له نورو سره ځان له اندازې زیات مه پرتله کوئ؛ ځکه په افراطي ډول د ځان پرتله کول د حقارت او د کمزورتیا نښه ده.
تاسو په ټولو جسمي او رواني عادتونو او کړنو کې په ځان پورې تړلي کس یاست، تاسو د بل هېچا په څېر نه یاست. دومره په دلیل او برهان پسې مه ګرځئ چې تاسو تر نورو څومره پورته او یا ښکته یاست، په دې سوچونو کې ځان ښکېلوئ.
د ځان په برخه کې انصاف وکړئ، ځان خپله له ګواښ سره مه مخ کوئ، ستاسو ذهن همدا اوس له نورو سره د ځان د پرتلې کولو پر ناروغۍ اخته شوی دی.
ځان ته په ټيټه مه ګورئ، د پوهې قدرت مو دومره لوړ کړئ چې له پورته وګورئ.
ستاسو راتلونکې د نورو له راتلونکي سره برابره نه ده، له هغوی سره ډېر توپیر لرئ. هغه څه مو چې په خپل ذهن کې تصویر کړي، د نور له ذهن سره یې مه پرتله کوئ، تل د ځان پر وړاندې د خوښیو کړکۍ خلاصې کړئ، هڅه وکړئ چې یوازې او یوازې د خپل ځان په څېر و اوسئ.
نورې مخ بېلګې هم تجربه کړئ، خو خپل خوند او رنګ هم له لاسه مه ورکوئ. تاسو په خپل وجود کې د نوښتونو لویه جزیره لرئ، د سترګو له کونجونو نورو ته مه ګورئ، څو ترې تقلید او پېښې وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *