پرله پسې ګڼه – (۳)
تألیف: استاد کریم زماني
ژباړه: احمد سلیم ړنگ
د مولانا رح شیداتوب ( شپه او ورځ په سماع و، نڅېدو):
مولانا رح د شمس په بېلتون کې، ناقراره او نارامه شو او یو ځل یې زړه له لاسه ورکړ او په لېونتوب او شیداتوب یې پیل وکړ، شپه او ورځ په سماع، نڅا او سندرو بللو شو.
روز و شب در سماع رقصان شد بر زمین همچو چرخ ګردان شد[1]
ژباړه « شپه او ورځ په سماع کې په نڅېدا شو، په زمکه د آسمان په څېر په چورلېدا شو»
د مولانا رح خواشینی او خوار حال په ښار کې د خلکو په ژبو شو، ټولو خلکو به په خورا هېښنتیا او حیرت له ځانونو پوښتل چې؛ د هېښنتیاوړ ده چې داسې ستر مفتي او قطبي چې خپله د خلکو د پوښتنو او اړتیاوو مرجع دی او د هغوی چارې په خپلو فتواګانو ځانګړې کوي، څنګه د هغه بېنومي کندپوښ مین او شیدا کېږي؟!
غلغلـه افتاد انــــــــدر شهر شهر چه بلکه در زمان و دهـــر
کاین چنین قطب و مُفتی اسلام کوست اندر دو کون، شیخ و امام[2]
ژباړه « په ښار کې انګازې خپرې شوې، ښار څه چې په زمان او ټوله نړۍ کې ګونګوسې شوې چې داسې قطب او د اسلام مُفتي چې په دنیا او آخرت کې ستانه او بومیا دی…»
ارمان چې زموږ ستانه او شیخ د داسې یو بېنومه دروېش په لومه کې نښتی!
د تګ هوډ (هوډ یې وکړ، او د شام په لور روان شو):
د شیداتوب او خوارۍ خبره تر هغه ځایه ورسېده چې د مولانا رح له زړه یې زغم او قرار یوړو او په قونیه کې یې د پاتې کېدنې توان له لاسه ورکړ. ناڅاپه یې د تګ او سفر هوډ وکړ، او له قونیې د شام او دمشق په لور ولاړ، له هغه سره غټه ډله د عامو او خاصو خلکو او اومه او رسېدلو مریدانو هم ولاړه.
کرد آهنګ و رفت جانب شام در پی اش شد روانه پخته و خام[3]
ژباړه «هوډ یې وکړ، او د شام په لور روان شو، هغه سره ولاړل د هغه اومه او پاخه مريدان…»
کله چې د ارشاد دا ستر او ځلانده لمر له دمشق سر راپورته کړ او وځلېده، د هغه معنوي تودوښې د هغې ښار ساړه او پرېشانه زړونه تاوده کړل او پر ځان یې شیدا کړل، تر هغې چې د هغه په پلوشو کې ډوب شول.
همه را کرد شیفته و مفتون همه رفتند از خودی بیرون[4]
ژباړه « ټول یې پر ځان څټوټ یا شیدا او مین کړل، ټول له خپل ځان ورک شول.
خو د هغه ښار وګړو هم په هېښنتیا او حیرت ویل: هغه څوک دی او څومره ستر دی چې د عرفان او مانا دا ستر لمر د هغه د پلوشو پر وړاندې د یوه بڅري په څېر چورلېږي؟! له بلې خوا د قونیې خلک هم د مولانارح له بېلتون پلټندي اوبېتابه شوي ول، تر دې چې د روم سلطان ته یې غوښتنلیکونه ولیکل، او ورڅخه یې وغوښتل چې مولانارح بېرته راستون کړي[5].
بشپړ کمال (د زرک په څېر ولاړ او د شاهین په څېر راستون شو):
مولانا رح چې څومره په دمشق کې وګرځېدو او شمس رح یې ولټوو، بریالی نه شو. له بېوسۍ او لاچارۍ بېرته قونیې ته راغی. په دې روحاني او معنوي سفر کې که څه هم شمس رح یې جسما ونه موندو، خو د شمس حقیقت یې په ځان کې په راختوو شو او پر دې وپوهېدو چې د کوم څه په لټه کې دی په ځان کې یې پېښ شوي متحقق دي، او د شمس رح همهغه حال په هغه کې هم ښکاره دی. دې روحاني سفر په هغه کې مطلوب کمال څرګند کړ. د طریقت زرک و د حقیقت اوچت الوتونکی باز شو. څاڅکی و سیند شو. بڅری و لمر شو او ټول شمس شو.
شمس تبریـــز را به شام ندید در خودش دید همچو ماه پدید
ګفت اګر چه به تن ازو دوریم بی تن و روح هر دو یک نوریم
***
کرد رجعت به روم بـــــاز آمد رفت چون کبک و همچو باز، آمد
قطره اش چون فزود و دریا شد بود عالي ز عشــــــق اعلی شد
چون چنین شد مګو نیافت ورا کآنچه می جُست شد بر او پیدا[6]
ژباړه « په شام کې یې تبرېزي شمس ونه لید، په ځان کې یې د هغه په څېر سپوږمۍ ومونده، ویل یې؛ که څه هم ځانونه مو له یو بل لرې دي، له ځان او اروا پرته دواړه یوه پلوشه یو…
روم ته بېرته راستون شو، د زرکې په څېر ولاړ او باز په څېر راغی، څاڅکی و په سیند بدل شو، غوره و ترټولو غوره شو، د هغه نه موندل داسې مه ګڼه چې ګوندې بریالی نه شو، ځکه د څه په لټه کې چې و هغه یې په ځان کې وموندل»
افلاکي لیکي: « که څه هم حضرت مولانا رح په دمشق کې شمس الدین رحجسما ونه موندو، خو په مانا او معنویت کې یې هغه او بل څه په ځان کې وموندل[7].»
مولانا رح قونیې ته راستون شو نڅا، سماع او سندرې یې بیاځلې پیل کړې. قوالان او سندرغاړي یې ځان ته رابلل چې سندرې ووایي او د موسیقۍ توکي وغږوي او بیا هغه به په سماع کې ډوب کېده او ځوان او زوړ، خاص او عام، اومه او پوښ به د بڅرو په څېر د هغه له پلوشو ډک لمر په شا او خوا چورلېدل.
پیر و برنا چو ذره ها رقصان پیش آن آفتاب عشق از جان
ژباړه « زاړه او ځوانان د بڅرو په څېر د هغه مینې د لمر پر وړاندې د زړه له کومې نڅېدل…( که څه هم له جان دلته د روح او اروا مستۍ ته ویل کېږي خو ژباړه کې مو ظاهري مانا راخستې»
بیا د تګ هوډ (د ګڼشمېر وګړو سره د دمشق په لور ولاړ):
په دې توګه کلونه واوښتل او بیا یې د حقیقت د هغه لمر د مینې تلوسه په زړه شوه او د تګ هوډ یې وکړ او ګڼ شمېر ملګري یې هم تر شاه روان شول.
چند سال نشست و باز ز عشق رفت با جمع ســوی دمشــق[8]
ژباړه « څو کلونه تم شو، خو با مینې اړ کړ او د ګڼ شمېر وګړو سره د دمشق په لور ولاړ»
په دمشق کې په میاشتو ستون شو. په بېقرارۍ او پلټندۍ یا بېتابۍ د شمس په لټون شو، خو له ډېر زیار او لټون وروسته هم د هغه لمر «شمس» راونه ختو. په دې موده کې چې په دمشق کې اوسېدو د شام او نورو سیمو پوهان، او نور عام او خاص وګړي په ټول رښتینالۍ یا صدق او مینه د هغه پریو، مریدان او شیدا شول[9]. خو هغه دې چارو ته پاملرته نه کوله، کله چې بېوسی شو نو خپل ښار ته له راستنېدو پرته یې بله لار ونه لیده.
نور بیا…
٭٭٭
پایلیک:
[1]. ولدنامه، ۵۷ پ.
[2]. مخکېنی.
[3]. مخکېنی.
[4]. ولدنامه.
[5]. ل.ر. مناقب العارفین، ۲ ټ، ۶۹۹ پ.
[6]. ولدنامه، ۶۰ او ۶۱ پ.
[7]. مناقب العارفین، ۲ ټ، ۶۹۹ پ.
[8]. مخکېنی.
[9]. ل.ر. مخکېنی، ۲ ټ، ۶۹۸ پ.