

داوود خان چيغه کړه!

_کمين دی!

آسونه وشڼېدل، د داوود خان جنګياليو خپلې ټوپکې  تشې کړې، له شګو راوتلې څو جنګيالي يو  په بل پسې ولوېدل.

داوود خان چيغه کړه!

_شاته وګرځئ!

د آسونو مخې را وګرځېدې، د داوود خان لښکر شاته لاړ. ليرې په دښته کې ودرېد، وارخطا جنګياليو  مخامخ غونډيو ته کتل، هېڅ هم نه و.

داوود خان ناره کړه!

_تش شوي ټوپکونه ډک کړئ!

ټوپکونو ته باروت، چرې او پلتې ور ولوېدې.

واړه قوماندان راغلل، له داوود  خان سره ودرېدل، ټولو مخامخ غونډيو ته کتل…ليرې د يوې غونډۍ پر سر يو تور ټکی ښکاره شو، ټکی ورو، ورو غټېده. د غونډۍ پر سر يو سپور ودرېد.

ورپسې پر يوه اوږده لکړه پېيلی بيرغ ښکاره شو، شېبه وروسته د غونډيو سرونو زرګونو سپرو واخيست.

داوود خان وويل:

_د خسرو خان لښکر دی.

غلی شو. ويې ويل:

_څه کوو؟

يوه قوماندان وويل:

_پرې ورځو!

بل په خبره کې ور ولوېد:

_نه، تباهي ده! ورته وګورئ!

ټولو غونډيو ته کتل، خړې غونډۍ تکې تورې ښکارېدلې.

داوود خان وويل:

_تاواني کېږو. څلور زره کسان له دېرشو زرو جنګياليو سره نه دې برابر.

د يوه قوماندان ټنډه تروه شوه:

_نو وتښتو؟!

داوود خان وويل:

_هو!

_خو دا بې غيرتي ده.

_خو زه په ځان وژنه کې غيرت نه وينم!  

لښکر ته يې مخ ور واړاوه! چيغه يې کړه!

_شاته ګرځو!

قوماندانانو ته يې وکتل، ويې ويل:

_جګړه کوو، خو  دلته نه! دا دښته مو په ګټه نه ده. موږ بايد د بست د کلا تر کنډوالو پورې ځانونه ورسوو.

غلی شو، ويې ويل:

_د خسرو خان له لښکره دومره فاصله ونيسئ چې د توپ ګولۍ مو ونه خوري.

يوه وويل:

_خو که هغوی راپسې را چټک شول، بيا؟

_په دې شګو کې آسونه دومره تېز نه شي تلای، بل دا چې خسرو خان په لسګونو درانه توپونه لري، سلکونه  بګۍ يې له خوراکي او نورو موادو ډکې دې، تېز نه شي تلای!

_خو ټوله دښته شګه نه ده، که کلکې ته ورسېدو بيا؟

داوود خان وويل:

_بيا به يې هغه وخت ګورو، اوس حرکت کوو.

لښکر حرکت وکړ، دوی د خسرو خان له دېرشو زرو سپرو  څخه په ګلالۍ فاصله کې مخکې روان ول.

دوه درې ځله توپونه وغړمبېدل، خو ګولۍ يې ليرې لګېدې.

غرمې ته شګې کمې شوې، پسته ځمکه ورو ورو کلکېدله….آسونه ګړندي شول، خو لا هم د دواړو لښکرو تر منځ ډېره فاصله پرته وه.

ماسپښين سپېره دوړه راغله. سترګې نه رڼې کېدې، خو د داوود خان جنګيالي ونه درېدل.

مازديګر  دوړه کېناسته، د خسرو خان لښکر نه ښکارېده. آسونه ستړي ول، داوود خان له دمې پرته بله چاره نه ليده، خو خپلو دوو سپرو  ته يې امر وکړ چې په چټکی سره د بست د کلا  تر ګنډوالو لاړ شي او ميرويس نيکه ته احوال ور وړي چې د دښمن لوی لښکر در روان دی.

له تيارې سره ليرې په دښته کې سرې رڼاوې بلې شوې. د داوود خان جنګياليو حرکت وکړ، دوی تر هغو مخکې لاړل چې رڼاوې ورکې شوې.

د شپې يې په دښته کې واړول، پيرې ودرېدې،  ستړي لښکر سترګې پټې کړې.

نيمه شپه يو پيره دار پر ځمکه پرېووت، پر سپېرو خاور يې غوږ            و  لګاوه، ځمکه نرۍ نرۍ  دربېدله.

شېبه وروسته ټول لښکر ويښ شو، په شپه کې يې حرکت وکړ، سپېده چاود روانو اوبو ته ورسېدل، جنګيالي د  اوداسه له پاره له آسونو کښته شول، ډزې شوې…څو کسان اوبو ته ولوېدل، نورو آسونو ته ور منډه کړه، پر زينونو پورې تړلې ټوپکې يې را واخيستې.

توره غوټه را راوانه وه. دوه ، دوه نيم زره کسان ښکارېدل.

د داود خان جنګياليو ګونډې ووهلې، د ټوپکو له نليو سپينې لوخړې را ووتې، د دښمن لسګونه کسان ولوېدل….

تورې را وختې، لاس په لاس جګړه ونښته، روانې اوبه سرې شوې….د خسرو خان عسکر يو په بل پسې لوېدل، د شاته تګ چيغې پورته شوې، پاتې عسکر بېرته شاته  وتښتېدل.

داوود خان چيغه کړه!

_هلئ! وخت مه ضايع کوئ! د خسرو خان سلامت لښکر را روان دی، خپل ټپيان را ټول کړی، له دې ځايه ځو.

درب شو، د توپ ګولۍ ولګېده، د داوود خان ټنډه سړه شوه، لاس يې ور ووړ، تورې خټې وې.

داوود خان چيغه کړه!

_د بست  د کلا کنډوالو ته نږدې يو! هلئ!

*     *     *

هوا توده وه، د ستړو آسونو له خولو سپين ځګونه بهېدل… د سپرو مخونه سپېره ښکارېدل.

ميرويس نيکه وويل:

_څومره تلفات لرې؟

داوود خان سړه سا وايسته:

_ نه پوهېږم، درې- درې نيم سوه ته رسېږي.

ميرويس نيکه د بست دروازې ته نږدې ټيټې غونډۍ ته وخوت. چيغه يې کړه!

_سل کسه له ټپيانو سره لاړ شئ. نور په ړنګو دېوالونو کې مورچې ونيسئ!

يوه آس هم حرکت ونه کړ.

د لښکر له مينځه يوه چيغه راغله!

_موږ جګړه کوو.

ميرويس نيکه وويل:

_پوهېږم، خو موږ دلته تر ډېره مقاومت نه شو کولی، د تګ په وخت کې به د ټپيانو انتقال اسانه نه وي. هلئ نو، سل ستړي کسان را مخته شئ.

ټول غلي ول.

ميرويس نيکه چيغه کړه!

_دا يو امر دی!

څو کسان را مخته شول او له ټپيانو سره يې د کندهار د ښار په لور حرکت وکړ.

د ميرويس نيکه په امر څه کم شپږ زره جنګيالي په کنډوالو کې پټ شول. ميرويس نيکه آس ته پونده ورکړه، په دښته کې مخکې لاړ، ودرېد، له ليرې يې ړنګو دېوالونو ته وکتل، له سپېرو کنډوالو پرته هېڅ نه هم ښکارېدل.

بېرته غونډۍ ته وخوت، د يوه دېوال سيوري ته کېناست، دښتې ته يې وکتل، ليرې مړه دوړه ولاړه وه.

شېبه وروسته توره غوټه ښکاره شوه، سراب و، غوټه په هوا کې لړزېدله، تر ځمکې پورته ولاړه وه.

وخت ووت. د زرګونو آسونو پښې پر ځمکه لګېدلې.

ميرويس نيکه وويل:

_يو وار کوو، خو پوخ وار.

غلی شو، داوود خان ته يې وکتل، ويې ويل:

_په جنګياليو باندې وګرځه، د د ښمن د توپ له لومړۍ ګولۍ سره شاته ګرځو.

داوود خان ورو ولاړ شو، تر يو څه ځايه پر ملا کړوپ ته، وروسته تر دېوال پټ شو.

وخت ووت، داوود خان بېرته راغی، پرېووت، ويې ويل:

_ټوپک ور رسېږي!

ميرويس نيکه وويل:

_مه کوه! يو څه نور هم بايد ماتل شو.

وخت ووت، د آسونو د پښو دربا او د درنو توپونو غنجا راتله. ميرويس خان خپله کيڼه سترګه پټه کړه، د مخې سپور يې د ټوپک په زخه کې راووست، ورو يې وويل:

_اوس يې وخت دی.

ماشه يې کش کړه، ډز شو، سپور لاندې ولوېد.

له کنډوالو په زرګونو  ټوپکې تشې شوې، په دښته کې آسونه وشڼېدل، ميدان تېرو چيغو پر سر واخيست، د خسرو خان لښکر شاته لاړ.  ګڼ مړي او ټپيان ترې پاتې شول.

ميرويس خان وويل:

_اوس نو ټوپک نه ور رسېږي، مخکې تر دې چې د دښمن توپونه وغړمبېږي، بايد دا ځای پرېږدو.

*     *     *

سور لښکر د کندهار  ښار ته نږدې واړول. خيمې ودرېدې، درانه توپونه په اوږده کتار کې منظم شول، د  پسونو غاړو ته چړې سيخې شوې، تور دېګونه بار شول….

خسرو خان خپله کيڼه سترګه پټه کړه، نيم ګز اوږد دوربين يې ښی سترګې ته ور نږدې کړ، مخامخ يې وکتل، ويې ويل:

_مازديګر ته حمله کوو.

يوه پوځي په خواره خوله وويل:

_صېب! لښکر ستړی دی!

خسرو خان چيغه کړه!

_احمقه!  دومره صبر نه شم کولی، دا کوچينی ښار څه ستړيا غواړي، پرې ورشئ،ښار ته اور ورته کئ، غواړم چې د ماښام ډوډۍ د لمبو رڼا ته وخورم.  

خسرو خان سرې خيمې ته ننوت. اوږد وغځېد. شېبه وروسته څو تنه قوماندانان ورغلل، پر مېز يې يو کاغذ وېړ کړ.

خسرو خان وويل:

_څه دي؟

_صېب! د ښار نخشه، له کومې خوا پرې ورشو؟

خسرو خان وخندل، کېناست، نخشې ته يې وکتل، ويې ويل:

_ډېر وارخطا ياست؟

يوه قوماندان وويل:

_صېب! ميرويس خان په زرګونو جنګيالي لري، زموږ د معلوماتو له مخې د هرې کلا دېوالونو ته توپونه خېژول شوي دي.

موږ   …
خسرو خان چيغه کړه!

_د وېرې خبرې مه کوئ! څه کم، دېرش زره کسان يو وړوکی ښار نه شئ نيولی!

غلی شو، نخشه يې ور واخيسه، ويې ويل:

_جنګي کلا تر ټولو را نېږدې ده!  له همدې خوا پرې ورځو، توپونه ور مخکې کړئ! حمله به تر لمر لوېدو مخکې کوو.

نخشه يې سره ټوله کړه، تر څنګ ولاړ  په ونه لوړ ځوان ته يې وکتل، ويې ويل:

_قلي بېګه! لومړی به ستا تر قوماندې لاندې اووه زره جنيګالي پر ښار ورځي!

عباس قلي بېګ وويل:

_په سترګو!

په تا پسې به لس زره نور سپاره  در روان وي، قومانده يې زه په خپله غاړه اخلم، اوس اوولس زره کسان بس دي.

ټول غلي ول….

خسرو خان نخشه ور ټوله کړه، و يې ويل:

_د حملې له پاره تياری ونيسئ! خو ګورئ! ان ولاړه لوټه به هم تر پښو لاندې کوئ!

*     *     *

درب شو، ميرويس نيکه منډه واخيسته، د چهل زينو د غره پر لوړه ودرېد، د توپ د ګولۍ دوړه جنګي کلا ته نږدې ولاړه وه.

څو پرله پسې توپونه ودربېدل، د ښار څنډې له دوړو ډکې شوې. له کلاوو د ښځو او ماشومانوچيغې راتلې….

ميرويس نيکه د يوه توپ تر څنګ ودرېد.

توپچي وويل:

_صېب! د دښمن د خيمو تر مخ تورې غوټې ښکارې، فکر کوم چې توپونه ښار ته را نږدې کوي. ستا امر ته ماتله يو.

ميرويس  نيکه وويل:

_موږ په لوړه کې يو، له دې ځايه د  توپ ګولۍ ور رسېږي، خو مه کوه! يو څه بايد نور هم را نېږدې شي.

وخت ووت، ميرويس نيکه وويل:

_اوس يې وخت دی!

د چهل زينو د غره پر لوړو اېښودل شوي لس توپونه يو په بل پسې وغړمبېدل. د دښمن په ليکه کتار توپونو کې دوړې پورته شوې.

له هاخوا هم د توپونو له خولو سپين لوګي را ووتل، ځينې ګولۍ د جنګي کلا پر  دېوالونو ولګېدې، نورې تر کلا واوښتې، په ښار کې څو ځايه سرې لمبې را وګرځېدې…

توپونه غلي شول، د دښمن د خيمو تر مخ زرګونه سپاره ودرېدل. مخکې راغلل، بېرته ودرېدل. د لومړي لښکر تر شاپه لنډه فاصله کې بل لښکر ودرېد، دوهم لښکر لوی و.

ميرويس خان چيغه کړه!

_توپونه تيار کړئ!

د عباس قلي بېګ په مشری اووه زره کسيز  لښکر حرکت وکړ، آسونه تېز شول، چيغې راتلې….

ميرويس نيکه وويل:

_اوس!

ځمکه ولړزېده، لس توپونه په يو بل پسې تش شول. د جنګي کلا  د دېوالونو پر سر ايښي توپونه هم ودربېدل. د عباس قلي په لښکر کې سرې لمبې را وګرځېدې، دوړې پورته شوې… آسونه ولوېدل، له درده ډکې تېرې چيغې اورېدل کېدې، خو لښکر ونه درېد، هماغسې مخکې روان و.

شېبه وروسته  له دواړو خواوو زرګونه ټوپکې تشې شوې…د جنګي کلا  له دېوالونو ګڼ جنګيالي ولوېدل.

د خسرو خان تر قوماندې لاندې لس زره کسان هم  د کلا تر دېوالونو ور ورسېدل.

د توپونو او ټوپکو له خولو اورونه بادېدل، ښار د ښځو او ماشومان له چيغو ډک وو.

ميرويس نيکه چيغه کړه!

_د بهادر خان د حملې وار دی!هيندارې تيارې کړئ!

څو لويو آينو ته د مازديګرني لمر ژېړې وړانګې سيخې شوې.

ناڅاپه  د قيتول د کلا عمومي دروازه خلاصه شوه، د بهادر خان تر مشرۍ لاندې څلور زره جنګيالي له کلا را ووتل، د خسرو خان پر لښکر ورغلل…څلور زره ټوپکې يو ځای تشې شوې، د خسرو خان په سلګونو جنګيالي ولوېدل. د خسرو خان لښکر شاته لاړ، د عباس قلي او خسرو خان د لښکرو تر مينځ فاصله ډېره شوه.

له کلاوو، کورونو، ونو، کوڅو… ډزې کېدې، د حسن قلي جنګيالي يو په بل پسې لوېدل….

د دښمن په لښکر کې وېره او وحشت ګډ شو، د شاته تګ نارې پورته شوې. ماښام په خپلو خيمو کې ول.

خسروخان په غوسه ښکارېده، ده په لومړۍ حمله کې يو نيم زر تلفات درلودل.

په يوه مياشت کې يې پر ښار درې نورې حملې هم وکړې، خو له تلفاتو پرته يې کومه ګټه ونه ليده، دا ځل د جنګي کلا تر څنډو پورې هم ونه رسېد.

خسرو خان وپوهېد چې د ښار نيول اسانه خبره نه ده، ده يو بل فکر وکړ، خپلو قوماندانانو ته يې امر وکړ چې د ښار د محاصرې تياری ونيسي.

ده د ښار په محاصره کې برياليتوب ليد.

خپلو قوماندانانو ته يې وويل:

_د ښار اوسيدونکې بله لاره نه لري. درې، څلور مياشتې وروسته به يا له  لوږې مري، يا به تسليمېږي.

*     *     *

ميرويس نيکه له اوله پوهېده چې ښار تر محاصرې لاندې راځي، ده خپل قوماندان را وغوښتل، اوږدې محاصرې ته د تياري په اړه وغږېدل، ويې ويل چې د دوو کلونو له پاره خواړه لري، خو بيا دې هم له خوراکي موادو سره احتياط کوي.

وروسته يې وويل چې د ښار د باندې هم بايد يو څوک ولرو چې د قبيلو له مشرانو سره خبرې وکړي، لښکر جوړ کړي او راتلونکي ته تياری ولري. ده دا مسووليت سيدال خان ته ور وسپاره، خو سيدال خان او نورو قوماندانانو وويل چې د دې کار له پاره تر ټولو ميرويس نيکه ښه دی، دی د قبيلو له مشرانو سره په ژبه پوهېږي، له ټولو قومونوسره نېک راوبط لري، باوري کس دی او ډېر خلک پرې را ټولېدای شي.

ميرويس نيکه نه منله، ويل يې چې خپل اولس يواځې نه شي پرېښودلای، خو د نورو ټينګار دې ته اړ کړ چې د هغوی خبره ومني.

قوماندانانو وويل چې دا محاصره اوږده ده، ميرويس نيکه دې خپله کورنۍ هم له ښاره وباسي، خو ميرويس نيکه وويل چې ټول ښار د ده کورنۍ ده. که ښار  مرې که پايي، د ده کورنۍ به هم ورسره وي.

ميرويس نيکه په دوهمه ورځ يواځې له سلو جنګياليو سره له ښاره ووت.

يوه اوونۍ وروسته تر ټول ښار پردي عسکر راوګرځېدل،خسرو خان خپلو جنګياليو ته امر وکړ چې د هوا مرغان به هم ښار ته  له ننوتو او راوتو راګرځوئ!

ميرويس نيکه لومړی کلات ته لاړ، له مختلفو قومونو سره وغږېد، ټولو د مرستې ژمنه ورکړه. مياشت وروسته يې د چمن او بوري خواته حرکت وکړ، له بلوڅو، کاکړو او د نورو قومونو له مشرانو سره يې  خبرې وکړې، بيا د ابداليو ځينو پاتې مشرانو ته ورغی، ټولو قبيلو د خپل ګډ کور د خلاصون له پاره د مرستې ټټرونه ووهل.

ميرويس نېکه له مختلفو قومونو درې زره جنګيالي برابر کړل، مانجې ته لاړ،  همالته يې واړول، کله کله به له ښاره د  کوترو په واسطه پيغامونه ور ته را رسېدل. تر دې دمه د ټولو قوماندانانو روحيه قوي وه.

محاصره اوږده شوه، کله کله به دواړو غاړو ته توپونه وغړمبېدل، خو د خسرو خان لښکر له خپلو مورچو  مخکې نه ورتلل.

د مني  په يوه سړه شپه کې د سيدال خان زر  تکړه سپاره له ښاره  راووتل، د ښار په لويديځه برخه کې يې د خسرو خان پر عسکرو يرغل ور ووړ، خو ګټه يې ونه کړه، له راغلو زرو  جنګياليو ايله څلورو سوو کسانو بېرته  روغي پښې يووړې.

ميرويس نيکه يو کوچينۍ کاغذ د کوترې پر پښه ور وتاړه، سيدال خان ته يې ليکلي و  چې د خسرو خان د لښکر خوراکي مواد په خلاصېدو دي، ډېر وخت مقاومت نه شي کولای.  اوس يواځې ښار وساتئ!  

د ميرويس نيکه خبره سمه وه، د خسرو خان د عسکرو خوراکه اېله پنځه  مياشتې بس شوه. زرګونو آسونو هم واښه غوښتل، خوار او ناروغ  آسونه به چړو ته سيخېدل. وږو عسکرو به  د آسونو غوښې  خوړلې.

خو د پسرلي په پيل کې بېرته ښه شول، ښار ته نږدې يې له هلمنده د راتلونکو  کوچيانو په سلګونو مېږي، پسونه او اوښان را وګرځول او وږی لښکر د يو څه وخت له پاره بېرته موړ شو.

آسونه هم بېرته يو څه په غوښه پټ شول، شنه باغونه، د ونو پاڼې  او راشنه شوي واښه ورته ښه ول.

ميرويس نيکه د کوچيانو د تګ لاره بدله کړه. ده د کندهار لويديځو او شمالي برخو ته خپل کسان ولېږل چې پر دښتو يې پام وي.

د جوزا د مياشتې په لومړيو  کې يې، هغه سلګونه په خوراکي موادو بار اوښان را وګرځول چې له هراته  د خسروخان مرستې ته راتلل.  

د خسرو خان په لښکر کې بيا لوږه ډېره شوه، دوی به د روغو آسونو پر ستونو چاړې ور تېرولې.

خو د هوا په ګرمېدو سره د ميرويس نيکه زړه ولوېد. سيدال خان ورته ليکلي و چې د غنمو په ذخيرو کې تورې وړې حشرې پيدا شوې او تر نيمايي ډېر غنم  يې له خوراکه ايستلي دي.  

د اوړي په لومړيو کې د ميرويس نيکه جنګيالي ډېر شول. له غزني، کلات، هلمند او نورو سيمو ګڼ کسان راغلل. د ميرويس نيکه د جنګياليو شمېر شپږو زرو ته ورسېد.

له ښاره خواشينوونکي پيغامونه را رسېدل، يواځې ماشومانو درې  وخته وچه ډوډۍ خوړلی شوای. نورو به په دوه وخته ګوزاره کوله.

ميرويس نيکه  يو ځل د محاصرې پر ليکې حمله ور وړه، نه کېده، د خسرو خان جنګياليو سخت مقاومت وکړ، بېرته را وګرځېد.  

ميرويس نيکه فکر وکړ، ده بايد د دښمن ځينې عسکر له مورچو را ولاړ کړي وای. يوه شپه يې د محاصرې ليکې ته نېزدې څو پسونه پرېښودل.  له سپيده چاود سره  د خسرو خان دوه، دوه نيم  سوه وږي جنګيالي له خپلو مورچو منډه ور واخيسته،  خو په ونو او کنډوالو کې د ميرويس نيکه ناستو جنګياليو د ټوپکو نلۍ ور واړولې، دوه، دوه نيم سوه کسان يو په بل پسې ولوېدل، خو دا چل بيا نه شوای تکرارېدی.

په ښار کې هم لوږه ډېره وه، د ماشومانو درې وخته ډوډۍ، دوه وخته شوې وه، لويانو ته به يواځې يو وخت ډوډۍ ورکول کېدله.

ميرويس نيکه خواشينی و، نه يې خوراک ته زړه کېده او نه يې هم پوره خوب درلود. ډېر وخت به په فکرونو کې ډوب و. ده بايد د ښار محاصره ماته کړې وای.

سردردې ورته پيدا شوه، کله کله به يې له پزې وينه راتله. طبيبانو د استراحت مشوره ورکړه، خو ميرويس نيکه کرار نه کېناسته، دی به سره لمر ته ټوله ورځ پر آس سپور و،  تر محاصرې به را ګرځېده، د دښمن کمزوري ټکي به يې مالومول.  

کله کله به يې آس ليرې ودراوه، سلګونه ګزه به پر سينه وښويېد، د انګورو په وچو جووو   او لښتيو کې به مخکې لاړ، د محاصرې ليکې ته به نږدې ورغی، په ساعتونو ساعتونو به د اوړي سره لمر ته پروت و او د دښمن جنګياليو ته به يې په ځير ځير کتل….

يوه غرمه  د نورو خيمو په مينځ کې ولاړې يوې لويې خيمې ته بګۍ ودرېدې، ميرويس نيکه ورته ځير شو، څو ځله يې پر سترګو لاغلې خوله پاکه کړه، بګيو ته د لرګي درانه صندوقونه ور پورته کېدل.

بګۍ ډکې شوې، حرکت يې وکړ، د محاصرې له خط سره سمې تلې، خو چېرته چې به توپ و، وبه درېدې، هر توپ ته به څو صندوقونه کښته کېدل.

ميرويس نيکه وپوهيد چې دا لويه خيمه د توپ له ګوليو ډکه ده.

بله شپه يې درې سوه جنګيالي ور سره کړل، له ټولو سره يواځې غشي او ليندۍ وې، خو د غشوڅوکو ته په تېلو لړلې ټوټې ور اغوستل شوې وې. دوی په تياره کې مخکې لاړل. وچو باغونو ته ورسېدل، د اوږده ړنګ دېوال شاته کېناستل، څو ځايه يې له ځان سره وړو وچو ځوځو ته خوله ورکړه،  د غشو پر سر تړلو غوړو ټوټو اور واخيست، په يوه ځل درې سوه بلې غشې پر لويه خيمه ورغلې.  

په خط کې چيغې شوې، ټوپکې وډزېدې، له دېواله مړې لوټې راولوېدې. ميرويس نيکه له خپلو ملګرو سره شاته منډه واخيسته، څو کسان  ولوېدل، نورو ليرې د باغونو په ړنګو دېوالونو کې سا ونيوله.  

ټولو خيمې ته کتل، چيغې وې، اور ته د اوبو ډک سطلونه ور وړل کېدل….

يودم درب شو، ځمکه ولړزېده،  ميرويس نيکه پر  دېوال لاس ونيو، غوږونه يې ډب شول.

په لويه خيمه کې د توپ سلګونه ګولۍ چاودلې وې. لويې خيمې ته نږدې خيمو هم اور اخيستی و.

ميرويس نيکه سهار وختي پر آس پښه واړوله، له ليرې يې د چاودنې ځای ته وکتل، پراخه ساحه تکه توره ښکارېدله. په هديره کې د خسرو خان وژل شويو پوځيانو ته  سلګونه نوي قبرونه کيندل کېدل.

د خسرو خان په لښکر کې وېره  خپره شوه، يوولس مياشتې محاصرې له لوږې او نا اميدي پرته بل څه نه لرل.

يوه ورځ خسرو خان ته خپل  څو قوماندان ورغلل، وړانديز يې دا و چې محاصره ماته او بېرته د هرات خواته حرکت وکړي.

د خسرو خان له خولې لاړې باد شوې، ورغلي قوماندان يې توپ ته وتړل.

دې کار د ډېرو جنګياليو روحيه لا پسې کمزورې کړه، په ستړي او وږي لښکر کې ګډوډي ډېره شوه، ډېرو پوځيانو دا محاصره بې فايدې ګڼله…په سر تېرو کې به برالا چيغې اورېدل کېدې چې موږ  خپلو کورونو ته ځو.

له خسرو خان سره مخالفتونه ډېر شول،  مجبور و، محاصره يې ماته کړه، درويشت زره ورپاتې پوځيان يې د  ښار  جنوبي څنډو ته  ورټول کړل.

*     *     *

ميرويس نيکه له خپلو پنځو زرو جنګياليو او  له  خوراکي موادو ډک کاروان سره ښار ته ننوت. کاروان ته په زرګونو تور، خيرن او  ډنګر لاسونه ور وغځېدل. سپرو په پاستو کې پيچلې پخې غوښې ورکولې.

کورونه ړنګ ول، دېوالونه تور ښکارېدل، د زرګونو وړو_ زړو، ښځو او ماشومانو د غومبرو هډوکي را ختلي ول.

ميرويس نيکه له آسه کښته شو، په ړنګو دېوالونو کې سره لمر ته پرتې  ماشومې ته ور وګرځېد. کېناست، يوه شېبه يې د ماشومې ببرو وېښتو، شکېدلو جامو او په ډنګر، سپېره  مخ کې تر پټو سترګو  را ګرځېدلو تورو حلقو ته وکتل. غاړې ته يې لاس ور ووړ، سړه وه.

يودم يې ماشومه له ځمکې را پورته کړل، د هغې سر يې پر خپل ټټر پورې ولګاوه. غريو واخيست.

ماشومه يې د يوه ړنګ دېوال سيوري ته پرې اېسته.  ودرېد، شاو خوا يې وکتل، په خاورو کې ښځې او ماشومان ناست ول، له چاودو، خيرنو ، ډنګرو ګوتو يې غوړ څڅېدل، پر پخو غوښو يې بې واره خولې لګولې…

ميرويس نيکه يوه بام ته وخوت، د بازار او کورونو ړنګ دېوالونه لوګو وهلي ول…

له بامه کښته شو،  آس ته ور وګرځېد، پر اوږه يې لاس ولګېد، په بېړه يې مخ ور واړاوه. څلور هډوکي، ډنګره پېغله ولاړه وه.

ميرويس نيکه په ځير ځير ورته وکتل.

نجلۍ په غريو کې وويل:

_ابا! زه يم، زينبه!

ميرويس نيکه يو دم خپله لور په غېږ کې ونيوله، زينبې په چيغو چيغو  وژړل…

د ميرويس نيکه په سترګو کې اوښکې ډنډ وې، يوه شېبه يې خپله لور په غېږ کې ونيوله، بيا يې پر ککرۍ ښکل کړه، په غريو کې يې وويل:

_نور چېرته دي؟

يو غږ يې واورېد:

_ابا!

ور ويې کتل. محمـود او حسين دواړه ولاړ ول. په لاسونو کې يې ټوپکې ښکارېدلې.

ميرويس نيکه  تر درېيو واړو اولادونو  يو ځای لاسونه را وګرځول. ټولو يوه شېبه اوښکې تويې کړې، بيا يې يو يو پر ټنډه ښکل کړل. پر خپلو لندو سترګو يې لستوڼۍ تېر کړ، ويې ويل:

_مور مو ښه ده؟

زينبې وويل:

_هو، د نارنج په ماڼۍ کې د ناروغو ښځو او ماشومانو خدمت کوي.

ميرويس نيکه يو ځل بيا خپلو اولادونو ته وکتل، له اوښکو ډکې سترګې يې وځلېدې، يودم يې وخندل:

_حسينه! ته ډېر نه يې خراب شوی، تر زينبې او محموده يو څه  په غوښه پټ يې، د نورو حق خو به دې نه وي خوړلئ!

زينبه په ژړا کې خندا واخيسته: :

_نه ابا! مور او محمود ورور مې موږ دواړه په ګېډه ماړه ساتلو، خپله برخه وچه ډوډۍ به يې راسره نيموله.  

ميرويس نيکه يو ځل بيا خپل اولادونه په غېږ کې ونيول.  ويې ويل:

_وروسته به په کراره کيسې سره کوو، هلئ! اوس وږي ماشومان ماړه کړئ!

درې واړو د خپل پلار لاسونه ښکل کړل.

ميرويس نيکه پر ټولو کلاوو را وګرځېد، نيمايي ښار ړنګ و، د کلاوو برجونه اودېوالونه توپونو خوړلي ول. د چهل زينو د غره په لمنه کې د ښار عمومي هدېره څو ځله لويه شوې وه.

ميرويس نيکه د جنګي کلا  زېرزميني ته ور کښه شو، په سلګونو ناروغان پراته ول، طبيبانو نوي راوړي درمل ورکول…په دوهمه ورځ يې د نارنج  د ماڼۍ په لوی سالون کې قوماندانان او د قبيلو مشران را ټول کړل. د ټولو زړونو ته لوېدلې وه چې  خسرو خان پر ښار وروستۍ حملې ته تياری نيسي.

دوی پوهېدل چې دا جګړه برخليک ټاکونکې ده. ماته خوا به له رېښو  راخېژي.

ميرويس نيکه له ټولو قوماندانانو راپور وغوښت. يو ساعت وروسته وپوهېد چې شپاړس زره جنيګالي لري او د توپونو ګولۍ هم د يوې زورورې حملې له پاره کفايت کوي.

ده غوښتل چې دا ځل له ښاره د باندې پر دښمن حمله وکړي. ميرويس نيکه پوهېده چې د خسرو خان جنګياليو ته کال مخکې جنګي روحيه نه ده ور  پاتې. وږي او نهيلي دي. ده په لومړي او ناڅاپي بريد کې خپله ګټه ليده.

ميرويس نيکه خپلو قوماندانانو ته د جګړې د تياري امر وکړ.  هغوی  ته يې وويل، مخکې تر دې چې خسرو خان خپل لښکر تيار او پر ښار راشي، موږ له ښاره ور وځو.

دوی تر نيمې شپې د جګړې پر نخشه وغږېدل. په سبا يې د چهل زينو او  جنګي کلا پرته نور توپونه د ښار مينځ ته راوړل، د ماښام په تياره کې له  پلان سره سم،  عزيز خان نورزی له څلورو زرو جنګياليو سره له ښاره ووت.

ماخستن ټول ښار د ډولونو غږ پر سر واخيست. هر توپ  پر دو قوي آسانو پسې وتړل شو. د توپونو د  ارابو غنجا د ډولونو په غږ کې ورکه وه.

تر نيمې شپې له ښاره پنځوس توپونه ووتل او په داسې کنډوالو  او هوارو ځايونو کې ودرول شول چې ګولۍ يې د خسروخان سلګونو خيمو ته ور رسېدای شوای.

له هرې کلا په زرګونو جنګيالي را ووتل، تر سپيدو مخکې د جنګي کلا تر مخ اته زره آسونه ولاړ ول. چوپه چوپتيا وه، په اتو زرو جنګياليو کې ټوخی هم نه اورېدل کېده، کله کله به يو _نيم ځای اغوستې زرې وشرنګېدې.

له اوږدې چوپتيا وروسته ميرويس نيکه وويل:

_اوس يې وخت دی.

د جنګي کلا په يوه برج کې مشعل بل شو، ناڅاپه د پنځوسو توپونو له خولو سرې لمبې را ووتې، ځمکه ولړزېده، د خسرو خان په ويده لښکر کې اورونه بل شول.

ميرويس خان خپل آس ته پونده ورکړه، زوروره چېغه يې له خولې راووته!

_حمله!

اتو زرو آسونو مخامخ منډه  واخيسته، تر خپلو توپونو تېر شول، له مقابل لورې يواځې د توپونو دوې ګولۍ راغلې،  د عزيز خان نورزي څلورو زرو جنګياليو د دښمن توپچيان سر پورته کولو ته نه پرېښودل.

له رڼا سره تن په تن جګړه ونښته. چيغې وې، تورې شرنګېدې…وينو دارې وهلې….
د خسرو خان د جنګياليو تلفات ډېر و، دې ناڅاپي حملې خوبولو وارخطا عسکرو ته دومره وخت نه و ورکړي چې ان خپلې زرې واغوندي. توپچيان يې هم توپونو ته نه شوای ور ولاړېدای.

لمر را وخوت، له مړو دوړو چيغې او د تورو شرنګا راتله….

خسرو خان پر آس سپور و، دی زړور جنګېده.

ميرويس نيکه ځان ور ورساوه، د دواړو تورې سره وجنګېدې، تر مينځ يې يو سپور تېر شو، خسرو خان توپانچه را وايسته، يو غشۍ د ميرويس خان د آس تر غاړې ووت،خسرو خان ماشه کش کړه، آس ولوېد، ګولۍ تشه تېره شوه.

ميرويس خان ټوپک ته ور وښويېد، تش و.  خسرو خان ته يې وکتل، توره يې  په لاس کې وه، په تيزی سره راته. ميرويس خان شاوخوا وکتل، هېڅ هم نه و. خسرو خان ته يې سترګې ور واړولې، په خاورو  کې پروت و، نېزه يې تر زړه ختلې وه.

د دښمن په لښکر کې وارخطا چيغې پورته شوې:

_خسرو خان يې وواژه! خسروخان يې وواژه، خسرو….

د دښمن په لښکر کې ماته ګډه شوه، پلو او سپرو منډې وهلې…

شېبه وروسته ټوله دښته د انسانانو او آسونو جسدونو نيولې وه. د اورو لمبې لا نه وې ناستې. ځای ځای تور لوګي پورته کېدل.

د خسرو خان نيمايي عسکر  وژل شوي وو. نور د  هرات خواته په تېښته بريالي شول.

*     *     *

غمونه هېر شول، خلکو  له سلو کلنو وروسته د آزادۍاحساس کاوه. ټول خوشاله ول. د ميرويس نيکه په امر جنګي کلاوي بېرته ورغول شوې، بازار  او کورونه جوړ شول، په خلکو کې د  خوشاله ژوند هيلې را وټوکېدې.

مېرويس نيکه شپه او ورځ کار کاوه، ټول پوځيان يې منظم کړل، پوځي چوکاټونه يې ورته جوړ کړل. د ده په لښکر کې  له ټولو قومونو را ټول، شل زره منظم پوځيان موجود ول.

ده  د هند مغولي حکومت ته خپل استازي  ور ولېږل،  له هغوی سره يې تجارتي روابط پياوړي کړل.

د خسرو خان  له ماتې وروسته يو ځل بيا صفوي حکومت يو لښکر جوړ کړ او د رستم خان تر قوماندې لاندې يې حملې ته را ولېږه، خو د کندهار تر څنډو هم نه را ورسېدل.  مات شول  او صفوي حکومت بلې حملې ته زړه ښه نه کړ.  

ميرويس نيکه شپه او ورځ د خپلو خلکو د هوساينې له پاره کار کاوه. سر دردي يې ډېره شوې وه، ډېر وخت به يې له پزې وينه راتله. طبيبانو داستراحت خبره ورته کوله، خو ميرويس نيکه به ټوله ورځ د خلکو ستونزو ته د حل لارې لټولې، تر نيمې شپې به د قومونو له مشرانو سره ناست و. ټول يې يووالي او اتفاق ته رابلل….

اخير ناروغۍ غلبه پرې  وکړه، په دوه څلوېښت کلنۍ کې له پښو وغورځېد او په بستره کې پرېووت.

ښار له خواشينۍ ډک و، وړو _زړو  ژړل، دوی د خپل مشر د روغتيا  له پاره دعاوې کولې….

*     *     *

وړه مرغۍ په هوا کې وچوڼېده، وزرونه يې خلاص کړل، پر شنه پټي ور کښته شوه، دهقان کولبه وهله، د وني سيوري ته ناستې ځوانې ښځې ور غږ کړل:

_راځه! سا سمه  که! نوين ( تازه ) کوچ مې له تاوده پاستي سره در ته راوړي دي.

مرغۍ پورته شوه،  په دښته کې لوی تجارتي کاروان  بې غمه  روان و، يو مسلح کس هم نه ورسره ښکارېده.

مرغۍ د يوه ښار څنډو ته ورغله، څو ماشومانو په يوې سپينې جنت کوکۍ ( پتنګ ) پسې منډې وهلې… خندل يې، پايڅې يې ګڼو وښو شنې کړې وې….ور هاخوا څو پېغلو له روانو اوبو منګي ډکول…

مرغۍ د ښار پر سر تېره شوه،  ښار ژوندی و، دوکانونه له مختلفو خوراکي موادو ډک ول.

د ډول غږ راغی، په يوه کور کې واده و، ګڼو ځوانانو د اتڼ ګرده داېره جوړه کړې وه.

مرغۍ پورته وخته، د اوو کلاوو پر دېوالونو منظم پوځيان ولاړ ول، خپلواک بيرغونه رپېدل…د توپونو خولې ټيټې وې.

مرغۍ لاره چپه کړه، تر کروندو تېره شوه، لنډه دښته يې په مخه ورکړه، د يوه قبر پر سر پر را شنه شوې ترخه کېناسته.

د قبر په مرمرينه شناخته ليکل شوي ول:

_د ستر غازي او خپلواکي اخيستونکي الحاج ميرويس نيکه مقبره.

د زېږيدو نيټه    ١٠٨٤ ه ق کال _وفات ١١٢٨ ه ق کال

لاندې يې د ميرويس نيکه مشهوره وينا ليکلې  وه:

((که سره يو نه شئ، له خپلو اوږو دپرديو جغ نه شی لري کولای)).

(پای)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *