تاند- په هلمند کې د افغانستان د وسله والو مخالفانو پر مورچو د نړیوالو ځواکونو د بمبارۍ په ترڅ کې د څو تنو پولیسو د وژل کېدو راپور ورکول کېږي. وژل شویو پولیسو د شمېر په اړه دقیق راپور نشته.
په دې حمله کې، چې په نادعلي ولسوالي کې وشوه، د ځینو افغان چارواکو په وینا له ۸ تر ۱۰ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي خو په کابل کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوه پولیس وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند بیا وايي چې لږترلږه ۳ پولیس وژل شوي او ۲ ټپیان دي.
د امریکا پوځ بمباري تایید کړې خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
سیمه ییز چارواکي وايي چې د نادعلي په لوی باغ سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په حمله کې د یو شمېر ټپیانو حال نازک دی.
تېره میاشت د امریکا پوځ وویل چې په اپریل میاشت کې امریکايي جنګي الوتکو له ۲۰۱۲ را په دې خوا هیڅکله په افغانستان کې دومره هوايي بریدونه نه و کړي.
د امریکا پوځ په اپریل کې ۴۶۰ بمونه، توغندي او نورې وسلې استعمال کړي چې د مارچ په پرتله نژدې دوه برابره دي او د تېر کال د اپریل په پرتله ۷ ځلې زیات دي.
په تېر مارچ کې د امریکا هوايي ځواک په افغانستان کې ۲۰۳ هوايي بریدونه کړي ول.