پرله پسې ګڼه – (۲)

تألیف: استاد کریم زماني

د شمس راتګ (یا د مولانا رح په ژوند کې د لمر راختل):

مولانا رح د ژوند څلوېښتو کلونو کې په ټوله مانا یو عارف او پوه او د هغه مهال د بېلابېلو علومو او فنونو ځلانده ستوری و، پریو یا مریدان او عام خلک لکه د شمعې پتنګان ورڅخه چورلېدل او له هغه یې ګټې پورته کولې. تر هغه چې یو ناپېژانده قلندر د شمس تبرېزيرح په نوم قونیې ته راغی او له مولانا رح سره مخامخ شو، د هغه د لېدلو لمر یې زړه او روح لمبه کړ او ټول د هغه شیدا او سودایي شو. مولانا رح هغه دروند پوه او ستر مفتي د شمس په کلي او کوڅو پروت آواره او سوی مین شو، لکه څنګه چې خپل حال خپله بیانوي.

زاهد بودم، ترانه ګویم کردی سر حلقهء بزم و باده جویم کردی

سجاده نشـین با وقاری بودم  بازیچهء کــــــودکان کویم کردی

ژباړه « زاهد وم، په سندرو ویلو دې راوستم، د خوښیو او عشرت د ناستو مشر او شراب غوښتونکی دې کړم، د مصلی پر سر له ناستو درنو وم، خو تا د ماشومانو د لوبو کړم.»

یادښت: باده یا شراب په عرفان او تصوف کې د سترڅښتن مرسته او مینې ته ویل کېږي.

مولانا رح د شمس رحسره په ۶۴۲ سپوږمیز کال کې ولیدل او سره یوځای شول، شمس رح هغه داسې ستي او شیدا کړ چې زده کړې، بحث او وعظ یې یوې خواته کړ، شعر، سندرو، تمبل او سماع (د صوفیانو په اصطلاح د وجد په حالت کې سندرې ویل، پښې او لاسونه وهل) ته یې مخه کړه. له همدې وخت راهیسې یې په شعر کې نازک مزاج او سلیم ذوق رازرغون شو، په عرفاني او له شور ډکو شعر ویلو یې پیل وکړ.

خَضِرش بود شـــــمس تبریزي    آنکه با او اګر درآمیـــــــــــزی

هیچکس را به یک جوی نخری       پــــــــــرده های کلام را بدری[1]

ژباړه « شمس د خَضِر (د یو پیغمبر نوم) په څېر و، هر هغه چې له هغه سره یوځای شي، بل به هیڅ څوک د وربشو په بیه هم ونه پېري او د ګړېدا ټولې پردې به وشلوي»

شمس رح، مولانا رح ته څه وویل، څه یې ورزده کړل او څه کیسې د دوی ترمنځ وشوې چې مولانا رح یې ټول، له سر تر پښو بدل کړ، دا هغه معما ده چې چا په حکمت او پوهې سپړلې نه ده او سپړلی به یې هم ونه شي. 

د شمس لنډ مهاله ورکېدل:

د وخت په تېرېدو سره د اومه یا خامو پرېوو او مریدانو د حسادت لمبې د سکرو له لاندې راپورته او څرګندې شوې، هغوی لیدل چې مولانا رح هغه بشپړ عارف او ستر مفتي د یو ناپېژندل شوي ملنګ پریو او مرید شوی وو او د هغه په ځان کې داسې ډوب شوی وو چې خپلو مریدانو ته یې هېڅ پاملرنه نه کوله. دې کار د هغوی د حسادت لمبې پورته کړې او په شر یا فتنو یې پیل وکړ، داسې چې ښکاره او پټ به یې شمس رح ته بد رد ویل او هغه به یې کوډګر بللو د ځانښود نارې به یې وهلې او ځانونه به یې له هغه غوره ګڼل، شمس رح ته د مولانا رح له پاملرنې او هغوی ته له پام نه کولو ګیله مند ول.

در شَناعت در آمدند همـــــــه آن مریدانِ بی خبـــــر چو رمه

ګفته باهم که شیخِ ما ز چه رو  پشت بر ما کنـــد ز بهر چه او

ما همه نامدار ز اصل و نسباو صِغـر در صلاح و طالب رب[2]

ژباړه« د رمو په څېر بې خبرو مریدانو په بدو کارونو یې پیل وکړ، له ځانونو سره به یې ویل چې له څه امله زموږ شیخ او ستانه موږ ته شا کړې، سره له دې چې موږ له آر او نصب مخور او  نامتو یو او هغه په ښېګڼه او خدای پالنه کې هم له موږ غوره نه دی»

شپه او ورځ به د «ځېږو پریو یا مریدانو» ناستې په همدې خبرو اترو تودې وې، ټول د شمس الدین د وینو تږي ول[3].

‌‌            شمس رح د قشري ( هغه چې د دین د احکامو ظاهر ته پام کوي، د احکامو باطن ته پام نه کوي او د دین احکامو ته قیاس او سپړنه سمه نه ګڼي) او ځانښودو پریوو له ځورونکو خبرو او کړنو او د قونیې مېشتو خلکو له سور او ړوند تنگ الواکۍ یا تعصب وځورېد او د زغم لوښی یې نسکور شو، د تګ او کډې پرته یې بله لار نه لیده، نو له دې امله د زیارت په ورځ د ۶۴۲ سپوږمیز کال د شوال په ۲۱مه نېټه قونیه او قونیه وال پرېښودل. په دې توګه دا د حقیقت او معرفت ځلانده لمر، خپلې زرینې وړانګې له دې ښار وسپمولې او پر دمشق وځلېدو.

دوستی را از آن نفر ببرید    مرغ مهرش ز لانه شان بپرید[4]

ژباړه « له هغه یې ملګری لرې کړ، په دې توګه د مینې مرغه یې له ځالې والوت»

شمس رحولاړ او د غیبت په حجابونو کې پټ شو او مولانارح هم د بېلتون په لمبو کې ناقراره او نارامه شو. له دې وروسته یې هیڅ چا ته پاملرنه نه کوله او پرله پسې د ځان په ویر راګیر وو. کله چې د اومه پریو یا مریدانو دې ټکي ته پام شو چې د شمسرح تګ هم د مولانا رح پام هغوی ته راوانړوو او د هغه یوازېتوت او له دوی لرېتوت یې لا ډېر کړ له دې امله مولانا رح ته په ننواتو شول او له هغه یې بخښنې وغوښتې، له خپلو بدو کړنو او خبرو یې توبې وایستې.

پیش شیخ آمدند لابه کنان      که ببخشا مکن دیګر هجران

توبه ما بکن ز لطف قبول    ګرچه کردیم جرم ها ز فضول

ژباړه « د خپل شیخ ننواتو او عذر ته راغلل، بخښنه یې وغوښته او ویل یې؛ چې له دې بېلتون نور لاس په سر شه، په خپلې لورېینې او زړه سواندتوب زموږ توبه ومنه که څه هم موږ ناحقه ډېر تیری کړی دی.»

مولانا رح خپل زوی، سلطان ولد، د خپلو ملګرو له ډلې سره  یوځای دمشق ته ولېږل چې خپل زړه وړونکی جانان او هغه تښتېدلې مینه قونیې راولي، هغه ته یې زړه سواندي او له ولولو ډک پیغامونه هم واستل، له هغې ډلې « ای په نړۍ ځلېدونکیا لمره! د لورېینې پلوشې دې له بېلتون په سیلۍ وهل شویو، مه سپموه او په خپلو وړانګو دا د ځورېدلیو او ستړي شویو زړونو کلی بیا وځلوه.»

سلطان ولد، په بیړه د پلار له وینا سره سم د رښتینو ملګرو له ډلې سره یو ځای خپل سفر پیل کړ، ورځې او شپې یې په وچو او سوځونکو دښتو او مېرو، کلیو او ښارونو تېرې کړې، خو هغوی د شمس د لیدلو داسې تږي ول چې د سفر تنده، توس او ستوماني یې نه حس کوله او ورته د خوږو شاتو په څېر خوږه وه.

بی تعب می دوید در صــحرا         کم ز کَه می شمر هر کُـــــه را

حار آن ره بر او چو ګلشن بود        بود از هر زیان هزاران ســــود

نار ګرما و سختی یی ســـرما         می نمودش چو قند و چو خرما

ژباړه « پرته له کومې سختۍ په مېرو کې په منډو وو، هر غر ورته له بوسو هم کوچنی او تودې سیمې ورته لکه بڼ ښکارېدې. هره ناخواله ورته ګټه شوې وه، تودوښه او سړښت ورته له قند او کجورې خواږه شوي ول.

په پای کې د مولانارح لېږل شوي استازيو خپل مطلب وموند او د مولانارح ځانسونکی او له ولولو ډک پیغام یې په خورا درنښت شمسرح ته وړاندې کړ، شمسرح هغه رسېدلی ولي او د حقیقت او ارشاد ځلېدونکي لمر د مینې او زړه سواندتوب او خواخوږۍ له امله قونیې ته د بېرته تګ هوډ وکړ.

سلطانولد د دې ستر نعمت د شکرانې په ډول یوه میاشت پلي یا په پښو مزل وکړ تر هغې چې قونیې ته راورسېدل او د دې ځلانده لمر پلوشې په قونیه والو وځلېدې، د هغوی سوړ ژمی یې په خپلې تودوښې تود کړ او مولانارح یې د غم او ویر له تالاو او د بېلتون له اسوېلو خلاص شو او د زړه بڼ یې د دې ژوند بخښونکي وږمې په وږمو بیا په زرغونېدا پیل وکړ او اړامنه یا ګستاخو مریدانو بخښنې وغوښتې.

د شمس د لمر تلپاتې پرېوتل:

څه موده چارې همداسې پرمخ تللې تر هغې چې بیا د اومه او وچ سرو مریدانو د حسادت لمبې تودې شوې او د هغوې د زړونو او دین پر کور یې اور بل کړ. خپلې توبې او لوظونه یې مات کړل همداراز خپلې پخوانۍ بخښنې یې د ګناه پر اوږو کېښودې، د دښمنۍ لار یې خپله کړه، د شمسرح ځورول یې بیا پیل کړل او دا سپکه لار یې ووهله.

شمسرح د ځانښودو پریوو له پر ناپوهۍ ولاړو خبرو او کړنو وځورېد او خواشینی شو، تر دې چې سلطان ولد ته یې له هغوی ګېله وکړه او ویل یې: ودې لیدل چې دوی بیا خپل عقل د نفس پر زنځير وتړو او شور یې پیل کړ، تر دې چې د دوی د تېراېستلو او ځانښوونې له امله مومنانو هم له ایمان لاس پرې اینځلی او په یو ګوټ کې ناست دي. دوی غواړي چې زما او مولانارح تر منځ بېلتون راولاړ کړي او بیا پر خوښیو پیل وکړي، خو دا ځل به داسې ولاړ شم چې هیڅ څوک پوه نه شي چې زه چیرته ولاړم او پر ما څه وشول. دا چې دا سفر په رښتیا هم اوږد شو نو ټولو ویل چې هغه ومړ او یا وژل شوی دی.

خواهم این بار آنچنان رفتن   که ندانــد کسی کجایم من

همه ګردند در طلب عاجز    ندهد کس نشان ز من هرګز

چون بمانم دراز ګویند این    که ورا دشمنی بکشت یقین[5]

ژباړه « غواړم دا ځل داسې ولاړ شم چې څوک پوه نه شي چې زه چیرته یم، زما له لټون ستړي شي او زما نښه هیڅ چا ته مالومه نه وي، تر دې چې زما دا نشتون اوږد شي او دوی داسې وګڼي چې ګوندې د دښمنۍ له امله وژل شوی»

هغه دا خبرې په څو څو ځله وکړې او په پای کې له قونیې بېخبره ولاړ او نېشت شو او دا هم څرګنده نشوه چې پر هغه څه وشول.

هیچ از وی کس نداد خبر     نی به کس بو رسید از او نه خبر[6]

ژباړه« د هغه خبر هېڅ چا رانه وړ، همداراز نه د هغه بوی او نه نښه چا وموندله»

له همدې امله د هغه د رحلت یا مړینې نېټه چاته جوته نشوه[7].

٭٭٭

۳. مخکېنی، ۴۲ پ.

[2]. مخکېنی، ۴۳ پ.

[3]. پر «ولدنامه» د استاد جلال الدین سریزه، ۵۲ پ.

[4]. ولدنامه، ۴۶ پ.

[5]. ولدنامه، ۵۲ پ.

[6]. مخکېنی، ۵۳ پ.

[7]. تبرېزي شمس «چې په شمس تبرېز پېژندل کېږي» پوه او پر ټوله مانا رسېدلی عارف و. ځیني تېروتلي او داسې ګڼي چې ګوندې شمس رح د پوهې او فن له اړخه خوار و. د هغه لیکنې یا مقالې پر ادبیاتو، وییو، قرآن او عرفان د هغه په سترې پوهې لیدوني یا شاهد دي. افلاکي په مناقبالعارفین کې د عارفانه ویناوالۍ یا خطابو او خبرو لس څپرکي د شمس ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *